Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

Новости за 17.09.2020

موریا کمپ کې د اورلګېدو په تړاو ۶ افغانان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د یونان په لیسبوس ټاپو کې د کډوالو د کمپ د سوځېدو د پېښې په تړاو شپږ افغانان نیول شوي دي. له دې ډلې څلور تنه د چهارشنبې په ورځ محکمې ته حاضر شول. د موریا په کمپ کې تېره اوونۍ اور ولګېد. په دې کمپ کې نږدې ۱۲ زره کډوالو ژوند کاوه چې اکثر یې د افغانستان، افریقايي هېوادونو او سوریې دي. اوس دوی بې‌سرپناه دي. د اور لګېدو په پېښه کې څوک نه‌دي وژل شوي. د یونان حکومت وایي چې یو موقتي کمپ‌یې جوړ کړی دی چې د پنځه زره کسانو د اوسېدو لپاره دی او تر اوسه یوازې ۱،۲۰۰ کسان هلته انتقال شوي دي. ملګرو... Читать дальше...

د ناروغانو د خوندیتوب نړیواله ورځ؛ ثریا: تر اوسه یواځې ډاکتر ته نه یم تللې

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ناروغانو خوندیتوب ورته لومړیتوب لري او له سرغړونکو سره به یې قانوني چلند وشي، خو یو شمېر ناروغان او د دوی خپلوان د خپل خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.   ثریا هغه مېرمن ده چې د اخلاقي مسایلو او د ډاکترانو د نا سم چلند له امله نه غواړي یوازې ډاکتر ته ولاړه شي.  ثریا وايي، له خپل مېړه او یا هم کوچني زوی سره ډاکتر ته ځي.  هغه زیاتوي: "له عمر مې ۳۳ کاله اوړي، خو تراوسه یوازې ډاکتر ته نه یم تللې، یو دوه وارې چې مخکې تللې وم، له ډاکتر مې داسې څه واورېدل، چې اوس چې... Читать дальше...

له اسرائیل سره د اړیکو عادي کېدو په اړه بحرین او اماراتو ته د ایران خبرداری

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر بحرین او متحده عربي اماراتو ته خبرداری ورکړ چې له اسرائیل سره به‌یې د اړیکو عادي کېدل ښه پایله ونه‌لري. حسن روحاني وویل، دغه دوه هېوادونه به له اسرائیل سره د اړیکو د عادي کېدو د پایلو مسؤله وي. د ایران اسلامي رژیم، اسرائیل ته د سرسخته دښمن په سترګه ګوري. د ایران ولسمشر یو ورځ وروسته تر دې په فارس خلیج کې خپلو دوو ګاونډیو ته خبرداری ورکړ چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو او د بحرین او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر... Читать дальше...

د افغان پلاوي او طالبانو ترمنځ د طرزالعمل پر سر خبرې پای ته نه‌دي رسېدلي

Pa.azadiradio.com 

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان پلاوي او طالبانو ترمنځ د طرزالعمل پر سر خبرې پای ته نه‌دي رسېدلي. پرون د افغان پلاوي یوه غړي نادر نادري ازادي راډيو ته ویلي و چې په ګڼو مواردو کې موافقه شوې ده، ډېر مهم اختلافي موضوعات نه‌شته، یوازې یو دوه واړه ټکي شته چې هغه به هم هیله ده چې ژر حل شي. بل لور ته د طالبانو د فرهنګي کمېسیون مرستیال احمدالله وثیق ازادي راډيو ته تېره شپه ناوخته وویل چې کله پر طرزالعمل موافقه وشوه بیا به بل ګام اخلو. هغه زیاته کړه: "د مجالسو په کاري اصولو او مهالوېش باندې او... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *