Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Октябрь
2018

د ارمنستان صدراعظم به نن سې شنبه له خپلې څوکۍ استعفا وکړي

0
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان به نن سې شنبه له خپلې څوکۍ استعفا وکړي.


د پاشینیان له دې حرکت سره به د ارمنستان پارلمان لغوه شي او د روان میلادي کال تر پای ته رسېدو مخکې به بیا انتخاباتو ته لار پرانیستل شي.


د پاشینیان ګوند تېره میاشت د ارمنستان په پلازمېنه کې د ښاروالۍ په انتخاباتو کې ډېرې څوکۍ وګټلې.


د ارمنستان په اوسني پارلمان کې اکثریت د پاشینیان د سیاسي مخالفانو یا اپوزېسیون په لاس کې دی.


پاشینیان له وخته مخکې انتخابات غواړي، څو د پارلمان څوکۍ له خپلو سیاسي مخالفانو خلاصې کړي.


په ارمنستان کې سږکال خلکو د مخکني صدراعظم سرژسرکسیان پرضد پاڅون وکړ او هغه یې استعفا ته مجبور کړ.


د اعتراض کوونکو مشر نیکول پاشینیان د روان کال په مې میاشت کې صدراعظم وټاکل شو.


نیکول پاشینیان نن خپل حکومت ته وویل، ارمنستان یوې نوې تاریخي مرحلې ته ننوځي او د عدم تشدد هغه بخملي انقلاب چې په څړمني کې پېل شوی و، باید بشپړ کړي.














Музыкальные новости






















СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *