Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

د خان سټيل د اوسپنې ویلي کولو فابریکې دوهم فاز هم جوړېږي

0
په کابل کې د خان سټيل د اوسپنې ویلي کولو فابریکې د دوهم فاز د جوړېدو ډبره کېښودل شوه.


د خان سټيل فابریکې د لومړي فاز ډبره دوه کاله وړاندې د کابل په صنعتي پارکونو کې اېښودل شوې وه چې تېره یې ورځ د شل میلونو ډالرو په ارزښت د دوهم فاز د جوړېدو ډبره هم کېښودل شوه.


د خان سټيل د فابریکې رئیس وايي،د دغې فابریکې د لومړي فاز له پرانیستې وروسته د تولیداتو په کمیت کې يې زیاتوالی راغلی او زرو تنو ته د کار زمینه هم مساعده شوې ده.


نوموړی وايي،د دغې فابریکې د دوهم فاز په پرانیستلو سره به د تعمیراتي ګول سیخ ترڅنګ ګاډرې هم تولید کړي.


د دوی د معلوماتو له مخې د خان سټيل د اوسپنې ویلې کولو فابریکه په نړیوالو معیارونو برابر هره ورځ ۲۰۰ ټنه ګول سیخ تولیدوي چې ورسره د افغانستان د بازارونو ورځنۍ اړتیاوې پوره کېږي.


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *