Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Январь
2020

Новости за 24.01.2020

غني: پاکستان کې د حقاني شبکې له شتونه انکار بې ګټې دی

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر اشرف غني د پاکستان د صدراعظم عمران خان هغه وینا رد کړه چې وايي، حقاني شبکه په پاکستان کې فعاله نه ده. د پاکستان صدراعظم د چارشنبې په ورځ د سویس په داووس ښار کې په نړیواله اقتصادي غونډه کې خبریالانو ته وویل حقاني شبکه چې متحدایالاتو یې نوم د تروریستي ډلو په فهرست کې شامل کړی په پاکستان کې مرکزونه نه لري او فعالیت نه کوي. افغان ولسمشر پرون په داوس کې له خبریالانو سره په خبرو کې د عمران څرګندونو ته اشاره وکړه او ویې پوښتل آیا تاسو د هغه پر خبرو باور وکړ؟ ښاغلي غني وویل دا ادعا دې ته ورته... Читать дальше...

چارواکي: د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې پوځي عملیات پیل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار چارواکي د دې ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکوي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي آزادۍ راډیو ته وویل چې د ګډو ځواکونو د جګړه ییزو، تصفیوي عملیاتو دوهم پړاو پرون پنجشنبې پیل شو چې په ترڅ کې یې پنځه ماینونه کشف او شنډ شول. ښاغلي خوږیاڼي زیاته کړه چې دا عملیات به له مخالفینو د دې سیمې د بشپړې تصفیې تر وخته دوام وکړي. هغه زیاته کړه: "د ننګرهار ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د ملي اردو  د ځواکونو په مشرۍ د ګډو کورنیو ځواکونو له لوري دوهمه برخه عملیات پیل شول،... Читать дальше...

نن د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله له کاناډا سره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله د ۱۹ کلنو د نړیوال جام په لړۍ کې نن د کاناډا د لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي. دا لوبه د کابل په وخت د غرمې په دولس نیمو بجو پیلېږي. افغانستان د چارشنبې په ورځ د جنوري په ۲۲په جنوبي افریقا کې د نړیوال جام په دوهمه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته په ستر توپیر ماتې ورکړه او د خپل ګروپ د جدول سر ته راغی. په دې لوبه کې د افغانستان لوبډله په داسې حال کې چې شپږ غړي یې سوځېدلي وو، سیالې لوبډلې ته په ۵۰ اوورونو کې د ۲۶۶ منډو هدف وټاکه خو د اماراتو ټول لوبغاړي... Читать дальше...

چین کې نوی ویروس او د خپراوي د مخنیوي هڅې

Pa.azadiradio.com 

په چین کې د یوه نوي ویروس د خپراوي د مخنیوي لپاره د هڅو په ترڅ کې د مرکزي ولایت هوبای په ټولو ښارونو کې نور اقدامات ترلاس لاندې نیول شوي دي. په دې ویروس تراوسه ۶۰۰ کسان اخته شوي او اتلس کسان مړه شوي دي. د هوبای په مرکز ووهان Wuhan کې چې یوولس میلیونه نفوس لري پرون د ترانسپورتي وسایلو فعالیت وځنډېد او په پلازمېنه پېکېنګ کې د نوي چیني کال د پيلېدو په مناسبت پراخ مراسم لغو شوي دي. دا ویروس چې د کورونا په نوم یادېږي لومړی ځل په ووهان ښار کې کشف شو. په دې ښار کې چارواکو ماسک اغوستل جبري کړي او... Читать дальше...

له تاجکستانه د خبریالانو پر وړاندې د محدویتونو د لرې کولو غوښتنه شوې

Pa.azadiradio.com 

د رسنیو په چارو کې په اروپا کې د امنیت او همکارۍ د سازمان استازي هارلم دیسیر د تاجکستان پر حکومت غږ کړی چې د ازادې اروپا، آزادۍ راډیو د خبریالانو ټول ټیم ته د کار جوازونه ورکړي. نوموړي پرون پنجشنبې پر ټویټر په یوه بیان کې دا غوښتنه وکړه او ویې چې خبریالانو ته باید له محدودیتونو پرته د آزاد کار اجازه ورکړل شي. دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د آزادۍ راډیو ۱۸ خبریالانو او کارکوونکو ته د یوکلن جواز له ورکولو ډډه کړې. د بهرنیوچارو وزارت د تېرکال له نوامبر میاشتې... Читать дальше...

د سربیا پارلمان مخې ته یو کس ځان وژنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د سربیا چارواکي وايي چې یو سړي د پلازمېنې بلګراد په مرکز کې د پارلمان مخې ته په تومانچه خپل ځان وواژه. د سربیا د کورنیو چارو وزارت پرون د جنوري په ۲۳ نېټه وویل، دا سړی چې شاوخوا پنځوس کلن و، په خپله خوله کې د مرمۍ ډز وکړ او ځای پرځای يې سا ورکړه. د پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي. له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې دا دوهم ځل دی چې داسې پېښه کېږي. په هغه کال د کورنیو چارو پخواني وزیر ولایکو ستوییلیوکوویچ وروسته له هغه پرځان ډزې وکړې چې د پارلمان غړو هغه قانون تصویب کړ چې له مخې یې په په جنګي... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *