Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Август
2020

Новости за 17.08.2020

کابل کې د واده په مراسمو د ځانمرګي برید د قربانیانو لومړی تلین

Pa.azadiradio.com 

د واده په مراسمو په دغه ځانمرګي برید کې چې مسئولیت يې داعش وسله والې ډلې ومانه په کې ۶۳ کسان ووژل شول او ۱۸۲ نور ټپیان شول. د یو کال په تېرېدو سره د دغه حملې د قربانیانو د کورنیو رواني حالت لا هم ښه نه دی.  نور جزئیات د لېمې هادي په راپور کې:

خوشې شوی طالب بندي نور جګړه نه کوي

Pa.azadiradio.com 

د حکومت له زندان خوشې شوی طالب بندي له جګړې ستړی او جنګ ته نه ستنېږي. مسلم یو له هغه طالب بندیانو دی چې څو ورځې وړاندې د څرخي پله له زندانه د طالبانو په پنځه زره بندیانو کې خوشې شو. دی له طالبانو غواړې چې د سولې په بین الافغاني خبرو کې له نرمښت کار واخلي. هیلۍ اسد له نورو جزئیاتو سره:



د ننګرهار هوايي ډګر د جوړېدو قرارداد د مطالعې له بشپړېدو مخکې ورکړل شوی

Pa.azadiradio.com 

یوې سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د خپل نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، له قرارداد وړاندې باید د امکان سنجۍ"فیزیبلیټي سټدي" پروسه تکمیل شوې وای، خو داسې و نه شول او لومړنۍ رغنیزې چارې پیل شوې.

یو شمېر افغانان د کونړ پر سیند د برښنا بندونونو جوړېدل غواړي 

Pa.azadiradio.com 

دا کمپاین نږدې یوه اونۍ وړاندې، فیسبوک، ټویټر او یو شمېر نورو ټولینزو رسنیو کې د (د کونړ پر سیند د برښنا بندونه جوړېدل غواړو) له هشتګ سره پيل شو چې تر دې دمه یې د چارواکو تر څنګ د زرګونو عامو وګړو ملاتړ ترلاسه کړی دی.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *