مالیې وزارت: ۱۳۹۹ کې د عوایدو راټولولو ټاکلی هدف نه دی ترلاسه شوی
د افغانستان د مالیې وزارت وایي، په ۱۳۹۹کال کې د عوایدو راټولولو ټاکل شوی هدف نه دی ترلاسه کړی. د دغه وزارت ویاند شمروز مسجدي نن د یکشنبې (د لېندۍ ۲۳مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه ستونزه بېلابېل عوامل لري. دغه وزارت د خصوصي او دولتي شرکتونو او ارګانونو له لوري په خپل وخت د مالیاتو نه ورکول، د هېواد پر اقتصاد د کرونا ویروس منفي اغېزې، د کرونا ویروس له امله قرنتین او د دغه ویروس د لومړۍ څپې پرمهال د افغانستان د عمده بندرونو تعطیلي، د عوایدو د کمېدو عمده لاملونه یادوي. ښاغلی مسجدي وايي،... Читать дальше...