Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

فاریاب لپاره جمهوري ریاست د نویو مرستو اعلان وکړ

0
په فاریاب کې له وچکالي ځپلو او په دې ولایت کې د انکشافي پروژو د تطبیق لپاره جمهوري ریاست د نویو مرستو اعلان وکړ.


له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان ولسمشر اشرف غني پرون یکشنبه د فاریاب له والي نقیب الله فایق سره په کتنه کې د کرنې وزارت ته سپارښتنه وکړه چې فاریاب کې له هغو کسانو سره دې چې وچکالۍ زیانمن کړي، د پنځه زره ټنو غنمو مرسته وکړي.


دغه راز ولسمشر په دې ولایت کې د انکشافي پروژو د تطبیق لپاره هم د سل میلیون افغانیو د تخصیص امر وکړ.


پر فاریاب سربېره د افغانستان یو شمېر نور ولایتونه هم سږني وچکالۍ ځپلي دي. 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *