Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2018

په ډایکندي کې یوه ۲۶ کلنه ښځه وژل شوې

0
د ډایکندي ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په میرامور ولسوالۍ کې یوه ۲۶ کلنه مېرمن تېره شپه زندۍ شوې او وژل شوې ده.


د یاد ولایت د ښځو چارو رئیسې ذکیې رضايي ازادي راډيو ته وویل چې د ګل افروز په نوم دغه مېرمن د ډایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ په ککرک سیمه کې زندۍ شوې او وژل شوې ده.


لا معلومه نه‌ده چې پېښه څه ډول او د چا له‌خوا رامنځته شوې، خو مسؤلین وايي د جنايي جرمنو په وړاندې د مبارزې مسؤلین‌یې څېړنه کوي.


د وژل شوې مېرمنې خاوند بهر ته په کار پسې تللی، ځکه نو د یاد ولایت د ښځو چارو ریاست وايي چې دا ډول پېښې تر ډېره د فقر او بې‌وزلۍ له امله رامنځته کېږي.


په ډایکندي کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی او تېر کال په دغه ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۳۴۰ پېښې ثبت شوې دي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *