Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

Новости за 02.02.2019

ننګرهار کې نېږدې ۲۰۰ کیلو ګرامه نشه‌يي موادو نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایت پولیسو په دوو جلا جلا پېښو کې نېږدې ۲۰۰ کیلو ګرامه نشه‌يي موادو نیولي دي. په هغه خبرپاڼه کې چې د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له‌خوا رسنیو ته لېږل شوې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ پولیسو په جلال اباد ښار کې ۳۷ کیلو ګرامه چرس نیولي دي. د يادونې وړ ده چې دا چرس جلال اباد ښار ته قاچاق کېدل. په دوهمه پېښه کې پولیسو د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې یو تن له ۱۴۰کیلو ګرامه چرسو سره نیولي او تر لومړنیو څېړنو وروسته یې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي کړی دی.

رحیمي: په کابل کې د نشه‌يي موادو ۲۰ پرچون خرڅوونکي ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د نشه‌يي موادو شل تنه پرچون خرڅوونکي نیول شوي. د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل، دا شل تنه چې د کابل ښار په لسو بېلابېلو حوزو کې نیول شوي، د نشه‌يي موادو د وېشلو او خرڅولو شبکې غړي دي. د یادونې وړ ده چې په نیول شویو کې کسانو کې هغه پنځه تنه هم شامل دي چې څه موده مخکې یې د کورنیو چارو وزارت نومونه خپاره کړي او له عامو خلکو څخه یې د مرستې غوښتنه کړې وه.

په هلمند کې د نشه‌يي موادو یوه کارخانه ویجاړه شوې

Pa.azadiradio.com 

په هلمند ولایت کې د ملي امنیت او پولیسو ګډو ځواکونو د نشه‌يي موادو یوه کارخانه ویجاړه کړې ده. د ملي امنیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د ملي امنیت او پولیسو په ګډو عملیاتو کې د نشه‌يي موادو د جوړولو یوه کارخانه ویجاړه کړې چې د طالبانو په سرې قطعې پورې يې اړه درلوده. د نشه‌يي موادو د جوړولو له دې کارخانې څخه ۵۰۰ کیلو ګرامه مورفین او ۴۱۱ لېټره کېمیاوي مواد تر نیولو وروسته همالته ځای پر ځای وسوځول شول.

د نیمروز پولیسو څو کیلو ګرامه نشه‌يي مواد او د نشې ګولۍ نیولي

Pa.azadiradio.com 

د نیمروز ولایت پولیسو څو کیلو ګرامه نشه‌يي مواد او د نشې ګولۍ نیولي دي. د نیمروز ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ولایت پولیسو ۱۸کیلو ګرامه امفیتامین یا شیشه، اووه نیم کیلو ګرامه هیروئین او ۳۳ زره ټابلېټ (K) ګولۍ نیولي دي. دا نشه‌يي مواد په یوه بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې د نیمروز ولایت د ابرېشم پل له لارې یې له هېواده دباندې قاچاق کړي. یاده دې وي چې د دې پېښې په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.



مؤحد: د نشه‌يي موادو ۱۵ قضیې څېړل شوي

Pa.azadiradio.com 

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د نشه يي موادو ۱۵ قضیې څېړلي او تورن کسان یې په جزاء محکوم کړي دي. د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل، د دې مرکز ابتدائیه او استېناف محکمو په علني غونډو کې د نشه‌يي موادو ۲۱ قاچاق کوونکي په مجازاتو محکوم کړل: "هغه کسان چې په جزاء محکوم شوي دي، له دوی سره په مجموع کې ۵۰ کیلو ګرامه هیروئین، څه د پاسه ۱۷۰ کیلو ګرامه تریاک، ۳۹۸ کیلو ګرامه چرس او څه د پاسه ۱۱ کیلو ګرامه شیشه نیول شوې ده." د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم د دې مرکز... Читать дальше...

په میمنې ښار کې د کارګرو ماشومانو زیاتوالی

Pa.azadiradio.com 

دا هغه ماشومان دي چې د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې په سختو او درنو کارونو بوخت دي. دوی وایي چې ښوونځیو نه ځي او په هغو پیسو چې تر لاسه کوي یې، د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي...

د بلوچستان ډاکټرانو په سرکاري روغتونونو کې کاربندیز پای ته رسولی

Mashaalradio.com 

په بلوچستان کې ډاکټرانو احتجاج ختم کړی دی او په سرکاري روغتونونو کې یې کار پیل کړی دی. دا له هغه وروسته ده چې د بلوچستان حکومت اعلان وکړ چې په صوبه کې به د ډاکټرانو د حفاظت لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي.په دې اړه د ایوب ترین ویډیويي رپورټ وګورئ.

د کابل د ژمي په موسم کې د واورو پرسر د کابل مېشتو تفریح او د غره مزل

Pa.azadiradio.com 

ګڼ شمېر افغان نجونې او هلکان د خپلو رخصتیو په ورځ د کابل غرونو او د غرو لمنو ته ورځي. دوی وایي، په ښار کې له چاپېریالي او سیاسي فضا له ککړتیا ستړي دي او له همدې امله هڅه کوي چې په اوونۍ کې څو ځلې په غرو کې مزل وکړي. ویډیو او اېډېټ: نصرت پارسا

د ایران پر یوې نیمه پوځې اډې په برید کې یو کس وژل شوی او ۵ ټپیان شوي

Pa.azadiradio.com 

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې په دې هېواد کې پر یوې نیمه پوځې اډې په برید کې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي. د ایران دولتي ټلویزیون د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د دې هېواد په جنوب ختیځ کې پراته نیک شهر کې د بسیج د نیمه پوځي ملېشې پر اډې برید سهار د بیرغ پورته کولو پر مهال شوی دی. د سیمې د والي ویاند محمد هادي ماراشي د ایرنا خبري اژانس ته ویلي، شپږ واړه قربانیان د بسیج ملېشې غړي وو. تر اوسه د دې برید په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي او چا یې مسؤلیت هم پر غاړه نه دی اخیستی. بسیج... Читать дальше...

ساینسپوهان: ښايي چې یوه اسماني ډبره پرون په کیوبا ټاپو کې لګېدلي وي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د هواپېژندنې اداره او کیوبايي ساینسپوهان وايي، ښايي چې یوه اسماني ډبره د جمعې په ورځ د کیوبا په یو لوېدیځ ټاپو کې لګېدلي وي. د فلوریډا ایالت په کې ویسټ سیمه کې د امریکا د هوا پېژندنې د ادارې دفتر ویلي، ښايي رادارونو دا پېښه ثبت کړي وي. د کیوبا دولتي رسنیو ددې هېواد په لوېدیځ کې د سېلانیانو اوځايي اوسېدونکو له خولې ویلي، په اسمان کې یې یوه وړانګه لیدلې او ورپسې یوه چاودنه هم اورېدل شوې ده. د ساینسپوهانو په باور، په غالب ګومان دا یوه اسماني ډبره وه چې دغلته په یوه ټاپو کې لګېدلې ده.... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *