چین کې د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي لپاره ۱۳ ښارونه قرنطین شول
په چین کې چارواکو د کرونا په نوم د وژونکي ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ۱۳ ښارونه قرنطین کړي چې په ټوله کې ۴۱ میلیونه انسانان په کې استوګن دي. په چین کې په دې وېروس د اخته کسانو شمېر پرون، د جنورۍ په ۲۴مه، ۸۳۰ وګڼل شو. د رپوټونو پر اساس، ۱۷۷ کسان په سخت حالت کې دي. تر ۱۰۰۰ زیات وګړي تر دې شک لاندې دي چې په دې وېروس به اخته وي. په چین کې تر پرونه له دې امله ۲۶ کسان مړه شوي دي. دا وژونکی ویروس اروپا ته هم د خپرېدو په حال کې ګڼل کېږي او په فرانسه کې یې دوه مثبتې پېښې لیدل شوې دي. دچین په پلازمېنه... Читать дальше...