Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2018

Новости за 27.03.2018

نواز شریف: پخوا به نه وم خو اوس پوره نظریاتي یم

Mashaalradio.com 

د پاکستان پخواني وزیراعظم نواز شریف ویلي چې که په تېرو اویا کالو کې په پاکستان کې د ولس رایې ته درناوی شوی وای نو اوس به پاکستان د نړۍ په لسو مهمو هیوادونو کې شمارل کېدای.

ازادي سټوډیو - د نړۍ تازه خبرونه

Pa.azadiradio.com 

ازبکستان طالبانو ته د سولې په برخه کې مهم وړاندیز کړی. د افغانستان په ارتباط د دې خبر ترڅنګ به مو په دې خبرې ټولګه کې د نړۍ له یوشمیر سفارتونو د لسګونو روسیي دیپلوماتانو له ایستلو خبر کړو. دا په زړه پورې خبر هم لرو چې نارنجي واوره وریدلې. دا خبرونه د شپې په ۸ بجې له پیشګام تلویزیون څخه هم لیدلی شئ

بریتانیا له یو شمېر هېوادونو د روسي ډیپلوماتانو د ایستلو هرکلی وکړ

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا د یوه روسي جاسوس د مسمومولو له امله د نړۍ له مختلفو هېوادونو د لسګونه روسي ډیپلوماتانو د ایستلو هرکلی وکړ او هغه‌یې یو مهم پړاو وباله. خو روسیې هغه د امریکا د متحده ایالاتو د زیات فشار نتیجه بللې ده. په همغږۍ سره د ډیپلوماتانو دغه ایستل د سرګي سکریپال او د هغه د لور یولیا د مسمومولو په پېښه کې چې تور یې پر روسیې پورې شوی، په عکس‌العمل کې شوي دي. پرون دوشنبه د ۲۲ دولتونو له‌خوا لږ تر لږه ۱۱۶ روسي ډیپلوماتانو ته د وتلو امر شوی دی. نن سې شنبه هم ایرلنډ اعلان وکړ چې یو روسی ډیپلومات له خپلې خاورې باسي. Читать дальше...



هلمندیو ښځو هم د سولې کېږدۍ ودروله

Mashaalradio.com 

د افغانستان د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې نن ښځو هم د احتجاج په توګه خېمه ودروله. د دې ولايت ښځو پر وسله‎والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې په اړه د هلمند د ځوانانو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي. د هلمند د بېلابېلو سیمو سلګونه ځوانانو له هغه وروسته په لښکرګاه ښار کې د احتجاج په ډول خېمه ودروله او له وسله‎ والو طالبانو څخه ‌يې د سولې غوښتنه وکړه چې د تېرې جمعې په ورځ د ښار د غازي محمد ايوب خان لوبغالي مخ ته په يو موټر بم بريد کې ۱۶ ولسي وګړي ووژل شول او ۵۲ نور ټپيان شول. د ښځو د پرلت يوې ګډونوالي پر دې مهال مشال راډيو ته وويل... Читать дальше...

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن سې شنبه کابل ته راورسېده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹ میلادي کال د نړیوال جام د غوراوي لپاره د زېمبابوې د سیالیو د اتلولۍ په خپلولو سره، نن سې شنبه کابل ته راستنه شوه. د کرکټ ملي لوبډلې د هرکلي لپاره په کابل کې یو لړ مراسم په پام کې نیول شوي دي. د ازادي راډيو خبریال وایي چې د کابل له هوایي ډګره د افغانستان تر راډیو ټلویزیونه پورې چې په پام کې ده دغه مراسم په‌کې ترسره شي، د لارې په دواړو غاړو کې خلک خوښي کوي او ډولونه وهل کېږي. په دغو ۵۰ اوریزو سیالیو کې چې د زېمبابوې په پلازمېنه هراره کې پیل شوې وې، افغانستان... Читать дальше...

د جوزجان په درزاب کې د داعش ۴ وسله‌وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان چارواکي په درزاب ولسوالۍ کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش د څلورو وسله‌والو د وژل کېدو خبر ورکوي. د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د دې ولسوالۍ پر یوې امنیتي پوستې د داعش وسله‌والو برید وکړ چې له څلور ساعته نښتو وروسته، افغان امنیتي ځواکونو په شا وتمبول. د هغه په وینا، په دې پېښه کې یو سرتېري وژل شوی او پنځه وسله‌وال ټپیان شوي دي. درزاب د جوزجان یوه له هغو ولسوالیو ده چې داعش ډله په‌کې ډېره فعاله ده.

د جوزجان په درزاب کې د داعش ۴ وسله وال وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان چارواکي په درزاب ولسوالۍ کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د څلورو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي. د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امرعبدالحفیظ خاشي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د دې ولسوالۍ پر یوې امنیتې پوستې د داعش وسله والو برید وکړ چې له څلورساعته نښتو وروسته، افغان امنیتي ځواکونو په شا وتمباول. د هغه په وینا، په دې پېښه کې یو سرتېري وژل شوی او پنځه وسله وال ټپیان شوي دي. درزاب د جوزجان یوه له هغو ولسوالیو ده چې داعش ډله پکې ډېره فعاله ده.

'افغان ځواکونو د ارزګان یوشمېر سیمې له وسله والو پاکې کړې'

Mashaalradio.com 

د ارزګان ولایت سیمه‎ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې یې د افغان او بهرنیو ځواکونو له‎خوا د نصرت په نوم روانو عملیاتو کې وسله‎وال طالبان درې کېلو متره په شا تمبولي او سیمې یې ورڅخه نیولې دي.

زرګونه کسانو د سایبریا په کمروف ښار کې مظاهره وکړه

Pa.azadiradio.com 

په زرګونه کسانو د سایبریا په کمروف ښار کې مظاهره وکړه او د هغې پېښې د ځواب او د سیمه‌ییز حکومت د استعفا غوښتنه‌یې کوله چې د سوداګرۍ په یوه مارکېټ کې وړمه ورځ د اور د لګېدو له امله رامنځته شوې او له ۶۰ زیات کسان په‌کې وژل شوي وو. د وژل شویو ډېری یې کوچنیان دي. مظاهره د ښار په مرکزي برخه کې د سلګونه کسانو په ګډون پیل شوه چې وروسته‌یې شمېر زرګونه کسانو ته ورسېد. نن د ورځې په پیل کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم دې ښار ته ورغلی و او ژمنه‌یې وکړه چې د دغې پېښې عاملان به مجازات کړي. مظاهره کوونکو... Читать дальше...

په غور کې د بزګر ورځې د لمانځلو په مناسبت د فوټبال سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په غور ولایت کې د بزګر ورځې د لمانځلو په مناسبت، د فوټبال سیالۍ پیل شوې. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ د دولت‌يار ولسوالۍ د فوټبال الف ټیمونو ترمنځ تېره ورځ پیل شوي چې ۱۶ لوبډلې په‌کې ګډون لري. د دغه فدراسیون د مسؤلینو په خبره، د فوټبال دغه سیالۍ به درې اوونۍ دوام کوي او له دې لارې به خلکو ته د سمسور افغانستان پيغامونه هم ورکول کېږي. د بزګر ورځې د لمانځلو په مناسبت، دغه سیالۍ هر کال په غور ولایت کې ترسره کېږي.

د اعجاز ټانگه تر موټر زیات لګښت لري

Mashaalradio.com 

د چارسدې اعجاز سره د خپل شوق لپاره اسپه او ټانگه ساتلې ده او وايي د موټر پرځای یې له ټانگې سره شوق دی خو وايي،دغه ټانګه په ډېره بیه ورته تمامېږي. په دې اړه د امریکا غږ ډیوه خبریال ملک وقاص خان رپورټ وګورئ.

د کابل د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ وروستي پړاو ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

د کابل د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ وروستي پړاو ته ورسېدې. د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې د کابل ښار له پنځو زونونو او ولسوالیو ۲۷۲ لوبغاړو ګډون کړی چې په ۱۰ وزنونو کې سیالۍ کوي. د ښاغلي پیمان په خبره، دغه سیالۍ دوه ورځې وړاندې پیل شوې او ټاکل شوې چې سبا چهارشنبه د غوره څېرو په ټاکلو سره پای ته ورسېږي. د ده په خبره، له هر وزني کلاسه به څلور، څلور تنه او په ټوله کې ۴۰ تنه د کابل ولایت د منتخبې لوبډلې لپاره وټاکل شي چې دغه لوبغاړي... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *