Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2020

Новости за 10.04.2020

نړۍ کې په کرونا ویروس د مړو شمېر له ۹۵ زرو واوښت

Pa.azadiradio.com 

په ټوله نړۍ کې په 'کووید-۱۹' د مړو کسانو شمېره تېره شپه له ۹۵ زرو واوښته. ایټالیا لاهم د دې ناروغۍ له کبله د مړو تر ټولو لوړه شمېره لري چې ۱۸۲۷۹ ته رسېږي، خو تېره شپه په متحده ایالاتو کې هم له دې کبله د مړو شمېره ۱۶۴۴۴ ته لوړه شوه. متحده ایالات په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو تر ټولو لوړه شمېره لري چې د تېرې شپې تر ناوخته پورې ۴۶۲۱۸۰ کسانو ته ورسېده. له امریکا وروسته اسپانیا ده چې د مثبتو پېښو شمېر یې ۱۵۲۴۴۶ او د مړو شمېر یې ۱۵۲۳۸ ته رسېږي او له اسپانیا وروسته فرانسه او جرمني دي چې د... Читать дальше...

د لوګر پولیس: ۱۳ وسله‌وال طالبان ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د لوګر امنیتي چارواکي وايي چې ۱۳ طالب وسله‌وال د دې ولایت په مرکز پل علم کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې مړه او ټپیان شوي دي. د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه‌پور احمدزي تېر ماښام ازادي راډیو ته په دې اړه نور جزئیات ورکړل: "د لوګر ولایت د مرکز اړوندو سیمو پادخواب شانه، سرسنګ، الیاس کلا، منګوخېل او دوشنبې سیمو کې د دې عملیاتو پر مهال اووه تنه طالب جنګیالي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي." طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

شاهین قول اردو: د جوزجان خماب ولسوالۍ کې مو پرمختګ کړی

Pa.azadiradio.com 

شاهین قول اردو د جوزجان ولایت خماب ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد جګړه کې د افغان ځواکونو د پرمختګ خبر ورکوي. د شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونه پرون پنجشنبه «۱۳۹۹ کال د وري ۲۱» د طالبانو د حملو له شنډولو وروسته د خماب ولسوالۍ د مرکز پر لور پر مخ ولاړل. ښاغلی رضايي زیاتوي: "دښمن زموږ پر وړاندې مقاومت ونه‌شوی کولای او بالاخره افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې په خماب ولسوالۍ کې د طالبانو د اصلي ځالو پر لور پر مخ ولاړ شي." د ښاغلي رضايي په وینا د دې جګړې پر مهال دواړو خواوو ته زیان نه‌دی اوښتی. Читать дальше...

ایران یوه بریتانوۍ په مؤقته توګه له زندان خوشې کړه

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې نړیوال سازمان امنسټي انټرنشنل وايي د ایران حکومت د بریتانیا اوسېدونکې ارس امیري (Aras Amiri) چې په دې هېواد کې بندي وه، په موقتي ډول له زندانه خوشې کړې ده. د بخښنې په نړیوال سازمان کې د بریتانیا د څانګې مشر دارین نایر په یوه بیان کې چې پرون د اپرېل په نهمه پر ټویټر خپور شو ویلي، پېغله امیري چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې له یوې بلې مېرمنې نازنین زاغري راتکلف سره یوځای د تهران په ایوین زندان کې بندي وه، په موقت ډول له زندانه رخصت شوې ده. ښاغلی نایر زیاتوي ایراني چارواکي باید ارس امیري ته اجازه ورکړي چې لندن ته ولاړه شي. Читать дальше...

پاکستان ولې له افغان حکومت اسلم فاروقي غواړي؟

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وايي، په اسلام‌اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل د وري په ۲۱مه نېټه دې وزارت ته وغوښتل شو او ورته وویل شول چې فاروقي په پاکستان کې په ډېرو ترورېستي حملو کې لاس درلود.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *