Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2019

Новости за 05.12.2019

دوژل شوي تتسو ناکامورا یاد

Pa.azadiradio.com 

ناکامورا هغه جاپانۍ ډاکټر چې تېره ورځ په جلال اباد ښار کې نا معلومو وسله والو وواژه نن په کابل کې د مدني ټولنو یوشمېر استازيو او کابل ښاریانو د نوموړي په یاد شمعې بلې کړې لېمه هادي دغو مراسمو ته ورغلې وه او دغه راپور یې پرې چمتو کړي

پاني پت د یوه مورخ له نظره

Pa.azadiradio.com 

پاني پت هندي فلم د جمعې له ورځې په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې کېږي. دا فلم پاني پت د اتلسمې پېړۍ مشهوره جګړه تصویروي. سلطانمحمدسرور په دې اړه د امریکا د ملي دفاعي پوهنتون له استاد علي احمدجلالي سره مرکه کړې. ښاغلی جلالي په دې مرکه کې د پاني پت په جګړه کې د تاریخي پېښو په اړه معلومات ورکوي.

د نړۍ مهم خبرونه له ازادي ستوډیو

Pa.azadiradio.com 

زلمی خلیلزاد د بین الافغاني خبرو او د تاوتریخوالي د کمښت لپاره د هڅو د ملاتړ پخاطر کابل او دوحې ته سفر پیل کړی. په فرانسه کې میلیونونه دولتي کارکوونکو اعتصاب پيل کړی. هندۍ اداکاره عالیه بټ د رواني روغتیا د پوهاوي دلوړولوپه هڅه کې ده. ازادي ستوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

خېبر پښتونخوا کې کرنیزې ځمکې په کمېدو دی: ماهرین

Mashaalradio.com 

د سېمبر پر پنځمه په ټوله نړۍ کې د خاورې نړیواله ورځ لمانځل کېږي. د ماهرینو په وینا، د هوا بدلون او د ځمکې تودوالې له کبله به په راتلونکې ۲۰ کالو کې د خېبر پښتونخوا یو شمېر ځمکو پیداوار ختم شي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي رپورټ وګورئ.

د ځوان سندرغاړي زبیر نواز نوې سندرې

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو په ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونه کې سندرغاړی زبير نواز مېلمه دی. ده د امريکا د خپل سفر او د خپلو نويو سندرو په اړه معلومات راکوي. نواز خوښ دی چې دی او نور ځوان ملګري سندرغاړي يې د ښو او زياتو معياري سندرو جوړولو هڅې کوي.



په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو ستونزې حلوو: فدايي

Mashaalradio.com 

د افغانستا په خوست ولایت کې د دسېمبر پر څلورمه سلګونه وزیرستاني کډوال د ګلان کېمپ په میداني کې راغونډ شوي ول او د یوې سترې ناستې په ترڅ کې يې له افغان حکومت، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمشینری، نړیوال خوراکي سازمان او نورو بسټونو وغوښتل، چې له دوی سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. په دې اړه د نجیب الله الوخېل ویډیويي رپورټ وګورئ.

د امریکا یوه پوځي اډه کې یوه سرتېري دوه ملکي کارکوونکي ووژل

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په هاوایي ایالت کې د امریکا پلي سمندري ځواکونو یوه اډه پرون وروسته له هغې محاصره او په موقت ډول وتړل شوه چې یوه سرتیري په ډزو د امریکا د دفاع وزارت دوه تنه ملکي کارکونکي ووژل او یو یې ټپي کړ. د دغه پوځي چې په پیرل هاربور اډه کې یې دغه درې تنه په ډزوویشتي او وروسته یې خپل ځان په ډزو وژلی، هویت اوانګیزه په ډاګه شوي نه دي. د دې پوځي اډې قومندان رابرټ چادویک په یوه خبري کنفرانس د دوو تنو وژل کېدل تایید کړل او د ټپي شوي په اړه یې ویل چې هغه په روغتون کې دی او روغتیایي وضعیت یې ثابت دی. ... Читать дальше...

درېیو اروپايي قدرتونو د ایران توغندويي پروګرام په اړه اندېښنه ښوولې

Pa.azadiradio.com 

فرانسې، جرمني او بریتانیا د ملګروملتونو سرمنشي ته اندیښنه څرګنده کړې چې ایران د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو ته چې د اټومي سروکو د لیږدولو قابلیت لري او هغه د دې سازمان د امنیت شورا له پرېکړه لیک څخه سرغړونه ده، پراختیا ورکړې ده.

د ناټو نهه ویشتو غړو هېوادونو د ګډې دفاع ژمنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

دا ژمنه د ناټو د اویایمې کلیزې په ویاړ په لندن کې د دې تړون د سرمشریزې د پای په اعلامیه کې شوې ده. پرون تر غونډې وروسته په خپرې شوې اعلامیې کې راغلې چې غړي هېوادونه د اروپا او د امریکا د شمال ترمنځ خپلو اړیکو ته ادامه ورکوي. په دې اعلامیه کې همداراز غړو هېوادو د تړون پر پخوانۍ پنځمه ماده ټینګار کړی چې پکې ویل شوي، د ناټو پر یوه غړي برید دا معنی لري چې د دې تړون پر ټولو غړو برید شوی دی. د ناټو د سرمشریزې د پای په اعلامیه کې دا ټکی زیات شوی چې دې ته اړتیا شته چې هغو فرصتونو او ګواښونو ته پاملرنه... Читать дальше...

جلال اباد کې ویرجنو د ناکامورا په یاد شمعې بلې کړې

Pa.azadiradio.com 

د جلال اباد په ښار کې تېره شپه یوشمېر مدني فعالانو د جاپانۍ موسسې (پي ایم ایس) د مشر تیستو ناکامورا په یاد شمعې بلې کړې. ویرجنو د هغه تر عکس لاندې ولیکل، "تا لکه یو افغان ژوند وکړ او لکه یو افغان ووژل شوې، وبخښه موږ ستا حمایت ونه کړ، جاپانه وبخښه." د ویر په دې محفل کې د علي شاداب په نوم یو مدني فعال وویل: "سخت زیات خواشیني شوي یوو، سخت پرې ودردیدو، ناکامورا زموږ ویاړ و د کونړ پر سیند یې بندونه جوړ کړي وو. پلان یې دا و چې دلته د برق یو بند جوړ کړي خو د دې هېواد د ابادۍ دښمنانو دی پرېنښود." د... Читать дальше...

ناټو د افغانستان د سولې خبرو بیا پیلېدو هرکلی کوي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په لندن کې د دې تړون د سرمشریزې په پای کې پرون وویل چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ په دغه هېواد کې سولې ته د رسېدو غوره لار ده. ښاغلي سټولټنبرګ وویل: "موږ ژمن یوو چې د افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکړو. ځکه چې موږ په دې ژور باور لرو چې د افغان ځواکونو روزل، هغوی ته سلامشوره ورکول او مرسته کول د سولې د هڅو تر ټولو ښه لار ده، ترڅو طالبان پوه شي چې د جګړې په ډګر کې به کله هم بریالي نه شي. هغوی باید د خبرو میز ته کښیني او نویو موافقو ته مخه کړي." تمه ده... Читать дальше...

پر چینايي چارواکو بندیزونه؛ پیکنګ د امریکا سفارت شارژدافیر احضار کړ

Pa.azadiradio.com 

چین پرون په پیکنګ کې د امریکا متحده ایالتونو د سفارت شارژدافیر ویلیم کلین احضار کړ او د هغې لایحې پرضد یې اعتراض وکړ چې د امریکا کانګرس یوه ورځ مخکې تر دې تصویب کړه. کانګرس د سې شنبې په ورځ د ۴۰۷ موافقو او یوې مخالفې رایي سره د چین پر یوشمېر چارواکو د بندیزونو لایحه تصویب کړه او ولسمشر ډونالد ټرمپ ته یې د توشیح لپاره واستوله. واشنګتن پر چین تور پورې کړی دی چې په خپله خاوره کې له اویغور مسلمانانو سره زیاتی کوي او د هغوی بشري حقونه تر پښو لاندې کوي. د چین حکومت د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې د... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *