مالیې وزارت: د قرنطین پرمهال پر دوکاندارانو د مالیې کمولو پر طرحه کار کوو
د افغانستان د مالیې وزارت په یوې داسې طرحې کار کوي چې له مخې یې د قرنطین پرمهال پر دوکاندارانو مالیه کمه شي. د دغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دا مهال په دې طرحې باندې کار روان دی. هغه زیاتوي: "د افغانستان د مالیې وزارت له لوري یوه کميټه ګمارل شوې څو د کرونا ویروس له امله چې کوم اضطراري حالت چې رامنځ ته شوی او ښار قرنطین شوی دی په دوکاندارانو هم مالیه کمه شي." نوموړي وویل، چې دا به له دوکاندارانو سره له اقتصادي پلوه د پام وړ مرسته وکړي. دا په داسې حال کې ده چې سر... Читать дальше...