Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Сентябрь
2020

Новости за 23.09.2020

د افغانستان او ایران ناسته کې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیز اقتصادي او سوداګریز ګډ کمېسیون پنځمې ناستې د چمتووالي او د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې. د مالیې وزارت ویاند شمروز مسجدي ازادي راډيو ته وویل چې په دې اړه د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال او د برېښنا په چارو کې د ایران د انرژۍ وزیر مرستیال همایون حائري نن په کابل کې سره ولیدل. نوموړي وویل، په دې لیدنه کې د انرژۍ په برخه کې په دوه اړخیزه همکاریو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو هم خبرې وشوې. د ښاغلي مسجدي په خبره، په دې ناسته کې ښاغلي... Читать дальше...

ملي امنیت: جلال‌اباد کې د داعش ډلې ۴ مهم غړي ووژل شول

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ملي امنیت په جلال‌اباد کې د داعش ډلې ۴ مهمو غړو د وژنې خبر ورکوي. د ننګرهار د ملي امنیت ریاست رسنیو ته په یوې لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه د دوی ځواکونو د جلال‌اباد ښار د ۴مې ناحیې په اکمالاتي بېز سیمه کې عملیات وکړل چې په ترڅ کې یې په ختیځ کې د داعش ډلې د هدفي وژنو، د ځانمرګو بریدونو، د چاودېدونکو توکو او نغدو پیسو انتقالوونکي ۴ مهم غړي یې وژل شوي دي. د خبرپاڼې په حواله، یاد عملیات د ملي امنیت صفر دوه قطعې ترسره کړي چې د دواړو لورو ترمنځ تر څو ساعته نښتې وروسته پای ته ورسېدل او بل چا ته په‌کې زیان نه‌دی اوښتی. Читать дальше...

'لوګر کې ۲۵ ‌وسله‌وال طالبان وژل شوي'

Pa.azadiradio.com 

د لوګر سیمه‌ییز چارواکي ادعا کوي چې د افغان پوځیانو له‌خوا ۲۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور یې ټپيان دي. دا خبره د لوګر د پولیسو ویاند شاه‌پور احمدزي ازادي راډیو ته وکړه. هغه وویل طالبانو ته دا مرګ‌ژوبله په تېر یوه شپه او ورځ کې د برکي برک او شکر کلا په سیمو کې د افغان پوځیانو په ځوابي بریدونو کې اوښتې ده. که څه هم شاه‌پور احمدزي افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه ونه‌ویل، خو یوې بلې باوري امنیتي سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې له طالبانو سره په نښتو کې ۳ افغان سرتېري وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي. Читать дальше...

کونړ کې چاودنې او جګړې ولسي وګړو او افغان سرتېرو ته مرګ‌ژوبله واړوله

Pa.azadiradio.com 

د کونړ سیمه‌ییز چارواکي تأییدوي چې په غازي‌اباد ولسوالۍ کې جګړې او ماين چاودنې ولسي وګړو او افغان سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده. د کونړ والي وياند عبدالغني مصمم د چهار شنبې په ورځ ازادي راديو ته وويل: "تېر ماښام وسله‌والو مخالفينو د غازي‌اباد ولسوالۍ جلا سیمه کې د ملي اردو په مرکز بريد کړى چې په‌کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او دوه سرتېري ټپيان دي." د مصمم په خبره په يوه کور د هاوان ګولۍ هم لګېدلې چې په‌کې نهه ملکي وګړي ټپيان شوي. د اسعد اباد روغتون مسؤلين وايي دوی ته د اردو د يو سرتېري جسد... Читать дальше...

امریکا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر له ۲ لکو واوښت

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې د کرونا ویروس له لاسه د مړو شویو خلکو شمېرو له دوو لکو واوښت. د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون راپور ورکړی چې هلته په کرونا د اخته نږدې اووه میلیونه کسانو له ډلې دوه لکه او ۸۰۷ کسان مړه شوي. اندېښنې دا دي چې په امریکا کې ورځ تر بلې د کرونا مثبتې پېښې او مړینې زیاتېږي، خو دا هېواد په نږدې یوه نیمه میاشت کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره کوي. تر امریکا وروسته په برازیل او هند کې د کرونا له لاسه ګڼ خلک مړه شوي. په برازیل کې د مړو شویو خلکو شمېر له یو لک او ۳۸ زرو کسانو او په هند کې له ن۹۰ زرو تنو پورته تللی. Читать дальше...

د امریکا انتخابات او د افغانستان سوله

Pa.azadiradio.com 

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي. داسې فکر کېږي چې دا به یو اوږد او سخت بهیر وي. په دې بهیر کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ تر انتخاباتو پورې د پرمختګ هیله کمه ده، خو د دې سربېره ولسمشر ټرمپ تر نومبر پورې ټینګار کوي چې نور پوځیان له افغانستانه وباسي ترڅو د کمپاین د وخت ژمنه پر ځای کړي. په دې ټاکنو کې د ټرمپ سیال، جوبایډن چې په خپلو بهرنیو تګلارو کې په ډېرو برخو کې له ټرمپ سره مخالف دی له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په برخه کې هم‌نظره دی. د امریکا... Читать дальше...

هلمند تاریخ تر کومه رسیږي؟

Pa.azadiradio.com 

د ازادي راډیو اوونیز "ژوند په شېبو کې" پروګرام د هلمند تاریخچې ته ځانکړی شوی، په پیل کې به واورئ چې؛ د هلمند ولایت تاریخ تر کومه رسېږي؟ او هلمند اوس په څه حالت کې دی؟ دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

'القاعده افغانستان کې د پښو خاپونه پټوي څو د طالبانو سیاسي هڅې ګډې وډې نه‌کړي'

Pa.azadiradio.com 

لانګ وار ژورنال لانګ ور ژورنال خپرونې په یوه لیکنه کې پر هغو شمېرو شک څرګند کړی چې امریکايي چارواکو په افغانستان کې د القاعده د وسله‌والو په اړه یادې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو اوونۍ مخکې په یوه مرکه کې وویل افغانستان کې ښايي تر ۲۰۰ هم کم القاعده سره تړلي وسله‌وال پاتې وي. په لانګ وار ژورنال کې د دې لیکنې لیکوال د دې لپاره یو لړ دلایل وړاندې کوي چې ولې په افغانستان کې د القاعده شبکې د ځواک په اړه د امریکايي چارواکو اټکل د باور وړ نه‌دی او د لیکنې په یوه برخه کې وايي، د... Читать дальше...



اروپايي اتحادیه: اوکراین دې د پیسو نړیوال صندوق سره رغوونکی کار وکړي

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي اتحادیې جګپوړی ډیپلومات وایي، اوکراین ته په کار ده چې د پیسو له نړیوال وجهي صندوق "ای.اېم.اف" سره رغوونکی کار وکړي ترڅو د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له امله د ځپل شوي اقتصاد د رغونې لپاره د اروپایي اتحادیې مرسته ډاډمنه کړي. دغه څرګندونې د دې اتحادیې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل پرون له اوکراین څخه د کتنې پر مهال وکړې. هغه وویل، اروپایي اتحادیه هم چمتو ده چې له کیف سره په اقتصادي برخه کې د یو میلیارد او ۲۰۰ میلیونه ایرو مرسته وکړي ترڅو هغه اقتصادي زیانونه محدود کړي چې د کرونا ویروس خپرېدل‌یې سبب شوي دي. Читать дальше...

د فرانسې ولسمشر د ناوالني د مسمومېدو په اړه له مسکو وضاحت وغوښت

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون له مسکو څخه وغوښتل چې د حکومت د سیاسي مخالفانو د مشر الکسي ناوالني د مسموم کېدو په اړه وضاحت ورکړي. ناوالني د برلین په یوه روغتون کې بستر او روغتیایي وضعیت‌یې په ښه کېدو دی. ډاکترانو ویلي چې نوموړی د نوویچوک په نوم فلج کوونکې مادې مسموم شوی دی. دغه ماده په پخواني شوروي کې تولیدېده. مکرون د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته پرون په وینا کې وویل، په اروپا، روسیه یا سوریه کې له کیمیاوي وسلو څخه استفاده نه‌شي زغمل کېدای. ۴۴ کلن ناوالني د اګسټ په ۲۰مه له سایبریا څخه مسکو ته د سفر پر مهال ناروغ شو. Читать дальше...

روحاني: ایران د امریکا د داخلي او انتخاباتي چنې وهلو وسیله نه‌ده

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، هېواد یې د امریکا انتخاباتو او د دې هېواد د داخلي پالېسۍ د چنې وهلو وسیله نه‌ده. روحاني دغه څرګندونې پرون د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې وکړې او ویې‌ویل چې متحده ایالات پر ایران نه خبرې او نه هم جګړه تپلی شي. هغه زیاته کړه: "موږ د امریکا د داخلي او انتخاباتي چنې وهلو وسیله نه‌یو. هر دولت چې په امریکا کې انتخابېږي، هغه به په ناچارۍ د ایران ستر ملت ته تسلیم شي." متحده ایالاتو د تېرې دوشنبې په ورځ د ایران پر دفاع وزارت او د دې هېواد په اټمي پروګرم کې ښکېلو یو شمېر نورو ادارو نوي بندیزونه ولګول. Читать дальше...

دایکنډي کې د ښځو په مشرۍ د بادام یوه کارخانه پرانیستل شوه

Pa.azadiradio.com 

نړیوالې مرستندویه ټولنې اکسفام د ډایکندي په شهرستان ولسوالۍ کې د ښځو په مشرۍ د بادام د پروسس یوه کارخانه پرانیستله. دغې ټولنې پرون په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې په دغه کارخانه کې به په یوه ساعت کې د ۲۵۰ نه تر ۳۰۰ کیلوګرامه بادام پروسس او بسته‌بندي کېږي. دې ټولنې دا هم ویلي چې د بادامو د پروسس د دغې کارخانې په پرانیستلو سره به د سیمې خلک وکولای شي چې بادام پاک او په ښه بیه‌یې وپلوري.

د پاکستان پوځ: له افغانستانه په ډزو کې مو یو سرتېری وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ وایي، د افغانستان له خاورې په ډزو کې یې یو سرتېری وژل شوی دی. د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان پوځ ویلي چې دغه سرتېری تېره شپه ناوخته هغه مهال ووژل شو چې په باجوړ سیمه کې پر یوې سرحدي پوستې برید وشو. په دې اړه د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي. افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي. دا پېښه په دې سیمه کې د هغه تاوتریخوالي د زیاتوالي ښکارندویي کوي چې کلونه کلونه د پاکستانیو او بهرنیو سخت دریځه وسله‌والو مرکز و.

خلیلزاد: د سولې خبرو کې د ښځو او بشري حقوق د امریکا لپاره ډېر مهم دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د افغانستان د سولې په خبرو کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقوق د متحده ایالاتو لپاره ډېر مهم دي. ښاغلي خلیلزاد پرون د استازو جرګې د څارنې او اصلاحاتو کمېټې استماعیه غونډې ته وویل چې افغان ښځو ته ډاډ ورکوي چې د هغوی په خوا کې به وي. ده وویل: "د افغانستان د وګړو د حقونو خوندیتوب، د هغوی د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او د اقلیتونو، زموږ یو له مهمو لومړیتوبونو او زموږ د ګټو او ارزښتونو جز دی. موږ د دغو ارزښتونو او ګټو د ساتنې... Читать дальше...

ټرمپ: افغانستان کې به جګړه پای ته ورسوم او ځواکونه به راستانه کړم

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، په افغانستان کې به جګړه پای ته ورسوي او ځواکونه به بېرته وطن ته ستانه کړي. ښاغلی ټرمپ وایي، متحده ایالات به د سولې راوستونکي هېواد په توګه خپل مسؤلیت پر ځای او په افغانستان کې به جګړه پای ته ورسوي. ډونالډ ټرمپ دغه څرګندونې پرون د ملګروملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې چې له مخکې ثبت شوې وه، وکړې.​ ټرمپ وویل: "همدا اوس چې موږ خبرې کوو، متحده ایالات هم پر دې کار کوي چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي او موږ خپل ځواکونه بېرته کورته راستانه کړو. Читать дальше...

خلیلزاد: د شخړو کمېدل د بین‌الافغاني خبرو له بریالیتوب سره مرسته کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه د نه‌منلو ده او تمه کوي چې ټول لوري شخړې کمې کړي. ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ خبرو ته په اشاره وویل چې د شخړو کمېدل د دغو خبرو له بریالیتوب سره مرسته کوي.  ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه: "د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه ډېره لوړه ده. پوهېږو چې د شخړو کمېدل ممکن دي. هیله‌من یو چې د اوسنیو خبرو اترو په نتیجه کې د ټولو لورو له‌خوا په شخړو کې د پام وړ کموالی راشي. د افغانانو وژل... Читать дальше...

د اشاري ژبې نړیواله ورځ؛ افغانستان کې یوازې د اشاري ژبې دوه ښوونځي شته

Pa.azadiradio.com 

نن د سپټمبر ۲۳مه د اشاري ژبې نړیواله ورځ ده، ملګرو ملتونو دغه ورځ په کال ۱۹۵۱ کې د اشاري ژبې نړیواله ورځ ونوموله. دغه سازمان د دې ورځې د نومولو هدف، د اشاري ژبې ارزښت او د دغې ژبې د کاروونکو حقونو ته پاملرنه ښودلې ده. خو افغانستان کې د دغو کسانو حقونو ته څومره پاملرنه شوې ده؟ د افغانستان د پوهنې وزارت د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو اداره وايي، په ټول هېواد کې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره ۱۶ ښوونځي لري چې دوه‌یې یوازې او یوازې د اشاري ژبې دي. له دغو دوو ښوونځیو یو یې په کابل او بل‌یې په هرات... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *