Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

Новости за 08.09.2020

نن مس عینک اتلان-کابل بازان او د بند امیر ښاماران-بست ساتونکي لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د شپږیزې د لیګ په درېیمه ورځ نن څلورمه لوبه د مس عینک اتلانو او د کابل بازانو د لوبډلو ترمنځ روانه ده. پچه د کابل بازانو وګټله او مس عینک ته‌یې د بېټنګ بلنه ورکړه. مس عینک په ۲۰ اوورونو کې ۱۶۳ منډې وکړې او شپږ لوبغاړي یې وسوځېدل. نن به دوهمه لوبه د بند امیر د ښامارانو او د بست د ساتونکو د لوبډلو ترمنځ وي. په پرونیو دوو سیالیو کې د سپین غر بازانو د امو نهنګانو ته او د بست ساتونکو د کابل بازانو ته ماتې ورکړه، خو لومړۍ لوبه مس عینک د بند امیر له ښامارانو وګټله. د شپږیزې د لیګ سږ کال اووم... Читать дальше...

عبدالله عبدالله: ژر به مو مرکچي پلاوی قطر ته ولاړ شي

Pa.azadiradio.com 

د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، ډېر ژر به د دوی مرکچي پلاوی قطر ته ولاړ شي. عبدالله عبدالله چې نن‌یې په کابل کې د احمد شاه مسعود په یاد جوړ شوي څلي ته د ګلو ګېډۍ له اېښودو وروسته رسنیو سره خبرې کولې وویل، دوی مذاکراتو ته چمتو دي. ښاغلي عبدالله که څه هم قطر ته د مرکچي پلاوي د سفر کره نېټه ونه‌ښوده، خو زیاته‌یې کړه، دا ورځ ډېره رانږدې ده چې د افغانانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي. هغه زیاته کړه: "نن ورځ خو د شهید ورځ ده، زموږ خبرې په همدې ورځ ممترکزې دي، خو زه یقین لرم چې دا کار... Читать дальше...

د سواد نړیواله ورځ؛ 'افغانستان کې ۴۸ فیصده خلک با سواده دي'

Pa.azadiradio.com 

د سپټمبر اتمه د سواد نړېواله ورځ. د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د دې وزارت د وروستیو شمېرو له مخې په ټول هېواد کې ۴۸ فیصده خلک با سواده دي چې ډېری یې نارینه دي، په داسې حال کې چې دغه شمېر په ۲۰۰۱ میلادي کال کې ۱۸ فیصده و. د دې وزارت چارواکي وايي، د افغانستان د پوهنې وزارت هدف په ۲۰۳۰ کال کې ۷۰ فیصده د سواد د کچې لوړول دي. د یاد وزارت ویانده نوریه نزهت وايي: "زموږ هدف دا دی چې د هېوادوالو د سواد کچه لوړه کړو، په ځانګړي ډول د مېرمنو چې په تېره کې یې د ډېرو ستونزو له کبله د سواد زده‌کړې ونه‌کړې،... Читать дальше...

بلومبرګ: افغانستان ته د پاکستان صادرات ۴۰ فیصده کم شوي

Pa.azadiradio.com 

مېل انلاین د بریتانیا انلاین خپرونې مېل انلاین په خپله یوه تازه ګڼه کې پر دې موضوع لیکنه خپره کړې چې "د افغانستان حکومت به د افغانانو په خپلمنځي مذاکرو کې د اوربند پر موضوع ټینګار وکړي." یوې سرچینې خپرونې ته ویلي چې دغه مذاکرې ښايي د اوږدې مودې لپاره وغځېږي. تر اوسه په قطر کې د کېدونکو بین‌الافغاني مذاکرو لپاره کومه مشخصه نېټه نه‌ده ټاکل شوې او دواړو لورو داسې اشارې ورکړي چې ښايي ژر پیل شي. د خپرونې په حواله، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې د حکومت مذاکره کوونکی ټیم به په هېواد کې د دایمي اوربند پر ټینګېدو ټینګار وکړي.

ایا د جګړې زیاتوالی د سولې پروسې مخې ته خنډونه زیاتولای شي؟

Pa.azadiradio.com 

د سولې مذاکراتو د پيل لپاره د هڅو له زیاتېدو سره په افغانستان کې جګړه هم زیاته شوې ده. افغان ځواکونه او طالبان دواړه لوري ادعا کوي چې د جګړې په ډګر کې يې یو بل ته درانه تلفات اړولي دي. ملالۍ بشير په کابل کې د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې له رئیسې اورځلا اشرف نعمت سره مرکه کړې او په سر کې يې پوښتلي چې ایا د جګړې زیاتوالی د سولې د پروسې مخې ته خنډونه زیاتولای شي؟ د دې مرکې اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

د جمال خاشقجي په وژلو تورن کسان له ۷ تر ۲۰ کلونو په بند محکوم شول

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان یوې محکمې د دې هېواد د خبریال جمال خاشقجي په وژلو تورن کسان له ۷ تر ۲۰ کلونو په بند محکوم کړل. محکمې اته کسان د خاشقجي په قتل کې په لاس درلودو تورن وپېژندل. د سعودي عربستان ابتدايي محکمې تېر کال پنځه تورن کسان په اعدام محکوم کړي وو، خو وروسته د جمال خاشقجي کورنۍ هغوی وبخښل او محکمې يې په اړه بیا غور وکړ. د تورنو کسانو نومونه په رسمي توګه نه‌دي افشا شوي. جمال خاشقجي د سعودي د رژیم او د دې هېواد د ولیعهد محمد بن سلمان منتقد وو. دی د ۲۰۱۸م کال د اکټوبر په دوهمه نېټه د ځينو اسنادو... Читать дальше...

د بلاروس د رژیم مخالفان: د ورکې شوې نیکافا په اړه هېڅ معلومات نه‌لرو

Pa.azadiradio.com 

د بلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د رژیم مخالفان وايي چې په مېنسک کې د دوی د ورکې شوې همکارې په اړه‌یې هېڅ معلومات نه‌دي ترلاسه کړي. یوې خپلواکې رسنۍ د شاهدانو له قوله راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ د سپټمبر په اوومه نېټه مول وهلو کسانو په مېنسک ښار کې د بلاروس د رژيم د مخالفانو د هماهنګۍ شورا یوه غړې ماریا کالیس نیکافا یوه موټر ته واچوله او موټر له هغه ځایه وتښتېد. د بلاروس د کورنیو چارو وزارت او د دې هېواد د تحقیق کمېټه وايي چې د دې ښځې په اړه هېڅ معلومات نه‌لري. د بلاروس د رژيم یوه بله... Читать дальше...

پکتیا کې د هاوان مرمۍ لګېدو د مدرسې ۱۳ زده‌کوونکي ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې پر یوه مدرسه د هاوان مرمۍ لګېدو له کبله د مدرسې ۱۳ زده‌کوونکي ټپیان شول. دا پېښه د دوشنبې د ورځې په ماسپښین وشوه. د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل ازادي راډیو ته وویل، د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ د شاه محمود په کلي کې د وسله‌والو طالبانو د هاوان مرمۍ پر مدرسه باندې لګېدلې. له کبله‌یې په دې مدرسه کې ۱۳ زده‌کوونکي چې عمرونه‌یې له ۱۰ کلونو زیات نه‌وو، ټپیان شوي دي. د پکتیا امنیه قوماندانۍ وایي، وسله‌والو طالبانو غوښتل د هاوان د دې مرمۍ په وسیله یو نظامي مرکز هدف وګرځوي، خو پر ځای یې مدرسه ویشتې ده. Читать дальше...



پکتیا کې په ټرافیکي پېښه کې ۴ تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې په یوه ټرافیکي پېښه کې څلور تنه وژل شوي او یو ټپي شوی دی. دا پېښه د دوشنبې په ماسپښین شوې ده. د پکتیا د ټرافیکو مدیر شفیق ننګیال ازادي راډیو ته وویل، د کابل-پکتیا پر لویه لاره د مرکز ګردېز اړوند د کفترخانو په سیمه کې یو کرولا موټر چپه شوی. د ده په وینا په دې پېښه کې د یوې کورنۍ درې ماشومان او یوه مېرمنه مړه شوي او موټر چلوونکی سخت ټپي شوی دی. ښاغلی ننګیال وايي، پېښه د موټر چلوونکي د بې‌غورۍ په نتیجه کې رامنځته شوې ده.

