Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

Новости за 07.09.2020

ننګرهار کې د هاوان د لګېدو له امله یوه ښځه او ۵ ماشومان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د هاوان د لګېدو له امله یوه ښځه او ۵ ماشومان وژل شوي دي. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې دغه هاوان پرون یکشنبه پر یوه کور لګېدلی دی. هغه زیاته کړه: "په دې پېښه کې ۵ ماشومان او یوه مېرمن شهیدان شوي دي، څلور نور ماشومان ټپیان دي چې عمرونه‌یې د ۲ او ۱۰ کلونو ترمنځ دي." ښاغلی خوګیاڼی وایي معلومه نه‌ده، دغه هاوان د چا له‌خوا توغول شوی، خو د پېښې په وخت کې په سیمه کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ وسله‌واله شخړه روانه وه. وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د ننګرهار والي له خلکو د اوبو مهارولو کې همکاري وغوښته

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار والي له ولسونو د اوبو په مهارولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. ضیاالحق امرخېل چې پرون یکشنبه د اوبو د مدیریت په اړه یوې غونډې ته خبرې کولې، له ولسونو د همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه زیاته کړه: "که تاسو یو چیک ډيم په یوه ښه معیاري بڼه جوړ کړئ، هره ورځ به مو ځمکه خړوبېږي او هم به مو د اوبو زېرمه غني کېږي. دا مو پانګه او پیسې دي. د سېلابونو او اوبو په مخکې ابادي جوړول او په غیر معیاري ډول د غیر پلاني ساحو لاندې کول مو له جدي مشکل سره مخامخوي."د حکومتي سرچینو په حواله، په افغانستان کې هر کال ۷۵ میلیارد... Читать дальше...

امرالله صالح: کرام دې ځان محکمه کې بې‌‌ګناه ثابت کړي، نه خپل کلي کې

Pa.azadiradio.com 

د جمهوري ریاست لومړی مرستیال وايي، د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر کرام‌الدین کریم دې ځان په محکمه کې بې‌ګناه ثابت کړي، نه په خپل کلي کې. امر‌الله صالح تېره شپه د طلوع نیوز جوړ شوي بحث ته وویل، دی هېڅکله د دې پلوي نه‌کوي چې ښاغلي کریم ته له قانونه د تېښتې لار برابره شي. ده زیاته کړه: "دوسیه ډېره شرموونکې ده. اوس ښاغلی کرام وايي چې دا درواغ دي. زه نه‌شم کولای چې ستا په کلي کې دا درواغ ثابت کړم، خو راشه د محکمې د میلې شا ته ودرېږه او دا تورونه درواغ ثابت کړه. په هغه بڼه چې موږ لاړو د ده... Читать дальше...

"د نرواکۍ پر ضد مبارزه؛ او له طالبانو بده وېره"

Pa.azadiradio.com 

داسې وخت چې په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت د مرکچیانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو پیل تر بل هر وخت رانژدې شوی، د نړۍ یو شمېر مشهورو ورځپاڼو د هغو افغان ښځو پر اندېښنو لیکلنې خپرې کړې چې په افغانستان کې په ډېر زیار ترلاسه کړو خپلو بریاوو ته لري. نیویارک ټایمز: د " نرواکۍ پر ضد مبارزه ، او له طالبانو بده وېره " دا د نیویارک ټایمز مجلې د یوې تازه لیکنې سرلیک دی. د لیکنې لیکوال وايي، د هغو افغان ښځو یو نوی نسل چې د کار کولو روحیې سره رالوی شوی وېره لري چې که د خبرو په ترڅ کې طالبان بېرته راستانه... Читать дальше...

جرمني کې یوه کورني سپي خپل خاوند له مرګه ژغورلی

Pa.azadiradio.com 

د جرمني په فریډنبرګ ښارګوټي کې یو کورني سپي خپل خاوند له مرګ څخه وژغوره خو خپله د اور د لمبو خوراک شو. پولیسو پرون یکشنبه د دې قضیې په اړه وویل، د کور پر خاوند تر پخلي وروسته خوب غلبه وکړه، خو د بې احتیاطۍ له کبله په کور کې اور بل شو. د شپې یوه بجه وه، سپي د وضعیت په کتلو په غپا خپل ۴۴ کلن خاوند له خوبه راویښ کړ. کله چې سړي دا حالت ولید، ځان یې د کور له کړکۍ لاندې واچاوه، خو وفاداره سپی په کور کې دننه د اور د لمبو خوراک شو. د جرمني خبري اژانس په حواله، دغه کس په روغتون کې دی او ټپونه یې ژور دي.

اروپايي ټولنه او کاناډا د تاوتریخوالی زیاتېدل د افغان سولې په زیان بولي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مأموریت او د کاناډا سفارت، په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل د سولې د پروسې په زیان وبلل. دوی په یوه ګډ بیان کې چې پرون ناوخته خپور کړی ویلي، د افغانستان شخړه له پوځي لارې نه‌شي حلېدای او د تاوتریخوالي نه‌منونکی لوړ حد، د سولې له با مفهومه پروسې او د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سره په ټکر کې دی. په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي پر زیاتولو افغان حکومت، امریکايي چارواکو او نورو سازمانونو هم انتقاد کړی دی. د افغانستان د دفاع سرپرست... Читать дальше...

صالح: د حکومت مذاکره کوونکې ډله هغه وخت دوحې ته ځي چې د طالبانو هیئت چمتو شي

Pa.azadiradio.com 

د جمهوري ریاست لومړی مرستیال وايي، د حکومت مذاکره کوونکې ډله هغه وخت دوحې ته سفر کوي چې لومړی د قطر حکومت د طالبانو د هیئت د چمتووالي ډاډ ورکړي. امرالله صالح تېره شپه له طلوع نیوز سره په خبرو کې دا هم وویل چې حکومت له تېرې جمعې قطر ته د تګ لپاره خپله ډله چمتو کړې ده. ښاغلی صالح ډاډ ورکوي چې د حکومت مذاکره کوونکې ډله هره شېبه چمتو ده د افغانانو په خپلمنځي مذاکرو کې د ګډون لپاره قطر ته لاړه شي. خو امرالله صالح برايي رابلل شوي بحث ته وویل، ستونزه د طالبانو په مذاکره کوونکې ډله کې ده چې تر اوسه دغو مذاکرو ته چمتو شوې نه‌ده. Читать дальше...

بیلاروس کې د لاریونونو پرمهال لسګونه کسان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په بیلاروس کې د لاریونونو پر مهال په لسګونو کسان نیول شوي دي. په دغه هېواد کې پرون هم له واک څخه د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د لیرې کېدو لپاره په لسګونو زره کسان په لاریونونو راووتل. د بیلاروس د پلازمېنې مینسک د پرونیو لاریونونو په ویډيويي تصویرونو کې ښکاري، چې د خلکو پراخې ډلې راوتلي، ژوندی دې وي بیلاروس او شرم دې وي شرم شعارونه ورکوي. دوی سره او سپین بیرغونه او بنرونه، چې د اپوزیسیون په سمبول بدل شوي او چارواکو بندیز ورباندې لګولی له ځانونو سره لېږدول. یوه ډله لاریون کوونکو د جمهوري ریاست... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *