د افغانستان کرکټ لیګ سیالۍ سبا په دوبۍ کې پیلېږي
د پریمیر لیګ په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره د ۵ واړو لوبډلو افغان او ځينې نړیوال لوبغاړي متحده عربي اماراتو ته رسېدلي دي.
اې پي اېل سیالۍ به د پرانېستې ځانګړو مراسمو وروسته د کابل ځوانانو او پکتیا تورو پړانګانو تر منځ په لوبه په رسمي ډول پیل شي.
په لیګ کې د شاوخوا څلوېښتو بهرنیو لوبغاړو د ګډون هم ویل شوي خو پاکستان خپل لوبغاړي په دغه لیګ کې له لوبیدو منع کړي دي.