کونړ کې چاودنې ۳ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

د کونړ ولایت په غازي‌اباد ولسوالۍ کې پر يوه موټرسايکل د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو په چاودنه کې درې تنه وژل شوي دي. د کونړ د امنيه قوماندانۍ وياند فريدالله دهقان د دوشنبې په ماښام (سپټمبر په اوومه نېټه) ازادي راديو ته وويل، دا پېښه د غازي ولسوالۍ په نېشه‌ګام کې سیمه کې شوې ده. ده زیاته کړه: "په چاودنه کې درې کسان شهیدان شوي او درې ټپيان دي. په شهیدانو کې یو نظامي افسر هم شامل دی. په شهیدانو کې دوه ماشومان او په ټپيانو کې هم دوه ماشومان شامل دي." تر اوسه هېڅ ډلې د دې چاودنې مسؤلیت نه‌دی منلی.

'لغمان کې د هوایي عملیاتو پر مهال ۶۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي'

Pa.azadiradio.com 

د لغمان په الیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې د هوایي عملیاتو په نتيجه کې په ۲۴ ساعتونو کې ۶۲ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. دا خبره د یاد ولایت د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې کړې ده. په اعلامیه کې راغلي چې د دوشنبې په ورځ د بادپښ ولسوالۍ د تور اغا ډاګ په سیمه کې افغان ځواکونو د طالبانو پر یوه مرکز هوایي برید وکړ چې د طالبانو د سرې قطعې قوماندان جمعه خان په ګډون په‌کې ۳۵ تنه ووژل شول. په اعلامیه کې همداراز راغلي چې د یکشنبې په شپه د الیشنګ ولسوالۍ په جیبون سیمه کې وسله‌والو طالبانو د امنیتي ځواکونو پر پوسته ډله‌ییز برید وکړ. Читать дальше...

د طالبانو ویاند: ټول بندیان مو تر اوسه نه‌دي خوشې شوي

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وايي، تر اوسه د دې ډلې ټول بندیان نه‌دي خوشې شوي او پر دې پروسه لا کار روان دی. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک د دوشنبې په ماخوستن (د سپټمبر په ۷) پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي، کله چې د بندیانو د خلاصون پروسه تکمیل شي، زموږ مذاکراتي ټیم د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره تیار دی. دا په داسې حال کې ده چې په همدې ورځ د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې افغان حکومت د سولې د مذاکراتو د پيل لپاره د طالبانو چمتووالي ته سترګې په لاره دی. Читать дальше...

'د روسیې سیاسي مخالف الکسي ناوالني له کوما وتلی'

Pa.azadiradio.com 

د جرمني هغه روغتون چې د روسي حکومت د سیاسي مخالف الکسي ناوالني درملنه کوي، وايي هغه له کوما وتلی دی. د جرمني ډاکتران تأییدوي چې دوی د مصنوعي ساه اخیستلو دستګاه د الکسي ناوالني له بدنه لیرې کړې ده. دا په تېرو دوو اوونیو کې د ناوالني په روغتیايي وضعیت کې لومړی پرمختګ دی. په برلین کې د چیریټي په نوم روغتون د دوشنبې په ورځ د سپتمبر په اوومه نېټه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د الکسي ناوالني بدن د روغتیايي محرک دستګاوو ته غبرګون ښيي. د روسیې د رژيم مخالف، ۴۴ کلن الکسي ناوالني درملنه د اګسټ په ۲۲مه نېټه د برلین په روغتون کې پيل شوه. Читать дальше...

مذاکراتو ته چمتووالی؛ خو ولې په افغانستان کې بیا نښتې زیاتې شوي؟

Pa.azadiradio.com 

د بین‌الافغاني خبرو د احتمالي پیل د بحث له تودېدو سره په افغانستان کې د جګړې ډګر هم تود شوی دی. حکومت او طالبان، دواړه لوري ادعا کوي چې د جګړې په ډګر کې برلاسي دي. قول اردوګانې هره ورځ طالبانو ته د درنو تلفاتو اووښتو خبر ورکوي. د افغانستان دفاع وزارت وايي، په دفاعي حالت کې دي او د طالبانو د هر ډول حملو پر وړاندې دفاع کوي. دا څرګندونې نوې هم نه‌دي، خو په داسې حال کې چې دولت او طالبان د مذاکراتو لپاره چمتو کېږي، ولې نښتې زیاتې شوې دي؟ د افغانستان دفاع وزارت ویاند فواد امان وايي، د طالبانو... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *