Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

راشد خان په یو ورځنیو سیالیو کې د بالرانو لومړی مقام خپل کړ

0
د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړی راشد خان په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې، د بالرانو لومړی مقام خپل کړ.


د کرکټ نړیوالې شورا دا خبر نن سې شنبه خپور کړی او راشد خان ته‌یې د مبارکۍ تر څنګ ویلي چې دی په تاریخ کې تر ټولو ځوان لوبغاړی دی چې د بالنګ په برخه کې لومړي مقام ته رسېږي.


راشد خان په ۳۷ سیالیو کې د ۸۶ وېکټو په ترلاسه کولو او د ۷۸۷ پاینټونو په لرلو د یو ورځنیو سیالیو لومړي مقام ته رسېدلی دی.


هغه په یوازې وروستیو پنځو لوبو کې چې افغانستان له زېمبابوې سره وکړې، ۱۶ وېکټې اخیستې دي.


د کرکټ نړیوالې شورا همداراز ویلي چې هندي لوبغاړی جسپرت بومرا هم د اوس لپاره له راشد خان سره په ګډه د ۷۸۷ امتیازونو په لرلو په لومړي مقام کې پاتې شوی دی.


بومرا هم د راشد خان په څېر ۳۷ لوبې کړي، خو ۶۴ وېکټې یې ترلاسه کړې دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *