Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2018

اوکراین په نښتو کې د یوه اوکرایني سرتېری د وژلو خبر ورکوي

0
اوکراین وايي، د دې هېواد په ختیځ کې په نښتو کې یو اوکراینی سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.


د اوکراین د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، د روسیې ملاتړ لرونکو بیلتون غوښتونکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پرله پسې د ماشینګڼو په ډزو له اوربنده سرغړاوی کړی.


روس پلوو بیلتون غوښتونکو بیا ادعا کړې چې حکومتي ځواکونو له اوربنده سرغړاوی کړی او څو ځلې یې د دوی پر لور د هاوان او ټوپکو ډزې کړې دي.


د اوکراین په ختیځ کې د اوربند هغه هوکړې چې د مینسک د ۲۰۱۴ سپټمبر او ۲۰۱۵ فبرورۍ د تړونو له مخې اعلان شوي وو، ونه ساتل شوې.


کییف تر دې مخکې ویلي وو، بیلتون غوښتونکو د مارچ په پنځمه د اوربند له نوي توافقه سمدستي وروسته سرغړونه کړې وه.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *