د موټرچلوونکو اعتصاب؛ د کابل – هرات پر لویه لاره د ځینو امنیتي پوستو لرې کول پیل شول
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل – هرات پر لویه لاره د غیرموثرو او په فساد تورنو امنیتي پوستو د لرې کولو بهیر پیل کړل . د لویو موټرو چلوونکو او سوداګرو تېره اوونۍ پر دغې لارې د ځینو پوستو له اخاذۍ اوځورونۍ د شکایت لپاره اعتصاب وکړ. د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشال سادات پرون (جنورۍ لسمه) له هراته ازادي راډیو ته وویل چې له اعتصاب کونکو سره غږېدلی او د لارې د پاکولو ډاډ یې ورکړی دی. ښاغلي سادات وویل: "هغه پوستې چې د کابل – هرات پر لار په اخاذۍ تورنې وې، په نښه شوي دي. د تصفیې کار یې له فراه پیل شو. Читать дальше...