Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

خامنه اي: که خدای کول، موږ به د امریکا بندیزونه مات کړو

0
د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي وايي چې د ایران پر اقتصاد "د واشنګټن بندیزونو ته به ماته او امریکا ته به څپېړه ورکړي."


د ایران دې ستر مذهبي مشر نن پنجشنبه د اکټوبر۴مه د تهران د ازادۍ په سټډیوم کې وینا کوله او ویې ویل:


"که خدای کول، موږ به د امریکا بندیزونه مات کړو او دا به د امریکا ماته وي. "


د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ، ډونالډ ټرمپ د روان کال په مې میاشت کې پرېکړه وکړه چې له ایران سره د نړیوالو له اټمي موافقې ووځي او له دې پرېکړې سره سم پر ایران د امریکا د بندیزونو هغه برخه هم برحاله شوه چې د اټمي موافقې پر اساس، کنګل شوې وه.


امریکا به د ایران د اټمي هڅو د بندولو لپاره د تهران د تېلو پر صادراتو بندیزونه چې د اټمي موافقې له مخې لغو شوي و، د روان کال د نوومبر میاشت په پېل کې برحال کړي. 


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *