Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سوریې په غوطه کې ۹۸ کسان وژل شوي

0
د سوریې په ختیځ ښار غوطه کې د دولتي پوځي ځواکونو او د هغو د متحدانو په بریدونو کې د زیاتوالي له کبله یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۹۸ کسان وژل شوي چې ۲۰یې ماشومان وو.


د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه چې مرکز یې په لندن کې دی، پرون دوشنبه وویل چې په غوطه کې په بمباریو، د توغندیو په حملو او د هاوان په ډزو کې پر ۹۸ وژنو سربېره ۴۷۰ نور کسان ټپيان شوي.


د سوریې پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي، خو دمشق له دې مخکې تل ویلي دي چې یوازې وسله‎وال مخالفین په نښه کوي.


د سوریې دولتي رسنیو د دې وژنو په اړه وویل چې له غوطه څخه د پلازمېنې دمشق پر لور یو توغندی وویشتل شو چې په نتیجه کې یې یو ماشوم ووژل شو او اته نور ټپیان شول.


د غوطه ختیځ چې ملګري ملتونه وايي، شااوخوا څلور لکه اوسېدونکي لري له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې د دولتي ځواکونو له‎خوا کلابند دی.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *