Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Март
2018

Новости за 17.03.2018

په بغلان کې ۲ تنه د نشه‎يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

په بغلان ولایت کې دوه تنه د لسګونو کیلو ګرامو نشه‎يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول. د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر امیرګل حُسین‎خېل د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د نشه‎يي موادو قاچاق وړونکو ۴۴۹ کیلو ګرامه چرس په یوه بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې کابل ته یې قاچاق کړي چې د دې ولایت په دوشي ولسوالۍ کې ونیول. د يادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونیو کې دا دوهم ځل دی چې د بغلان پولیس د نشه‎يي موادو قاچاق وړونکي په داسې حال کې نیسي چې نشه‎يي مواد ګاونډیو ولایتونو ته قاچاق کوي.

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۲۳ کسان د قاچاق په تور نیولي

Pa.azadiradio.com 

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې ۲۳ کسان په څلورو ولایتونو کې د نشه‎يي موادو د قاچاق په تور نیولي دي. له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، سرحدي پوليسو یو تن په داسې حال کې نيولی چې غوښتل یې درې اعشاریه ۳۴۶ کیلو ګرامه هیروئين د حامد کرزي له هوايي ډګر دبۍ ته قاچاق کړي. د ښاغلي مؤحد په وینا په بېلابېلو پېښو کې په کابل، ننګرهار، هرات او هلمند ولایتونو کې ۲۲ تنه نور قاچاق وړونکي هم نیول شوي چې ۲۱ کیلو ګرامه... Читать дальше...

په کندهار کې له ۲۰ زره کیلو ګرامه زیات نشه‎يي مواد وسوځول شول

Pa.azadiradio.com 

په کندهار ولایت کې له ۲۰ زره کیلو ګرامه زیات نشه‎يي مواد وسوځول شول. د کندهار ولایت امنیه قوماندانۍ له نشه‎يي موادو سره د مبارزې مدیریت مرستیال عبدالباقي ازادي راډیو ته وویل، د دې ولایت امنیتي ځواکونو په تېرو درېیو کلونو کې ۲۲ زره ۴۹۵ کیلو ګرامه بېلابېل نشه‎يي مواد د دې ولایت په مختلفو ولسوالیو کې نیولي دي. ښاغلی عبدالباقي وايي، د دې موادو د قاچاق په تور ۴۳۸ تنه نیول شوي او عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي. عبدالباقي زیاتوي: "موږ په روان کال کې د نشه‎يي موادو ۱۷۰ پېښې لرو او د نشه‎يي موادو... Читать дальше...

په کندهار کې له ۲۰ زره کېلو ګرامه زیات نشه‎يي مواد وسوځول شول

Pa.azadiradio.com 

په کندهار ولایت کې له ۲۰ زره کېلو ګرامه زیات نشه‎يي مواد وسوځول شول. د کندهار ولایت امنیه قوماندانۍ له نشه‎يي موادو سره د مبارزې مدیریت مرستیال عبدالباقي ازادي راډیو ته وویل، د دې ولایت امنیتي ځواکونو په تېرو درېیو کلونو کې ۲۲ زره ۴۹۵ کېلو ګرامه بېلابېل نشه‎يي مواد د دې ولایت په مختلفو ولسوالیو کې نیولي دي. ښاغلی عبدالباقي وايي، د دې موادو د قاچاق په تور ۴۳۸ تنه نیول شوي او عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي. عبدالباقي زیاتوي: "موږ په روان کال کې د نشه‎يي موادو ۱۷۰ پېښې لرو او د نشه‎يي موادو... Читать дальше...

خوستوال: د غلام خان بندر تړلو ته اجازه نه ورکوو

Mashaalradio.com 

د خوست د ولایتي شورا غړي، مدني فعالان او سوداګر وايي، چې غلام خان بندر د خوست او افغانستان لپاره مهمه اقتصادي او سوداګریزه لاره ده او افغان حکومت دې د امنیتي انديښنو او نورو ګمرکي وسایلو د کمښت په پلمه دا لاره بیا نه تړي.



خوستوال: د غلام خان بندر د تړلو اجازه نه ورکوو

Pa.azadiradio.com 

د خوست د ولایتي شورا غړي، مدني فعالان او سوداګر وايي چې غلام خان بندر د خوست او افغانستان لپاره مهمه اقتصادي او سوداګریزه لار ده او افغان حکومت دې د امنیتي اندېښنو او نورو ګمرکي وسایلو د کمښت په پلمه، دا لاره بیا نه تړي. دوی دغه څرګندونې نن د شنبې په ورځ د یوې خبرې ناستې پر مهال خبریالانو ته وکړې. دوی ګواښ وکړ، که بیا هم د غلام خان لارې د بندېدو مسئله رامنځته شي، لاریونونه به وکړي، ښار به وتړي او په پراخو مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.  د غلام خان لاره چې له څلورکلن ځنډ وروسته څو ورځې مخکې پرانیستل... Читать дальше...

د پاکستان د هوايي شرکت یو کارکوونکی د قاچاق په تور نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د هوايي شرکت یو کارکوونکی په فرانسه کې د نشه‎يي موادو د قاچاق په تور نیول شوی دی. د فرانسې سرحدي ځواکونو رسنیو ته ویلي چې تېره اوونۍ د «PIA» په نوم د پاکستان هوايي شرکت یوه سټي‎ورډ په داسې حال کې نيول شوی چې غوښتل یې په ۷۴۹ نمبر پرواز کې نشه‎يي مواد فرانسې ته قاچاق کړي. د فرانسې دولت تر دې مهاله د پاکستان د دې هوايي شرکت له کار کوونکي څخه د نیول شويو نشه‎يي موادو اندازه نه‎ده ښودلې او وايي چې په‎دې برخه کې څېړنې روانې دي. تر دې وړاندې افغان چارواکو پاکستان اروپايي هېوادونو ته د نشه‎يي... Читать дальше...

مسؤلین: په زابل کې یو پاکستانی جنرال د ماین په چاودنه کې وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د زابل چارواکي وايي، د دغه ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې يو پاکستانی جنرال چې د وسله والو طالبانو ملګری و، له خپل ساتونکي سره د ماين په چاودنه کې وژل شوی. د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال وويل چې دغه پېښه تېره شپه د شاه جوی ولسوالۍ په باختو کلي کېرامنځته شوې ده . د سيال په وينا، تر اوسه نه ده معلومه چې پر دغه پاکستاني جنرال او د هغه پر ساتونکي دغه چاودنه د چا له خوا او څنګه رامنځته شوې . سيالوايي، د استخباراتي معلوماتو له مخې، پاکستانی جنرال نواز نومېده چې په افغانستان کې يې له ترهګرو سره مرسته کوله. Читать дальше...

چارواکي: په جوزجان کې د داعش ډلې ۳۵ غړي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د شاهين قول اردو چارواکي وايي، په جوزجان ولايت کې د داعش ډلې پر پټنځايونو په هوايي حملو کې د دې ډلې ٣٥ غړي وژل شوي دي. د دې قول اردو وياند نصرت الله جمشيدي نن شنبه ازادي راډيو ته وويل، دغه عمليات تېره شپه د جوزجان ولايت په قوش تپه او درزاب ولسواليو کې د داعش ډلې پر مرکزونو شوي چې په نتيجه کې يې د داعش ډلې ١٣ جنګيالي ټپيان شوي هم دي. ښاغلي جمشيدي وويل، دغه عمليات به تر هغو روان وي چې په جوزجان او سرپل ولايتونو کې د داعش ډلې ټول مرکزونه له منځه نه وي تللي.

د يونان پوليس: د کښتۍ د چپه کېدو له کبله ١٤پناه غوښتونکي مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د يونان پوليس وايي، تېره شپه په ايژِه سمندرګي کې د يوې کښتۍ د چپه کېدو له کبله، د ماشومانو په ګډون شااوخوا ١٤ پناه غوښتونکي مړه شوي دي. پوليسو نن شنبه ويلي چې په دې کښتۍ کې ٢٠ کسان سپاره وو چې له ترکيې څخه يې پناه غوښتونکي يونان ته لېږدول. د دوى په خبره، دوه ښځې او يو نارينه توانېدلي چې په لامبو هلو سره ځانونه خوندي ځاى ته ورسوي او له پېښې چارواکي خبر کړي. تر اوسه ١٤ مړي موندل شوي او د څلورو نورو لادرکه کسانو د ژغورنې او موندنې لپاره عمليات روان دي.

په پام کې ده چې ولسي جرګه امنیتي مسؤلین استجواب کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولسي جرګې رئيس وايي، دغه جرګه په پام کې لري چې په هېواد کې د ناامنيو د زياتېدو په تړاو امنيتي چارواکي استجواب کړي. د ولسي جرګې غړو نن شنبه په خپله غونډه کې په افغانستان کې د ناامنيو پر زياتېدو بحث وکړ. د دې جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي ونه ويل چې دغه امنيتي چارواکي به کله استجواب شي، خو کمېسيونونه يې موظف کړل چې خپلې پوښتنې برابرې کړي. نوموړي وویل: "د ولسي جرګې او ملي شورا مسؤليت دا دى چې يوه استجوابيه غونډه جوړه کړو، دا استجوابيه جلسه بايد داسې مديريت کړو چې ستاسو همکاري په... Читать дальше...

د سوریې په ختیځه غوطه کې ۸۰ملکیان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د سوريې په ختيځه غوطه کې پرون هوايي حملو په لسګونو ملکيان وژلي او په زرګونو نور له خپلو کورونو کډې کولو ته مجبوره کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د سوريې دولتي ځواکونه دمشق ته نږدې د افراطي وسله والو په وروستي پټنځاى کې خپلو تهاجمي عملياتو ته ادامه ورکړې ده. د سوريې د بشري حقونو د څار اداره چې مرکز يې په بريتانيا کې دى وايي په ختيځه غوطه کې د روسيې په هوايي حملو کې پرون لږ تر لږه ٨٠ تنه ملکيان وژل شوي دي. له دې سره په دې سيمه کې د پوځي عملياتو په لړ کې د وژل شويو کسانو شمېر ١٣٥٠ کسانو ته ورسېد. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *