Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

Новости за 04.10.2018

ازادي ستوډيو - د نړۍ هم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له امریکا غوښتي چې له پاکستان سره دې بيرته پوځي مرستې وکړي. دا او نور مهم خبرونه د ماښام پر اتو بجو له پيشګام تلویزيونه هم خپريږي.

زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره پنځو هېوادونو ته ځي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د سولې د پروسې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي، زلمی خلیلزاد نن، پنجشنبه د اکټوبر۴مه، د جنوبي اسیا او منځني ختیځ یوشمېر هېوادونو په رسمي سفر روانېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې زلمی خلیلزاد به افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته ولاړ شي. د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویلي چې دا په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره مرستې ته دامریکا تعهد څرګندوي. زلمی خلیلزاد لنډه موده مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو... Читать дальше...

د پوهنې رئیس: په ننګرهار کې ۴۶۴ ښوونځي ودانۍ نه لري

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار د معارف رئيس وايي، په دې ولایت کې ۴۶۴ ښوونځي او تعلیمي مرکزونه لا هم ودانۍ نه لري. حسیب الله شینواري نن، پنجشنبه د اکټوبر ۴مه، ازادي راډیو ته وویل چې په ننګرهار کې باید زده کونکو ته د تعلیم لپاره ابتدايي امکانات لکه داسې ښوونځي چې ودانۍ ولري، برابر شي.  حسیب الله شینواري زیاته کړه: "د افغانستان جمهور رئیس ژمنه کړې چې په نورو څلورو کلونو کې به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې چې ښوونځي ودانۍ نه لري، ۶۰۰۰ ښوونځي جوړ شي." په افغانستان کې د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د څارنې ادارې،... Читать дальше...

د افغانستان کرکټ لیګ سیالۍ سبا په دوبۍ کې پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ لومړنۍ نړیوالې سوداګریزې سیالۍ سبا په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي. د پریمیر لیګ په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره د ۵ واړو لوبډلو افغان او ځينې نړیوال لوبغاړي متحده عربي اماراتو ته رسېدلي دي. اې پي اېل سیالۍ به د پرانېستې ځانګړو مراسمو وروسته د کابل ځوانانو او پکتیا تورو پړانګانو تر منځ په لوبه په رسمي ډول پیل شي. په لیګ کې د شاوخوا څلوېښتو بهرنیو لوبغاړو د ګډون هم ویل شوي خو پاکستان خپل لوبغاړي په دغه لیګ کې له لوبیدو منع کړي دي.



په خوست کې یوه ماډل لېسه جوړېږي

Mashaalradio.com 

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د څلورو نورو ولایتونو په شان په خوست کې همد پوهنې وزارت له پرمختیايي بودیجې څخه د ۲۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نمونوي لیسې لپاره د تدریسي کمپلیکس د جوړولو کار پیل شو.

په کابل ښار کې ږلۍ

Pa.azadiradio.com 

د پنجشنبې په ورځ له ډېرې مودې وروسته دکابل ښار په شمول په یو شمېر ولایتونو کې باران او ږلۍ و ورېده. د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافی په همدې هکله د ښار له یو شمېر سیمو دغه تصویري راپور جوړ کړی.

خامنه اي: که خدای کول، موږ به د امریکا بندیزونه مات کړو

Pa.azadiradio.com 

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي وايي چې د ایران پر اقتصاد "د واشنګټن بندیزونو ته به ماته او امریکا ته به څپېړه ورکړي." د ایران دې ستر مذهبي مشر نن پنجشنبه د اکټوبر۴مه د تهران د ازادۍ په سټډیوم کې وینا کوله او ویې ویل: "که خدای کول، موږ به د امریکا بندیزونه مات کړو او دا به د امریکا ماته وي. " د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ، ډونالډ ټرمپ د روان کال په مې میاشت کې پرېکړه وکړه چې له ایران سره د نړیوالو له اټمي موافقې ووځي او له دې پرېکړې سره سم پر ایران د امریکا د بندیزونو هغه برخه... Читать дальше...

روسیې او سعودي عرب په خپل منځ کې غلې موافقه کړې

Pa.azadiradio.com 

روسیې او سعودي عرب په خپل منځ کې غلې موافقه کړې چې سږکال به نړیوال مارکېټ ته د خام نفت صادرات زیاتوي. رویټرز خبري اژانس د دې خبر په تفصیل کې د داسې سرچینو په حواله چې معلومات لري، ویلي چې پردې پرېکړه تقریباً یوه میاشت مخکې کار پېل شوی او هدف یې د تیلو په نړیوال مارکېټ کې د خام تېلو د نرخونو د لوړېدو مخنیوی دی. د ایران د خام تېلو پر صادراتو د امریکا د متحدو ایالاتو د بندیزونو له امله د تېلو زیات خریداران په نړیوال مارکېټ کې د ایران د خامو تېلو له اخېستلو ډډه کوي. په‎دې اوونۍ کې د یوې بشکې خاموتېلو نرخ ۸۵ ډالرو ته لوړ شو.

زلمی خلیلزاد پاکستان ته ځي

Mashaalradio.com 

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر پر درېیمه په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه پلاوې افغانستان، پاکستان، متحده عرب اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته خپل ۱۰ ورځنى سفر د اکتوبر پر پینځه پيلوي.

امریکا له ایران سره د دوستۍ تړون ختم کړ

Mashaalradio.com 

د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ په ۲۰۱۵م کال کې اټومي تړون له مخې پر ایران لګول شوي بندیزونه په مشروط ډول لرې شوي وو چې اوس امریکا بیرته پر ایران لګولي دي.

د خېبر پښتونخوا په ټانک کې د وراباڼیو لپاره ښځینه پاستي پخوونکې

Pa.azadiradio.com 

د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې په ودونو کې د وراباڼیو لپاره ښځې پاستي پخوي. دغه مېرمنې د ۵۰ کلو بوجۍ پخولو ۱۲۰۰ روپۍ مزدوري اخلي. د مشال راډیو خبریال ځلاند يوسفزی د ټانک په ګومله سيمه کې يوه واده ته ورغلی او دا ویډیويي رپورټ یې جوړ کړی دی.

په ټانک کې د وراباڼیو لپاره ښځینه پاستي پخوونکې

Mashaalradio.com 

د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلع کې په ودونو کې د وراباڼیو لپاره ښځې پاستي پخوي. دغه مېرمنې د ۵۰ کلو بوجۍ پخولو ۱۲۰۰ روپۍ مزدوري اخلي. د مشال راډیو خبریال ځلاند يوسفزی د ټانک په ګومله سيمه کې يوه واده ته ورغلی او دا ویډیويي رپورټ یې کښلی دی.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *