Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

چارواکي: په کندز کې د ټاکنو لپاره شدید امنیتي تدابیر نیول شوي

0
د کندز پولیس د انتخاباتو د ترسره کولو په خاطر په دې ولایت کې د شدیدو امنیتي تدابېرو د نېولو خبر ورکوي.


د کندز د امنيې قوماندانۍ چارواکي وايي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولسي جرګي د انتخاباتو د ترسرکولو په هدف، د دې ولایت په کچه شدید امنیتي تدابېر نېولي، څو خلک د امن په فضا کې ټاکنیزو مرکزونو ته ولاړ شي او د خپلې خوښې کاندید ته رأیه وکاروي.


د کندز امنيه قوماندان عبدالباقي نورستاني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:


"زه د کندز قدرمن ولس ته ډاډ ورکوم چې افغان امنیتي ځواکونو د انتخاباتو د ترسره کولو په خاطر شدید امنیت نيولی او خلک کولای شي په ډاډه زړه ټاکنیزو مرکزونو ته ولاړ شي او د خپلې خوښې کاندید په ګټه رأيه وکاروي او دغه راز د انتخاباتو د ترسره کولو په خاطر د کندز د مرکز اړوند سیمو او یوشمېر ولسواليو کې زموږ تصفیوي عملیات هم جریان لري."


ښاغلی نورستاني له خلکو غواړي چې د امنیت د لاښه والي په هدف له افغان ګډو ځواکونو سره همکاري وکړي.


د معلوماتو پربنسټ، راتلونکې شنبه د میزان په ۲۸ مه د هېواد په کچه د ولسي جرګي ټاکنې ترسره کېږي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *