Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

د فرانسوي ژبو هېوادونو د مشرانو غونډه ایروان کې پيل شوه

0
د فرانسوي ژبو هېوادونو د مشرانو غونډه نن د ارمنستان په پلازمېنه ایروان کې پيل شوه.


د فرانسې د ولسمشر ايمانوئل مکرون او کاناډا د صدراعظم جسټن ټروډو په ګډون د فرانکوفون نړيوال سازمان په دې غونډه کې د ګڼو هېوادونو سلګونو مشران او استازي ګډون کوي.


د فرانکوفون سازمان ۴۸ کاله مخکې رامنځته شو او د نړۍ د ۵۸ هېوادونو د ۲۷۴ میليونه فرانسوي ژبو چې اکثريت یې په افريقايي هېوادونو کې دي، استازیتوب کوي.


ارمنستان په ۲۰۰۴میلادي کال کې له دې سازمان سره يو ځای شو.


پنځه لکه ارمنيان په فرانسه کې ژوند کوي او د پام وړ نفوس يې په بلجيم، سويس، کاناډا او ځینو نورو فرانسوي ژبو هېوادونو کې ژوند کوي.


 














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *