Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2019

Новости за 07.04.2019

د افغانستان نجونه هم د نوي ورزش ډګر ته داخلې شوې

Mashaalradio.com 

د وزن پورته کول په افغانستان کې معمولاً د نارینه وو کار دی، خو د مس رېسلېنګ په نوم د لوبو په پیل سره ښځې هم دغو سیالیو ته ورګډې شوې دي. زموږ همکاره د دې سیالیو د تمرین پرانیستې ته ورغلې او دا ویډیويي رپورټ یې جوړ کړی چې نصرت پارسا اېډېټ کړی.

یوه نوي ورزش په افغانستان کې د نارینه وو د وزن پورته کولو طلسم مات کړ!

Pa.azadiradio.com 

د وزن پورته کول په افغانستان کې معمولاً د نارینه وو کار دی، خو د مس ریسټلېنګ په نوم د لوبو په پیل سره ښځې هم دغو سیالیو ته ورګډې شوې دي. د ازادي راډیو خبریاله د دغو سیالیو پرانیستې ته ورغلې او دا راپور یې چمتو کړی. ویډیو او اېډېټ: نصرت پارسا

د سنځاوۍ پرلت پای ته ورسېد

Mashaalradio.com 

د اپرېل پر اوومه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاستوال او د مذاکراتي کمېټۍ غړي سردار حبیب الرحمان دومړ او د حکومتي مذاکراتي ډلې یوه غړي اصغر خان اڅکزي

لیکوالې او شاعرې روشن کلیم سره د مشال مرکه

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو په مشال مرکه کې روشن کلیم سرهندي مېلمنه وه. نوموړې لیکواله او شاعره ده. نوموړې د ملاکنډ د تاڼې سیمې سره تعلق لري او وايي چې مشران یې لسګونه کلونه پخوا د هندوستان له سرهنده پښتونخوا ته تللی دي.

داودزی: روانه اوونۍ د سولې د مرکچي هيئت د ترکيب او صلاحيت پرېکړه کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، قطر ته د سولې د تلونکي مرکچي هيئت د ترکيب او صلاحيتونو په اړه روانه اوونۍ پرېکړه کېږي. د دې شورا د دارالانشا او د سولې مشورتي لويې جرګې د دايرېدو د کمېسيون رئيس محمد عمر داودزي نن په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل: "د چهارشبنې په ورځ د سرو کرښو، قطر ته د تلونکي هيئت ترکيب، د مرکچي ټيم ترکيب او د دغه ټيم صلاحيتونه او مسؤليتونه د مسودې په توګه پېشنهاد کېږي او په همدې ورځ چې د وري ٢١مه ده، که خداى کول تصويبېږي." ښاغلي دوادزي وويل چې يو لوى پلاوى قطر ته ځي چې د سولې... Читать дальше...



په بدخشان او کندز کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان کې چارواکي وايي، وروستيو سېلابونو په ٦ ولسواليو کې ٢ تنه مړه کړي دي. د بدخشان د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې د ادارې رئيس سيد عبدالله دهقان وويل، دغو سېلابونو مالي زيانونه هم اړولي دي. دی وایي: "د کشم ولسوالۍ په سطحه شااوخوا ١٣٠ کورونه تخريب شوي، سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه، کانالونه، پلچکونه او سړکونه خراب شوي، کشم ولسوالۍ ته د تګاب لار بنده شوې، په نسى ولسوالۍ کې ٢ شهيدان لرو او په درايم ولسوالۍ کې ٥٠ کورونه تخريب شوي دي." په کندوز ولايت کې هم د سېلابونو له کبله خلکو ته د اوښتو زيانونو راپورونه ورکړل شوي دي. Читать дальше...

راپورونه: د سوريې په شمال لوېديځ کې نن لږترلږه ١٥ کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وايي، د سوريې په شمال لوېديځ کې د دولتي ځواکونو او ياغي ډلو د توپونو په ډزو نن لږ تر لږه ١٥ کسان وژل شوي دي. دې مسئلې د سيمې لپاره د اوربند هغه موافقه چې د روسيې او ترکيې په منځګړيتوب ورباندې سلا شوې وه، زيانمنه کړې ده. د سوريې د بشري حقونو يوه څارونکې ډله او د اپوزيسيون يوه پلوي ټلويزيون راپور ورکړى چې نن د حکومت له خوا د توپونو په ډزو ٧ کسان د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمه نراب کې ووژل شول. د ملکي دفاع لپاره د ژغورنې مامورانو بيا نن په ټوېټر کې ليکلي چې ٣ نور کسان د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمه سراقب کې وژل شوي دي. Читать дальше...

کوټه کې د درملو د بیو لوړېدو خلاف مظاهره شوې

Mashaalradio.com 

په کوټه کې د درمل خرڅوونکیو د ټولنې مرستیال مشر لیاقت علي په دې اړه مشال راډیو ته وویل،د ژوند ژغوروونکي ضروري درمل له حده زیات ګران شوي، د غریبانو وسه نه کېږي چې وایې خلي. خلک در په در شول، د علاج وس یې نشته.

امریکا ته د ایران د پارلمان د غړو خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

په ايران کې د پارلمان وکيلان وايي، که واشنګټن سپاه پاسداران انقلاب ځواک د ترورېستي سازمانونو په لېست کې شامل کړي، ايران به متقابل اقدام وکړي. د ايرنا دولتي خبري اژانس د ننني راپور په حواله، د ايران د پارلمان د ٢٩٠ غړو له ډلې ٢٥٥ يې په يوې لاسليک کړې اعلاميې کې وويل: "د سپاه پاسداران انقلاب پرضد که هر اقدام کېږي، موږ به يې په متقابل عمل ځواب وايوو." تر دې مخکې امريکايي رسنيو راپور ورکړى و چې واشنګټن به ډېر ژر د ايران سپاه پاسداران انقلاب ځواک د بهرنيو ترورېستي سازمانونو په لېست کې شامل کړي.... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *