Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

Новости за 14.09.2020

د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې نن د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د ماشومانو د فلج یا پولیو پر وړاندې د واکسین کمپاین نن پیل شو. د عامې روغتیا وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا کمپاین به پر څه باندې شپږو میلیونو افغان ماشومانو چې تر پنځو کلونو کم عمرونه لري، تطبیق شي. دغه کمپاین د کرونا ویروس د خورېدو له کبله د څو میاشتو لپاره ځنډېدلی وو چې په دې هېواد کې نږدې ۱۰ میلیونه ماشومان‌یې د فلج ناروغۍ له خطر سره مخامخ کړي وو. د عامې روغتیا وزارت وایي دا کمپاین به د افغانستان په ختیځو، لوېدیځو، جنوبي، مرکزي او شمال ختیځو ولایتونو کې د وږې تر ۲۸مې نېټې دوام وکړي. Читать дальше...

مسیر: دوحه کې لاهم د خبرو لپاره پر اجنډا توافق نه‌دی شوی

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په قطر کې د سولې خبرو اترو په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي. مسیر مسیر ورځپاڼې په دوحه کې د دواړو اړخونو د پلاوو ترمنځ د تماس ګډ کمېسیون جوړېدو ته په اشارې لیکلي چې لا هم د خبرو لپاره پر اجنډا توافق نه‌دی شوی. لیکوال لیکلي چې په دغه اجنډا کې د حکومت لپاره مهمه دا ده چې طالبان اوربند ومني، خو په وینا یې، طالبان بیا هڅه کوي چې د نظام څرنګوالی او د پاتې طالب بندیانو خوشې کول د خبرو په اجنډا کې شامل کړي. د سرمقاله لیکونکي به باور، د نظام ډول، جمهوریت،... Читать дальше...

الکساندر لوکاشینکا نن له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره ګوري

Pa.azadiradio.com 

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا به نن دوشنبه له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره وګوري. دا په بلاروس کې د وروستیو اعتراضونو او ناکراریو د پیل راهیسې لومړی ځل دی چې دواړه مشران مخامخ خبرې سره کوي. دغه مشران د روسیې په سوچي ښار کې داسې مهال سره ګوري چې د بلاروس د پلازمېنې مېنسک په ګډون په نورو ښارونو کې د ولسمشر پر ضد اعتراضونه پنځمې اوونۍ ته وغځېدل. مظاهره‌چیان د ولسمشر لوکاشینکا د ۲۶ کلنې واکمنۍ ختمېدل غواړي.

امریکا کې زرګونه تنه د اور لګېدو له وېرې له کورونو وتلي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو په لوېدیځو سواحلو کې زرګونه تنه د اور لګېدو له وېرې له کورونو وتلي دي. اکثره دغه بې‌ځایه شوي کسان په موقتي سرپناوو کې ځای پر ځای شوي چې د کرونا ویروس د لېږد وېره‌یې زیاته کړې ده. د ګرمۍ له کبله د کالیفورنیا، اوریګن او واشنګټن په ځنګلونو کې بل شوي اور تر اوسه څو تنه وژلي او لسګونه نور تري تم دي. په دغو درېیو ایالتونو کې ۶،۳۰۰ تنه مخکې له مخکې د سره صلیب په سرپناوو او هوټلونو کې ځای پر ځای شوي دي. داسې وېره شته چې د اورونو تر مړه کېدو پورې به ۵۰ زره نور کسان سرپناوو ته اړتیا پيدا کړي.

سوریه کې څه باندې ۳ میلیونه زده‌کوونکي بېرته ښوونځیو ته ولاړل

Pa.azadiradio.com 

په سوریه کې له څو میاشتني قرنطین وروسته پرون د حکومت تر واک لاندې سیمو کې څه باندې درې میلیونه زده‌کوونکي بېرته ښوونځیو ته ولاړل. سوریه کې د کرونا ۳،۵۰۰ پېښې ثبت شوي او 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له ۱۵۰ ډېر کسان مړه کړي دي. اټکل دا دی چې سوریه کې به په کرونا د اخته شویو کسانو او له دې کبله د مړو شمېر لوړ وي، ځکه د دغه هېواد په اکثرو سیمو کې د معاینې امکانات نه‌شته. د سوریې په شخصي کلینیکونو کې د کرونا د معاینې بیه ۶۰ ډالره ده چې د دغه هېواد اکثریت وګړي یې د ورکړې وس نه‌لري. د سوریې دولت هره ورځ د... Читать дальше...

قزاقستان کې لاریونوالو د سیاسي اصلاحاتو او یوه نوي ګوند غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان په سوداګریزه پلازمېنه الماتا کې لسګونه زره کسانو پرون مظاهره وکړه او دغلته‌یې د سیاسي اصلاحاتو او د یوه نوي سیاسي ګوند د جوړېدو غوښتنه وکړه. په دغه لاریون کې چې د (قزاقستان د ډیموکراتیک) نا راجستر شوي ګوند له‌خوا ترسره شو، بهرنیو ته د ځمکو د پلور په برخه کې د حکومت پر سیاست هم نیوکې وشوې. لاریونوالو قزاقستان کې د چین د نفوذ د زیاتېدو خبرداری هم ورکړ. د لاریون ویناوالو د ولسمشر قاسم جومارت توقایف پر سیاستونو هم نیوکې وکړې، خو پولیسو د لاریون د ګډوډولو هېڅ ډول هڅه ونه‌کړه.

ملي امنیت شورا د لویو لارو د امنیت ټینګښت لپاره نوي تصامیم ونیول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د لویو لارو د امنیت ټینګښت او د قوې د مؤثرې استفادې لپاره‌یې نوي تصامیم نیولي دي. دغې شورا په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې تړاو پرون یکشنبه د امنیتي سکټور لوړپوړو مسؤلینو په خپله اوونیزه غونډه کې بحث او پرېکړې وکړې. خبرپاڼه کې د لویو لارو د امنیت او د ځواک د مؤثرې استفادې څرنګوالی نه‌دی واضح شوی، خو ویل شوي چې نوي تصامیم د امنیتي وضعیت او ګواښونو له ارزونې وروسته نیول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې دننه وسله‌والو مخالفو ډلو او جرمي ګروپونو وروستیو کې یو ځل بیا خپل فعالیتونه ډېر کړي دي. Читать дальше...

د افغانستان د اقتصادي ودې په هدف صنعت‌کاران نن هم دوبۍ کې غونډه کوي

Pa.azadiradio.com 

په دوبۍ کې د افغانستان د اقتصادي ودې او خصوصي سکټور د پياوړتیا په هدف د پانګه‌والو، صنعت‌کارانو او سوداګرو غونډه نن دوشنبه هم دوام کوي. دغه دوه ورځنۍ خبرې اترې یا ډیالوګ پرون پيل شوي چې د افغانستان د اقتصاد او مالیې وزیرانو سربېره اړوندو دولتي او خصوصي مسؤلینو برخه په‌کې اخیستې ده. د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مشر رحیم‌الله سمندر وایي، د غونډې د جوړېدو اوږدمهاله هدف دا دی چې څنګه دولت او خصوصي سکټور د کرونا د اغېزو پر کمولو او له سولې وروسته اقتصادي مسایلو باندې کار وکړي.

نن کابل بازان-مس عینک اتلان او بست ساتونکي-بند امیر ښاماران لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ په شپږیزه لیګ کې نن دوشنبه دوه سیالۍ ترسره کېږي. له غرمې مخکې کابل بازان او مس عینک اتلان لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي او ماسپښين بست ساتونکي او بند امیر ښاماران لوبډلې سره مخامخ کېږي. په دغه لیګ کې چې شااوخوا یوه اوونۍ وړاندې پیل شوی او حذفي پړاو ته هم رسېدلي، تر اوسه ۱۵ لوبې ترسره شوې دي. د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې تر اوسه څلورو لوبډلو (کابل بازان، مس عینک اتلان، بند امیر ښاماران او بست ساتونکو) دوهم پړاو ته لاره موندلې او سپین غر زمریان او امو نهنګانو لوبډلې له لیګ نه بهر یا حذف شوې دي.

بلاروس کې د الکساندر لوکاشینکا پر ضد اعتراضونه پنځمې اوونۍ ته وغځېدل

Pa.azadiradio.com 

پر الکساندر لوکاشینکا ورځ تر بلې فشارونه زیاتېږي چې بلاروس کې له سره ټاکنې وکړي، پرون هم لسګونه زره بلاروسیان پلازمېنه مېنسک او یو شمېر نورو ښارونو کې په همدې هدف مظاهرو ته راووتل. د لوکاشینکا د ۲۶ کلن واک پر ضد دغه اعتراضونه پنځمې اوونۍ ته وغځېدل. مظاهره‌چیانو پرون 'ژوندی دې وي بلاروس' شعارونه ورکول او سور او سپین رنګه بیرغونه‌یې لېږدول، دا بیرغ د لوکاشینکا پر ضد د اپوزېسیون سمبول ګرځېدلی. لوکاشینکا له خپلو مخالفانو سره له خبرو کولو ډډه کړې او د بیا ځلي انتخاباتو غوښتنې یې رد کړې دي. د ملګرو... Читать дальше...

د افغان دولت او طالبانو د تماس ډلو غونډه؛ 'پر کاري اصولو او مهالوېش خبرې وشوې'

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د افغان دولت او طالب مرکچیانو د تماس ډلو پرون ماښام لومړنۍ غونډه وکړه او نن دوشنبه به هم دوام وکړي. دواړه لوري د پرمختګ خبره کوي، خو لا معلومه نه‌ده چې د مرکچي پلاویو اصلي خبرې په کومه ورځ پیلېږي. خو په افغان حکومت کې یوه سرچینه چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وايي چې نن د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ مذاکرات نه‌پیلېږي او ښايي په ورځو وځنډېږي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم تېر ماخوستن پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې د تماس ډلو... Читать дальше...

د جګړې قربانیان: طالبان دې د تلپاتې سولې راتلو لپاره ټینګه اراده وکړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د جګړې قربانیان وايي، که جګړه شل کاله نور هم دوام وکړي ترلاسه شوي ارزښتونو به له لاسه ورنه کړي. دوي په کابل کې دیوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې له طالبانو غوښتنه وکړه چې د یوې تلپاتې سولې لپاره ټینګه اراده وکړي. ذکیه هغه مېرمن چې دوکاله وړاندې یې په یو ترهګریز برید کې خپله ۲۱ کلنه خور له لاسه ورکړه. د ذکیې خور ربابه له نن دوه کاله مخکې د کابل د اتلسمې امنیتي حوزې اوړند د موعود په ښوونیز مرکز کې د یو ترهګریز برید په پایله کې ووژل شوه. ذکیه له ازادي راډيو سره په خبرو کې د یوې تل پاتې سولې غوښتنه کوي. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *