Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

Новости за 21.09.2020

افغانستان کې د غنمو حاصلات ۵.۱ میلیون مټریک ټنو ته رسېدلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د ملي احصائیې او معلوماتو ادارې د یوې ګډې سروې پایله ښیي چې روان کال په دغه هېواد کې د غنمو حاصلات ۵.۱ میلیون مټریک ټنو ته رسېدلي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، د دغو حاصلاتو ۴.۰۳ میلیون مټریک ټنه‌یې له اوبیزو کروندو او ۱.۱۵ میلیون مټریک ټڼه‌یې له للمي کروندو څخه اخیستل شوي دي. دغه سروې په ۳۰ ولایتونو، ۱۷۷ ولسوالیو او ۸۸۵ کلیو کې شوې ده. ښاغلی رستمي وایي چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وازرت او د احصائیې او معلوماتو... Читать дальше...

خلیل‌زاد د جګړې زیاتوالی د خواشینۍ وړ بللی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د جګړې زیاتوالی د خواشینۍ وړ بللی دی. زلمي خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "له تېرو څو ورځو راهیسې افغانستان کې تاوتریخوالی په څرګند ډول زیات شوی چې د تأسف خبره ده او د ګڼ شمېر ملکیانو په ګډون افغانان په‌کې وژل کېږي." ده وړاندې لیکلي، دې ته په پام چې وروستیو کې د سولې خبرې پيل شوي، نو اړینه ده چې ټول اړخونه تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راولي. په دې وروستیو ورځو کې له بېلابېلو ولایتونو د ملکیانو او دولتي سرتېرو د مرګ‌ژوبلې راپورونه خپاره شول. Читать дальше...

هېواد: د سولې لپاره له هڅو سره جوخته جګړه د منلو نه‌ده

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په قطر کې د سولې بین‌الافغاني خبرو د ځنډېدو په عواملو او د خلکو په اندېښنو لیکنې او تبصرې کړې دي. مسیر مسیر ورځپاڼې د سولې په خبرو اترو کې د ځنډ موضوع را اخیستې لیکلي چې د بین‌الافغاني خبرو لپاره پر اصولو او کړنلاره بحث دوهمې اوونۍ ته غځېدلی او لا هم اختلافي مسایل نه‌دي حل شوي. د سرمقاله لیکونکي په باور، داسې ښکاري چې پر اصولو او کړنلاره بحث به ډېر وخت ونیسي او بیا به ورپسې پر اجنډا هم بحث لانجمن او اختلافي وي او دواړه اړخونه به ژر پایلې ته ونه‌رسېږي. Читать дальше...

د هند ځینو سیمو کې ښوونځي بېرته پرانیستل کېږي

Pa.azadiradio.com 

په هند کې د کرونا ویروس له ډېرېدو سره سره ځینې ایالتونه سر له نن نه د ښونځیو پرانستو ته اجازه ورکوي. دغه هېواد کې چې څه باندې یو اعشاریه درې میلیارده نفوس لري، له تېرو شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې ښونځي بند وو. مرکزي حکومت د ښونځیو پیل ته شین څراغ ښودلی، خو وروستۍ پرېکړه یې ایالتونو ته پریښې. په ډيلي، ګجرات، کیرالا او اوترا پردیش کې ډېرو ویلي چې د ښونځیو د پرانیستو پرېکړه لا وختي ده. په ورځنۍ کچه د کرونا ډېرې پېښې هم دې وروستیو کې هند کې ثبتېږي او هره ورځ سلګونه کسان ترې مړه کېږي. دغلته اوس... Читать дальше...

د سولې نړېواله ورځ؛ افغانان له دوحې د ښه خبر اورېدو تمه لري

Pa.azadiradio.com 

نن د سپټمبر ۲۱مه، د سولې نړېواله ورځ ده. په افغانستان کې جګړه تر هغې پخوانۍ ده له کومه چې په نړۍ کې د سولې ورځ لمانځل کېږي. د څلورو لسیزو په دې اوږده جګړه کې پرلپسې د جګړې لورې بدل شوي او تر دې مهاله یې دوام کړی دی. خو ښايي سږ کال په افغانستان کې د سولې د نړیوالې ورځې یادونه تر پخوا ځانګړې وي، ځکه سږ کال دا ورځ داسې مهال یادېږي چې د افغانستان د جګړې دوه مهم لوري طالبان او حکومت له لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره خپلو کې مخامخ خبرو ته ناست دي. اته ورځې وړاندې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان... Читать дальше...

نیویارک ټایمز: دوحه کې لانجمن موضوعات اوربند او د نظام راتلونکې بڼه ده

Pa.azadiradio.com 

نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼې نیویارک ټایمز په دې اړه لیکنه خپره کړې، چې د طالبانو مذاکره کوونکي که څه هم په قطر کې د دولت له مذاکره کوونکو سره په خبرو بوخت دي، خو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ناامني روانه ده. کندز، پکتیکا، پکتیا، او بلخ هغه ولایتونه دي چې د شنبې په ورځ ترې د ملکیانو د مرګ ژوبلې راپورونه خپاره شول. د نیویارک ټایمز په لیکنه دا پېښې په داسې حال کې کېږي، چې په قطر کې د سولې د خبرو پر طرزالعمل بحثونه وروستي شوي نه دي. ورځپاڼې د رسمي مذاکرو د پیل پر وړاندې دوه لانجمن موضوعات... Читать дальше...

د هند کرکټ غوره لیګ سیالۍ؛ بېګانۍ لوبه ډهلي وګټله

Pa.azadiradio.com 

د هند د کرکټ په غوره لیګ کې بېګا ډهلي کپیټلز ټیم د کېنګز پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه. دا لوبه د دوبۍ په کرکټ سټډیوم کې وشوه. لومړی بیټینګ ډهلي ټیم وکړ او په۲۰ اورونو کې یې ۱۵۷ منډې وکړې. کېنګز پنجاب بېرته په ځواب کې ۱۵۷ مساوي منډې وکړې چې په دې اساس دواړه لوبډلې سوپر اوور ته ورغلې او په هغه کې هم ډهلي ګټونکې شوه. که څه هم افغان لوبغاړي مجیب الرحمن د کېنګز پنجاب د ټیم غړی دی خو بېګا په لوبه کې چانس نه و ورکړل شوی. تمه ده نن ماښام د سنرایزرز حیدراباد او رویال چلنجنرز بنګلور ټیمونه سره سیالي وکړي. Читать дальше...

مسعود اندرابي: د پلازمېنې امنیتي کمربند پراخ شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي د کابل په ځینو ولسوالیو کې یې د وروستیو ناامنیو په وړاندې د پلازمېنې امنیتي کمربند پراخ کړی دی. مسعود اندرابي له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د کابل په ګڼ مېشتي ښار کې د امنیتي زېربناوو کمښت ناامنۍ زیاتې کړي، خو د ده په خبره پولیس د وضعیت په کنټرول برلاسي دي. هغه زیاته کړه: "د امنیت د ټینګښت لپاره کومې تمې چې کېږي یوې قوي زېربنا ته اړتیا لري، له دې سره سره هم د هغو پروګرامونو په مټ چې په کورنیو چارو وزارت او د کابل د پولیسو له‌خوا نیول... Читать дальше...

دولتونو او مالي بنسټونو څومره د ناقانونه پیسو د لېږد مخنیوي هڅې کړي؟

Pa.azadiradio.com 

د تحقیقي ژورنالیستانو د نړیوال کنسورتیوم تازه راپور ښيي چې د نړۍ بېلابېلو بانکونو تېر دوه لسیزې داسې دوه تریلیون ډالره یا دوه زره میلیارده ډالره ښکته او پورته کړي چې پرې شکمن و. دغه تازه راپور دا پوښتنې او اندېښنې راولاړې کړي چې دولتونو او مالي بنسټونو څومره د ناقانونه پیسو د انتقال د مخنیوي هڅې کړي؟ د تحقیقي ژورنالیستانو د نړیوال کنسورتیوم راپور چې یکشنبه خپور شوی د امریکا د خزانې وزارت د پیسو د سپینولو د څانګې د زرګونه فاش شویو سندونو په اساس جوړ شوی دی. راپور شيي چې د جي پي مورګن، او دویچ... Читать дальше...

د ایران ولسمشر امریکا ته ګواښ وکړ

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر حسن روحاني ګواښ کړی چې که امریکا له زوره کار واخلي دوی هم کلک ځواب ورکوي. د روحاني خبرې یکشنبه دولتي ټلویزیون خپرولې. هغه وویل امریکا پر ایران د بندیزونو په بیا لګولو کې له ناکامۍ سره مخامخ ده. روحاني داسې وخت دا څرګندونې وکړې چې امریکا اعلان کړی په ایران باندې ټول هغه بندیزونه بیا لګوي چې د برجام په خاطر ترې لرې شوي و. که څه هم له ایران سره د اټومي تړون پاتې غړیو د امریکا دا کار نه دی منلی خو رویټرز اژانس راپور ورکړی چې امریکا به دوشنبه د ایران د راکټي پروګرام مرتبط لسګونه کسان په بندیزونو کې شامل کړي. Читать дальше...

بیلاروس کې د لاریونونو دوام؛ برسټ کې لاریون په شخړه اوښتی

Pa.azadiradio.com 

په بیلاروس کې د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د بیا ټاکنې پر ضد د شپږمې پرله پسې اوونۍ په مخه لاریونونه وشول. شپږمه اوونۍ ده چې بیلاروس د سختو لاریونونو شاهد دی. په زرګونو سیاسي مخالفین یکشنبه له دې ګواښ سره سره چې پولیس یې نیسي په پلازمېنه مینسک کې ټول شوي و او د ولسمشر الکساندر لوکاشینکا د استعفی غوښتنه یې کوله. لاریونوالو د سیاسي مخالفینو سره او سپین بېرغونه چې منع شوي هم دي له ځانه سره ګرځول او د لوکاشینکا ضد شعارونه یې ورکول. حکومت یکشنبه د لاریون تر پیل مخکې زغره وال ګاډي په مینسک او د... Читать дальше...

نادر نادري: د حکومت او طالبانو ترمنځ د اختلافي مواردو حلولو کې پرمختګ وشو

Pa.azadiradio.com 

په دوحه کې د سولې د مرکچي پلاویو غړي هیله‌من دي چې ژر د ناستو په کړنلارو او اصولو موافقې ته ورسېږي. د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د تماس ډلو ترمنځ څو ناستو بالاخره د کړنلارو او اصولو په ډېرو برخو موافقې ته زمینه برابره کړې. دوی چې له یوې اوونۍ په دوحه کې سره ناستې لري پرون مازدیګر یې هم غونډه کړې او څو ساعته‌یې بحثونه کړي. د افغان دولت د مرکچي پلاوي یوه مخکښ غړي نادر نادري په خپل ټویټر د پرمختګونو خبره کړې ده. هغه لیکلي: "د افغانستان د سولې مذاکراتو پر کاري طرزالعمل بحث وشو چې په... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *