Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2018

Новости за 19.05.2018

د مولانا جلال‎الدین بلخي په هوايي ډګر کې ۲ قاچقچیان نيول شوي

Pa.azadiradio.com 

د مولانا جلال‎الدین محمد بلخي په هوايي ډګر کې دوه تنه نيول شوي چې غوښتل يې هندوستان ته نشه‎يي مواد قاچاق کړي. د مولانا جلال الدین محمد بلخي د هوايي ډګر د پولیسو قوماندان خان محمد مطمئن د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې دې دوو تنو د هیروئینو ۳۶ کېپسولونه په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل يې هند ته یې قاچاق کړي چې پولیسو ونيول او تر نيولو وروسته يې عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل. د یادونې وړ ده چې په تېرو څو اوونیو کې د هوايي ډګرونو له لارې بهر ته د نشه‎يي موادو قاچاق ډېر شوی چې یوازې په... Читать дальше...

د موسی خېلو اوسیدونکو د نجونو تعلیم جبري کړ

Mashaalradio.com 

د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ اوسیدونکو په یوه قومي جرګه کې پرېکړه کړې، چې د خپلو نجونو د زړه کړو مخه به، نه نیسي او که کوم چا د دې پرېکړې مخالفت وکړ، نو پنځه زره افغانۍ به قوم ته جریمه ورکوي.

هرات کې ۳ تنه د نشه‌يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولایت کې درې تنه د نشه‎يي موادو د قاچاقو او خرڅلاو په تور ونیول شول. د هرات ولایت د امنیه قوماندان ویاند عبدالاحد ولي‎زاده د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په لومړۍ پېښه کې د اتمې حوزې پولیسو دوه تنه هغه مهال نیولي چې ۸ کیلو ګرامه چرس یې د «اوبه» ولسوالۍ له لارې د ولایت مرکز هرات ته انتقالول. له بله پلوه د هرات پولیسو د نشه‎يي موادو یو پرچون خرڅوونکی د هیروئينو له ۵۰۳ پوړیو سره یوځای نیولی چې په ښار کې یې نشه‎يي مواد خرڅول. د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ د هرات پولیسو په دوو پېښو... Читать дальше...

پاکستان کې سختدريځۍ د پښتنو کلتور څنګه اغېزمن کړ؟

Mashaalradio.com 

د ((ټولنه او سختدريځي)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست د مشال راډیو اوونيزې خپرونې ((ټولنه او سختدريځي)) په روانه برخه کې په پاکستان کې د پښتنو کلتور ته کتنه شوې ده. دا چې په دغه هېواد کې د سختدريځۍ روانې څپې د پښتنو کلتور تر کومه حده او په څه توګه اغېزمن کړی دی؟ په روانه خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی دی. دا خپرونه احمد شاه اعظمي وړاندې کوي. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

ستانکزی: د نشه‌يي توکو د قاچاق کوونکو پر خلاف ۲۲ عملیات شوي

Pa.azadiradio.com 

د کابل پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې د نشه‎یي موادو د قاچاق کوونکو او پرچون خرڅوونکو پر خلاف ۲۲ عملیاتونه کړي دي. د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د کابل پولیسو تېره اوونۍ د قاچاق کوونکو او پرچون خرڅوونکو پر وړاندې ۲۲ عملیات کړي چې په نتیجه کې یې ۲۴ کسان له ۲۲۷ ګرامه هیروئینو، ۲۷ ګرامه شیشې، ۵۰۸ ګرامو چرسو او ۴۱۳ کېلو ګرامو تریاکو سره نیولي دي. نوموړی وايي: "په تېره یوه میاشت کې مو ۸۲ کسان ونیول چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یې نشه‎يي مواد خرڅول. Читать дальше...

ستانکزی: د نشه‌يي توکو د قاچاق کوونکو پر خلاف ۲۲ عملیاتونه شوي

Pa.azadiradio.com 

د کابل پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې د نشه‎یي موادو د قاچاق کوونکو او پرچون خرڅوونکو پر خلاف ۲۲ عملیاتونه کړي دي. د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د کابل پولیسو تېره اوونۍ د قاچاق کوونکو او پرچون خرڅوونکو پر وړاندې ۲۲ عملیات کړي چې په نتیجه کې یې ۲۴ کسان له ۲۲۷ ګرامه هیروئینو،۲۷ ګرامه شیشې، ۵۰۸ ګرامو چرسو او ۴۱۳ کیلو ګرامو تریاکو سره نیولي دي. نوموړی وايي: "په تېره یوه میاشت کې مو ۸۲ کسان ونیول چې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې یې نشه‎يي مواد خرڅول. Читать дальше...



جمال شاه وايي د پښتون کلتور د ودې لپاره کار کول غواړي

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې د پاکستان نېشنل کونسل اف ارټس مشر او نومیالی هنرمند جمال شاه وايي، غواړي د پښتو ډرامو، فلمونو او کلتور ته وده ورکړي.د نوموړي په وینا، د فلمي صنعت د پرمختګ لپاره باید نوي سنیماګانې جوړې کړل شي او د فلم پروډیوسران دې هم د معیاري فلمونو جوړولو هڅه وکړي. له جمال شاه سره د مشال راډیو خبریال مرکه کړې ده.

د جوزجان پولیسو ۸۸ کېلو ګرامه نشه‌يي مواد نیولي

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان پولیسو ۸۸ کېلو ګرامه نشه‎يي مواد نیولي دي. د جوزجان ولایت امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني رسنیو ته وویل چې دوو قاچاق کوونکو غوښتل په موټر کې ۸۸ کېلو ګرامه ځای پر ځای کړي تریاک د بلخ ولایت له چاربولک ولسوالۍ څخه د جوزجان مرکز شبرغان ته قاچاق کړي چې د پولیسو له‎خوا ونیول شول. تورن کسان تر لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شول.

د جوزجان پولیسو ۸۸ کیلو ګرامه نشه‌يي مواد نیولي

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان پولیسو ۸۸ کیلو ګرامه نشه‎يي مواد نیولي دي. د جوزجان ولایت امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني رسنیو ته وویل چې دوو قاچاق کوونکو غوښتل په موټر کې ۸۸ کیلو ګرامه ځای پرځای کړي تریاک د بلخ ولایت له چاربولک ولسوالۍ څخه د جوزجان مرکز شبرغان ته قاچاق کړي چې د پولیسو له‎خوا ونیول شول. تورن کسان تر لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شول.

په بغلان کې له ۲۰۵ سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه

Pa.azadiradio.com 

په دغو مرستو کې اوړه، وریجي،خیمې،کالي او د اشپزخانې وسایل شامل دي. چارواکي وايي، دا له سیلاب ځپلو کورنیو سره د مرستو د لړۍ پیل دی او ټولو زیان منو کورینو سره به مرستې وشي. وېډیو: بشیر احمد غزالی اېدېټ: ابراهیم صافی

د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو کې د روژه ماتي لپاره تياری

Mashaalradio.com 

د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د روژې مياشتې په راتلو سره په بازارونو کې ډول ډول خوراکونه تيارېږي او پلورل کېږي. په پاکستان، افغانستان، هند، مصر، ليبيا، شام، انډونيشيا، يمن او فلسطين کې د روژه ماتي لپاره څنګه تياری کېږي؟

د عراق په پارلماني ټاکنو کې اکثریت څوکۍ د مقتدی الصدر ائتلاف ګټلي

Pa.azadiradio.com 

په عراق کې د انتخاباتو کمېسیون د وروستیو خپرو شویو پایلو له مخې، د دغه هېواد په پارلماني انتخاباتو کې د پارلمان اکثریت څوکۍ د شیعه مذهبي مشر مقتدی الصدر ائتلاف ګټلي دي.  د مې د ۱۲ مې عمومي انتخاباتو رسمي پایلې چې یوه اوونۍ وروسته یعنې نن شنبه خپرې شوې چې له مخې یې د صدراعظم حیدرالعبادي بلاک په درېیم کتار کې راغلی دی.  د هغو کاندیدانو ائتلاف چې د ایران پلوه ملېشو سره اړیکې لري، دوهم مقام خپل کړی دی.   د حکومت پر جوړېدو خبرې به ښایي څو میاشتې دوام وکړي. مقتدی الصدر نن د نتایجو تر اعلان وروسته په یوې اعلامیې کې وویل... Читать дальше...

ولسمشر پوتین له انګیلا میرکل سره لیده کاته کړي

Mashaalradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هغه هېواد په تفریحي ښار سوچي کې د جرمني له چانسلرې انګېلا مېرکل سره کتلي او ورسره يې د اوکراین په جګړه ، د ایران په اټومي لوظنامه او له روسیې جرمني ته د ګېس د پایپ لاین غځولو په منصوبه خبري کړي دي.

د حامد کرزي په هوايي ډګر کې ۷ تنه د قاچاق په تور نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې اووه تنه د قاچاقو په تور ونیول شول. له نشه‎يي موادو او مسکراتو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دې اوو تنو غوښتل په خپلو خېټو او بکسونو کې څلور کیلو ګرامه هیروئين د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر له لارې هند ته قاچاق کړي چې پولیسو ونیول. په ورته وخت کې پولیسو په کابل، جوزجان، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې د نشه‎يي موادو د قاچاقو په تور ۱۳ تنه نیولي دي چې څو کیلو ګرامه هیروئين، ۱۱۴ کیلو ګرامه تریاک، ۱۵۷کیلو ګرامه... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *