زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره پنځو هېوادونو ته ځي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې زلمی خلیلزاد به افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر ته ولاړ شي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ویلي چې دا په افغانستان کې د سولې او ثبات له ټینګښت سره مرستې ته دامریکا تعهد څرګندوي.
زلمی خلیلزاد لنډه موده مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې لپاره په روانو هڅو کې د خپل ځانګړي استازي په توګه معرفي کړ.
خلیلزاد په افغانستان کې د سفیر او په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالاتو د استازي دندې هم ترسره کړې دي.
