Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

Новости за 28.10.2018

په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا په بنو ښار کې د اتوار پر ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه وشوه چې پکې په زرګونو خلکو ګډون وکړ. غونډې ته د غورځنګ مشر منظور پښتين په ګډون د پاکستان قامي اسمبلۍ غړيو علي وزير، محسن دوړ او ځېنو نورو مشرانو ويناګانې وکړې. د بنو جلسې ته ګڼ هغه خلک هم ورغلي ول چې د کورنیو غړي یې ورک دي. ویډیويي رپورټ وګورئ.

اسد قیصر: د مدرسو نصاب نه بدلوو

Mashaalradio.com 

د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپيکر ويلي چې حکومت د مدرسو په نصاب کې د بدلون هېڅ پلان نلري. اسد قيصر دا خبره د صوابۍ په پنج پير کلي کې درې ورځني کانفرنس ته د وينا پر مهال وکړه.

د بنګله دېش د کرکټ غوره لیګ سیالیو ته ۷ افغان لوبغاړي وپېرل شول

Pa.azadiradio.com 

د بنګله دېش د کرکټ د غوره لیګ شپږم پړاو سیالیو ته ۷ افغان لوبغاړي واخېستل شول. د لوبغاړو د پېر مراسم نن يکشنبه په بنګله دېش کې وشول چې بېلابېلو ۷ لوبډلو په کې د خپلو لوبډلو لپاره غوره لوبغاړي وپېرل. د بنګله دېش غوره لیګ سیالیو بولۍ ته شااوخوا ۳۰ افغان لوبغاړي نومول شوي وو چې له ډلې یې نجیب ځدراڼ او شهزاد محمدي چټاګنګ لوبډلې، ګلبدین نایب سهلیټ سکسر ،ظاهر خان کهلنا ټایټینز ،حضرت ځاځی ډهاکه ډینامیټس ،وقار سلام خېل کومیلا وکټورینز او قیس احمد بیا رچشهي کینګنز لوبډلې واخيستل. راشد خان ارمان، نبي... Читать дальше...

د بنګله دېش د کرکټ غوره لیګ سیالیو ته ۷ افغان لوبغاړي واخيستل شول

Pa.azadiradio.com 

د بنګله دېش د کرکټ د غوره لیګ اووم پړاو سیالیو ته ۷ افغان لوبغاړي واخيستل شول. د لوبغاړو د پېر مراسم نن يکشنبه په بنګله دېش کې وشول چې بېلابېلو ۷ لوبډلو په کې د خپلو لوبډلو لپاره غوره لوبغاړي وپېرل. د بنګله دېش غوره لیګ سیالیو بولۍ ته شااوخوا ۳۰ افغان لوبغاړي نومول شوي وو چې له ډلې یې نجیب ځدراڼ او شهزاد محمدي چټاګنګ لوبډلې، ګلبدین نایب سهلیټ سکسر ،ظاهر خان کهلنا ټایټینز ،حضرت ځاځی ډهاکه ډینامیټس ،وقار سلام خېل کومیلا وکټورینز او قیس احمد بیا رچشهي کینګنز لوبډلې واخيستل. راشد خان ارمان، نبي... Читать дальше...



روسیه د اټمي تړون په اړه د امریکا د پوښتنو د ځوابونو طرحه جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، مسکو د هغو پوښتنو په اړه د ځوابونو په طرحه کولو کار کوي چې امریکا په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټمي وسلو د مهم تړون په اړه کړې دي. لاوروف د روسيی ټلویزون ته نن وویل، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن له مسکوه په خپله وروستۍ کتنه کې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د خپل هېواد اندېښنې شریکې کړې دي. امریکا او روسيې په ۱۹۸۷ کال د منځني واټن ویشتونکو توغندیو چې اټمي سروکي انتقالولای شي، د کنټرول تړون لاسلیک کړ. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ له دې تړون څخه د وتلو خبرداری ورکړ. Читать дальше...

طوره باغوان باشي: نن نیالګي کېنوم او سبا به هغه ونه شې

Pa.azadiradio.com 

د شمالي ولایتونو په ګډون د افغانستان په لویو ښارونو کې د سپین ږیرو حال له یوې یا هم له یوې نیمې پیړۍ راهیسې د اندېښنې وړ بلل شوی دی. په دغه ویډیو کې د ازادي راډیو خبریال عالم رحمانیار د یوه باغوان او یو شمېر نورو سپین ږیرو حال راخيستی دی. ايډېټ: لېمه هادي

هلمند ته د ولسمشر غني سفر

Pa.azadiradio.com 

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي، ولسمشر محمد اشرف غني به د هلمند له چارواکو او امنیتي مسئولینو سره تر...

کورمه: د محرم د څلوېښتۍ مراسمو امنیت لپاره جرګه وشوه

Mashaalradio.com 

د خېبر پښتونخوا په کورمه قبايلي ضلعه کې یوه جرګه وشوه چې موخه یې د محرم د څلوېښتۍ د مراسمو د امنیت ساتنه وه. په دغه جرګه کې د چارواکو او مقامي مشرانو ترمنځ د امنیت د خوندي ساتلو په موخه خبرې شوې دي.

په انځورونو کې د کونړ د سیند ښکلا

Pa.azadiradio.com 

کونړ یا کونړونه د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه یو ولایت دی چې د هېواد په ځتیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري او مرکز یې اسعد اباد دی.

په انځورونو کې د کونړ ولایت ښکلا

Pa.azadiradio.com 

کونړ یا کونړونه د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه یو ولایت دی چې د هېواد په ځتیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري او مرکز یې اسعد اباد دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ په بنو کې جلسه کړې

Mashaalradio.com 

جلسې ته په وینا کې د غورځنګ یوه مشر او د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر وویل، له سړیو سره سره د قبایلي سیمو ښځې هم د تېرې څه د پاسه لسیزې په ناامنیو

تر بدلون وروسته قبایلي سیمې بې له قانونه چلېږي: ایاز وزیر

Mashaalradio.com 

د قبایلي چارو پوه او پخوانی سفیر ایاز وزیر وايي، قبایلي سیمې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې خو عملي اصلاحات پکې نه دي راغلي. د ده په خبره، د پخواني نظام تر ختمېدو وروسته، قبایل اوسمهال په یوه قانوني خلا کې اوسي. وزیر یو له هغو کسانو څخه دی چې په خیبر پښتونخوا یې د قبایلو د ورګډولو ضد کیمپېن کاوه او اوس یې هم دریځ دا دی چې تر هر بدلون مخکې دې له ولسه پوښتنه وشي. د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي، د قبایلي سیمو اصلاحاتي بهیر عملي کولو ته ژمن دی او د دې لپاره یې د سېپټېمبر په لومړۍ اوونۍ کې یوه کاري ډله هم جوړه کړې. Читать дальше...

د زعفرانو قاچاق او غیرو مستقیمو وارداتو لکونه افغانۍ زیان اړولی

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د زعفرانو قاچاق او غیرو مستقیمو وارداتو افغان سوداګرو او زعفران کارانو ته زیان اړولی دی. د افغانستان د متشبیثینو د بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل، افغانستان ته د بې کیفیته زعفرانو واردات د دې لامل شوي چې په هېواد کې د زعفرانو بیه راټيټه او افغان سوداګرو ته سلګونه زره افغانۍ زیان واوړي. نوموړي له افغان حکومته وغوښتل چې په هېواد کې د بې کیفیته زعفرانو د وارداتو مخه ونیسي، که نه نو په دغه هېواد کې به د زعفرانو کښت او صادراتو ته جدي زیان ورسېږي. دا په... Читать дальше...

په پنجشېر کې په بېوزلو کورنیو د شیدو غواګانې ووېشل شوې

Pa.azadiradio.com 

په پنجشېر ولایت کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا ۵۵ بېوزلو کورنیو ته د دوی د ژوند د بساینې او اقتصادي پیاوړتیا په هدف، د شیدو غواګانې ووېشل شوې. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه غواګانې د اقتصادي پراختیا ریاست او د خوړو د خوندیتوب د پروژې له خوا د پنجشېر په مرکز او ولسوالیو کې په اړو کورنیو ووېشل شوې. د دې تر څنګ په دغو کورنیو د شیدو د لوېشلو وسایل هم وېشل شوي دي. د غو کورنیو ته تر دې وړاندې د غواګانو د ساتنې په برخه کې درې ورځنۍ زده کړې هم ورکړل شوې وې.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *