Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июль
2020

Новости за 11.07.2020

کندهار کې د کب روزنې ستر فارم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د کب روزنې یو ستر فارم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه فارم د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا د دامان ولسوالۍ د انارباغ قلعه چې په سیمه کې جوړ شو. د ښاغلي رستمي په خبره، دغه فارم په ۴۲ جریبه ځمکه کې د ۶.۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوې دی. یاد فارم په هېواد کې د کب روزنې تر ټولو لوی فارم دی، چې د کبانو د دوه میلیونه بچیو د پالنې وړتیا لري. کندهار له هغو ولایتونو دی، چې د کب روزنې ډېر فارمونه لري. Читать дальше...

نړیوال بانک افغانستان سره ۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه

Pa.azadiradio.com 

نړېوال بانک له افغانستان حکومت سره ۲۰۰ میلیونه ډالره بلا عوضه مرسته وکړه. د مالیې وزارت ویاند شمعروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه مرسته کرونا ویروس سره د ټولنیزې او اقتصادي مبارزې په هدف شوي ده. نوموړي وویل، چې په دغو ٢٠٠ میلیونه ډالره مرسته کې ١٠٠ میلیونه ډالره یې د امریکا د نړیوال پراختیایي ادارې تر څارنې لاندې مصرفېږي. د مالیې وزارت وایي، افغان حکومت به دغه مرستې د پالیسیو د پیاوړتیا، د اقتصادي وضعیت د ښه والي، روغتیایي خدمتونو او یو شمېر نورو برخو کې ولګوي.

له کورونا وایرسه ځان ساتنه د پلاسټیک پر ځای له طبیعي توکو هم کېدای شي

Mashaalradio.com 

د نوي کورونا وايرس د ناروغۍ یعنې کووېډ-۱۹ تر خپرېدو وروسته له پلاسټيک څخه جوړ توکو چاپيريال او سمندري ژويو ته ډېر زيان اړولی دی. په برتانيا کې د چاپيريال ساتنې ځېنو فعالانو له کورونا وايرسه د ځان ژغورنې لپاره د پلاسټيک پر ځای له لرګي او رخت يا ټوکر څخه جوړو شيانو ته مخه کړې ده. احمد شاه اعظمي د اسوشيېټيډ پرېس اژانس ويډيويي راپور وړاندې کوي.

هېواد: په پردۍ جګړه کې د افغانانو ستره بيه!

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې په برخه کې د نړیوالې اجماع رامنځته کولو لپاره په کابل کې وروستیو ناستو او د قرنطین په ورځو کې د وچې ډوډۍ ملي پروګرام کې د میلیونونو افغانیو د حیف او میل کېدو په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

روغتیا نړیوال سازمان ټوله نړۍ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ نوي موارد ثبت کړي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان پرون د جولای په لسمه یو ځل بیا په ټوله نړۍ کې په بېساري شمېر د کوویډ۱۹ ناروغۍ د نویو مواردو راپور ورکړ. دغه سازمان وايي، تر ټولو زیاتې پېښې د امریکا په وچه، هندوستان او جنوبي افریقا کې ثبت شوي. د دې سازمان مشر ټیدروس اډهانوم ګیبرییسوس پرون جمعه وویل چې هېوادونه په قاطع اقداماتو د دې وبا مخه نیولی شي. هغه زیاتوي: "موږ ښو مشرانو، د ټولنې ګډون او یووالي ته اړتیا لرو، یوازې قاطع اقدام چې ملي یووالی او نړیواله خواخوږي ورسره وي، د دې وبا مخنیوی کولای شي." ښاغلي ګیبرییسوس... Читать дальше...

اردوغان "هایا صوفیه موزیم" په جومات بدل کړ

Pa.azadiradio.com 

د استانبول هایا صوفیه موزیم چې د نړۍ د نامتو تاریخي ودانیو له ډلې دی، په جومات بدل شو. ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون جمعه د جولای په لسمه نېټه دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې د ترکیې سترې محکمې له هایا صوفیې څخه د موزیم حیثیت واخیست. ښاغلي اردوغان ملت ته په وینا کې وویل چې په دې جومات کې د جمعې لومړی لمونځ به دوه اوونۍ وروسته د جولای په ۲۴ مه نېټه وشي. د فعالانو یوې ټولنې چې ډېره مشهوره نه ده دا قضیه محکمې ته وړاندې کړه. دا ټولنه وايي وروسته له دې چې عثماني امپراتور دوهم سلطان محمد په ۱۴۵۳ میلادي... Читать дальше...



چارواکي: زابل او ارزګان کې چاودنو ۷ تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

په زابل او ارزګان ​کې په یوه ورځ د توغندي او هاوان د چاودنو په دوو جلا پېښو کې اوه تنه ماشومان مړه او ټپیان شول. لومړۍ پېښه پرون جمعه د زابل د مرکز کلات ښار په ځوځګرې سیمه کې وشوه چې درې ماشومان پکې مړه شول. د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال په دې اړه آزادۍ راډیو ته وویل:"دښمن د مرکز کلات په ځوځګرې، سیمه کې د راکټ یوه مرمۍ چارج کړې وه څو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوړي، خو مرمۍ ماشومانو ته په لاس ورغلې او پرې چاودېدلې ده، په پېښه کې درې ماشومان په شهادت رسېدلي او دوه نور ټپیان دي." ښاغلي... Читать дальше...

غوڅ ملاتړ ماموریت: د افغان هوايي ځواک یوه الوتکه نسکوره شوې

Pa.azadiradio.com 

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت تاییدوي چې د افغان هوايي ځواک یوه الوتکه په افغانستان کې نسکوره شوې ده خو چا ته په کې زیان نه دی اوښتی. په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندانۍ پرون جمعه په یو بیان کې چې د ایمیل په وسیله یې آزادۍ راډیو ته واستاوه ویلي چې د افغان هوايي ځواک یوه اې ۲۹ سوپرتوکانو الوتکه چې امریکايی پیلوټ چلوله، د تمریناتي الوتنې پرمهال نسکوره شوه خو پیلوټ ځان ایستلی او روغ ځمکې ته راکوز شوی دی. د امریکا پوځ وايي، لومړنۍ څېړنې یې ښيي چې د الوتکې د نسکورېدو علت تخنیکي ستونزه... Читать дальше...

افغانستان کې د خپلو فعالانو خوندیتوب په اړه د بشر حقونو کمېسیون اندېښنه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په هېواد کې د بشري حقونو د فعالانو د خوندیتوب له کبله اندېښنه لري. له دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان هم ویلي و، چې په افغانستان کې د بشري حقونو ټولنه د چارواکو او وسله والو ډلو له فشار سره مخامخ ده. د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله فرهنګ پرون د چنګاښ په شلمه آزادۍ راډیو ته وویل، دا کمېسیون په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافع ډلو د خوندیتوب لپاره د هرې هڅې ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه: "موږ د بشري حقونو د فعالانو د ساتنې لپاره... Читать дальше...

نیمروز کې یوه اندازه ښیښه نیول شوې

Pa.azadiradio.com 

نيمروز ولايت ته د شلو لېټرو ښیښې د قاچاقو مخه ونيول شوه. د نيمروز د امنيه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په زرنج ښار کې عملیات وکړل چې په نتيجه کې يې (۱۸) لېټره مايع ښیښه ونيوله. دا ښیښه په يوه باروړونکي موټر کې پټه کړل شوې وه. د دې نشه يي موادو د قاچاقو په تور څوک نه دی نيول شوی.

کابل کې زرګونه نشه يي ګولۍ او تر ۱۰ کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل ښار کې زرګونه نشه يي ګولۍ او تر لسو کيلو ګرامو ډېر نور نشه يي مواد ونيول شول. د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند فرامرز فردوس د سرطان د میاشتې پر (۱۹) نېټه ازادۍ راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل ښار په څلورمه ناحيه کې دوه جلا جلا عمليات وکړل. د لومړيو عملياتو په نتيجه کې تر يوولسو کیلوګرامو ډېره ښیښه او د دوهمو عملياتو په نتيجه کې د ټابلیټ کا په نوم (۲۴۵۰) نشه يي ګولۍ ونيول شوې. د دې نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅلاو په تور دوه تنه نيول شوي او له نشه يي موادو... Читать дальше...

نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته له ۳۰ ډېر کسان معرفي شوي

Pa.azadiradio.com 

له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته تر دېرشو ډېر تورن کسان معرفي شول. د دې مرکز وياند خالد موحد ازادۍ راډيو ته وويل، (۳۶) تنه چې د امنيتي ادارو له خوا د نشه يي موادو په (۲۵) پېښو کې د لاس لرلو په تور مخکې نيول شوي، د څېړنو لپاره عدلي او قضايي مرکز ته معرفي او د دوسيو څېړل يې پيل شوي دي. د يادونې وړ ده چې تېره اوونۍ ابتداييه محکمې په خپله غونډه کې د نشه يي موادو دوه قاچاق کوونکي په پنځو کالو بند او د دې تر څنګ د استيناف محکمې هم شپږ تنه له څلورو کالو څخه نيولې بيا تر پنځو کالو پورې په تنفيذي بند باندې محکوم کړل.

ننګرهار کې پولیسو لسګونه کیلوګرامه کېمیاوي مواد نیولي

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار ولايت کې له نشه يي موادو سره ځانګړو پولیسو د عملياتو په نتيجه کې لسګونه کيلوګرامه کېمياوي مواد ونيول شول. د کورنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت وياند اسدالله يادګاري ازادۍ راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کې عمليات وکړل چې د امونيم کلورايډ په نوم (۵۰) بوجۍ کېمياوي مواد يې ونيول. دا کېمياوي مواد په يوه کور کې پټ ايښودل شوي او په پام کې وه چې د ننګرهار ولسواليو ته قاچاق او بيا د نشه يي موادو په جوړولو کې کار ځنې واخیستل شي. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *