د بشري حقونو فعالان د کریمه بلوڅ د وژنې سپیناوی او پلټنه غواړي
د بشري حقونو فعالان د کریمه بلوڅ د وژنې سپیناوی او پلټنه غواړي. د بښنې نړیوال سازمان/امنیسټي انټرنیشنل د جَنوبي اسیا څانګې د ډسمبر به ۲۲ په یوه بیان کې د کریمه بلوڅ په مړینه سخت خپګان ښودلی. په دې بیان کې چې د یادې ادارې په ټویټر خپور شوی راغلي چې باید د کریمه بلوڅ د مړینې په تړاو سمدستي پلټنې وشي او د هغې په مرګ کې ککړو کسانو ته سزا ورکړل شي. کریمه بلوڅ په کاناډا کې اوسېده او د بلوڅانو د حقونو یوه فعاله او مبارزه وه. د هغې مړی وړمه ورځ (د ډسمبر په ۲۱) په ټورنټو کې وموندل شو. د ټورانټو... Читать дальше...