Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Декабрь
2020

Новости за 30.12.2020

ارګ: برید کول او بیا ترې انکار د سولې په نوم د طالبانو سټراټېژۍ ده

Pa.azadiradio.com 

افغان حکومت وايي، برید کول او بیا ترې انکار، د سولې په نوم د طالبانو د سټراټېژۍ یوه برخه ده. ولسمشرۍ ماڼۍ په کابل کې وروستۍ هدفي وژنې او بریدونه د طالبانو د "برید او انکار" په نوم د هغې سټراټېژۍ برخه بولي چې په خبره یې، د سولې په نوم یې مخته وړي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "له دې بریدونو موخه د وېرې، وحشت او ناهیلۍ خپرول دي او طالبان غواړي په دې کار سره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او خلکو ترمنځ واټن پیدا کړي. " ښاغلی صدیقي زیاتوي، له دې کار د... Читать дальше...

د "کوېډ١٩" نوې بڼه امریکا، لاتينې امریکا او هندوستان ته هم ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د کرونا ویروس نوې بڼه چې په چټکۍ سره اخیستل کېږي او لومړی ځل په بریتانیا کې وپېژندل شوه، اوس په امریکا، هندوستان او لاتينې امریکا کې هم خلک پرې اخته شوي. په امریکا، هندوستان، پاکستان او لاتينې امریکا، کاناډا، استرالیا، او لږ تر لږه شلو اروپايي، اسیايي او منځني ختيځ هېوادونو کې د نوې کرونا ویروس پېښې پرون د ډسمبر په ۲۹مه تایید شوې او ویل کېږي،  چې ټولې نښې نښانې داسې ښيي چې د ویروس نوې بڼه په ټوله نړۍ کې خپره شوې ده. په دغو ټولو هېوادونو کې د کرونا ویروس نوې بڼه چې واریانت ویروس بلل کېږي، پېژندل... Читать дальше...

ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه رد کړه

Pa.azadiradio.com 

ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه رد کړه. د دغې جرګې منشي اسدالله شهباز نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه بودیجه د ناانډولۍ له کبله د پارلمان له لوري رد کړل شوه.  نوموړي وویل، چې د افغانستان د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون چې د ١٤٠٠ هجري لمریز کال بودیجه یې ارزولې وه، خپل رپوټ د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړ.  نوموړي غه بودیجه ناانډوله وبلله او وویل، چې ددغې بودیجې په برابرولو کې د هېواد یو شمېر بېوزله سیمو ته پام نه دی شوی، خو یو شمېر هغو سیمو ته چې د بیارغونې ډېرې پروژې په کې عملي شوې، ډېره پاملرنه شوې ده. Читать дальше...

کرنې وزارت: روان کال د وریجو کرکېله او حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، روان کال په هېواد کې د وریجو کرکېله او حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، چې تېرکال د وریجو حاصلات ۳۸۳ زره مټریک ټنه وو، خو د نوې سروې د راپور پر بنسټ، روان کال د ۵۷ زره ټنو په زیاتوالي سره دغه حاصلات ۴۴۰ زره مټریک ټنو ته رسېدلي دي. نوموړي وویل، تېرکال د هېواد د شولې کروندې ۱۲۸ زره هکټاره وې، په داسې حال کې چې د نوې سروې پر اساس، سږکال د شولې کروندې د ۱۹.۵ زره هکټارو په زیاتوالي سره، ۱۴۷.۵ هکټارو ته رسېدلي دي. Читать дальше...

ټرانسپورت وزارت: سږکال په شفاف ډول عوايد نه دي راټول شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ټرانسپورت وزارت وایي، چې د اداري فساد له امله سږکال په شفاف ډول عوايد نه دي راټول شوي. د دغه وزارت ویاند حکمت الله قوانچ نن ازادي راډیو ته وویل، چې دا وزارت هڅه کوي څو د سیستم په الکترونیکي کولو سره له فساد سره کلکه مبارزه وکړي. دی هېله څرګندوي چې د ټرانسپورتي عوایدو په بانکي کېدو سره به وزارت کې د فساد کچه را ټیټه شي او عواید په شفاف ډول را ټول شي. د ټرانسپورت وزارت د عوایدو په راټولولو کې د فساد خبره داسې مهال کوي، چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله دغه وزارت ملیونونه افغانۍ زیان کړی. Читать дальше...

د خوست چایخانې د بنډارونو نوی ځای دی

Mashaalradio.com 

په خوست ښار کې اوسمهال د سیمې د لویو ښارونو په شان یو شمېر عصري چایخانې جوړې شوي، چې خلک پکې د چای څښلو تر څنګ بنډارونه او دمې هم کوي. د خوست اوسېدونکي وايي، له پخوا د شيدو چای، خواږه خواړه او د بنډار ځايونه په دې سيمو کې ول، خو په ښار کې اوس په رواجېدو دي. نور په ویډیويي راپور کې.



جوبایډن د کرونا ضد واکسین پروګرام د لا ګړندي کېدو ژمنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو منتخب ولسمشر جوبایډن ژمنه کړې چې په دې هېواد کې به د کرونا ضد واکسین پروګرام لا ګړندی کړي. نوموړي د ډسمبر پر ۲۹ د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې لخوا د واکسین د وېش پر لړۍ انتقاد کړی وکړ او دا پلان یې وروسته پاتې وباله. د ولسمشر ټرمپ ادارې پلان درلود چې د روان کال تر پایه ۲۰ میلیونه دوزه واکسین برابر کړي. د دې ناروغۍ د کنټرول مرکزونو د معلوماتو له مخې یوازي 11.4 میلیونه دوزه واکسین ویشل شوی او 2.1 میلیون وګړو د یاد واکسین لومړی دور اخیستی دی. جو بایډن ویلي، که دا... Читать дальше...

روسيه کې د سیاسي منتقد "الکسي ناوالني" پر ضد دوسیه پرانيستل شوه

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د څېړنو کمېټې د کریملین د سیاسي منتقد الکسي ناوالني پر ضد یوه جنايي دوسیه پرانيستې ده. دغې کمېټې ادعا کړې، چې ناوالني د ده د فساد ضد ادارې له لوري سلګونه میلیونه روبله غلا کړي دي. دغې دوسیه چې تېره ورځ پرانیستل شوه، نوې پوښتني راپورته کړي چې که ناوالني په دې تور محکوم شي، نو د اوږده بند له سزا سره به مخامخ شي.  الکسي ناوالني دا تورونه رد کړي او هغه یې د حکومت له لوري د غچ اخستنې یو اقدام بللی دی.  ناوالني وايي، د روسیې حکومت د ده د مسمومېدو په قضیه کې لاس لري او زیاتوي اوس چې له هغې... Читать дальше...

مسير: په حيرتانو بندر کې د فساد قضیه شعار او کمپاین دى

Pa.azadiradio.com 

مسير مسیر ورځپاڼې په حيرتانو بندر کې د رشوت اخیستو پرمهال د مشرانو جرګې د دریو غړيو نیول کېدل ښه اقدام بللی خو ټینګار یې کړی، چې تر دې وړاندې هم ځینې چارواکي په فساد کې د لاس لرلو په تور نیول شوي، خو سزا نه ده ورکړل شوې. خو لیکوال د فساد دا قضیه یو شعار او کمپاین یاد کړی. لیکوال یو شمېر دلایل لیکلي، چې همدا اوس هم د ملي شورا د ځینو غړو په ګډون، ګڼ شمېر برحاله حکومتي چارواکي د فساد او بډو اخیستو اړوند په لویو قضیو کې ښکېل دي خو په وینا یې حکومت بیا په دې برخه کې دوه ګونی چلند کوي. ورځپاڼې... Читать дальше...

امریکا: باید د افغان مطبوعاتو لاسته راوړنې او ازادي وساتل شي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست او شازدافیر راس ویلسن وایي، باید په افغانستان کې د مطبوعاتو له ازادي په تېرو نولسو کلونو کې د یوې مهمې لاس ته راوړنې په توګه ساتنه وشي. ښاغلي ویلسن دغه څرګندونې تېره شپه په څو ټویټونو کې کړي او لیکي چې د رسنیو د کارکونکو ملاتړ کوي. د ښاغلي ویلسن په وینا دا د رسنیو کارکونکي دي، چې د شفافیت او حساب ورکوني د تامین لپاره ډېره مېړانه ښيي. په څه کم دوو میاشتو کې په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي، په کابل کې د طلوع ټلویزیون پخوانی ویاند یما سیاوش، په... Читать дальше...

ځايي چارواکي: په ننګرهار کې د ګاز ډبې چاودنې له امله ۵ تنه وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د ګاز ډبې چاودنې له امله ۵ تنه ووژل شول.  د ننګرهار رسنیو دفتر ازادي راډیو ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې نن سې شنبه ماښام مهال د شینوارو ولسوالۍ د پنځه ویشتمې ویالې سیمه کې په یوه کور کې د ګاز ډبې چاودنې له امله د ۲ ماشومانو په ګډون ۵ کسان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.  د ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې ۲ تنه مېلمانه او ۳ نور د همدې کور غړي دي.  د ننګرهار د روغتیایي مسؤلینو په خبره چې د پېښې له ځایه ۳ ټپیان وروړل شوي چې روغتیایي وضعیت یې نازک دی.

"تر راتلونکو ۶ میاشتو د کرونا ضد واکسین افغانستان ته رارسېږي"

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د کرونا پرضد د واکسین لومړنۍ جوپه تر شپږو میاشتو پورې افغانستان ته ولېږدول شي.  دا خبره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور تېره شپه ازادي راډیو ته وکړه او ویې ویل: "د افغانستان او د واکسین د نړیوال ایتلاف د توافق له مخې، د کرونا ویروس ضد واکسین د لومړۍ جوپې په رسيدو به د هيواد د وګړو درې فیصده واکسین شي." ښاغلي سمسور زیاته کړه، چې افغانستان ته د کرونا ویروس لېږد به تر۲۰۲۲ کال پورې په پنځو مرحلو کې ترسره شي.  د ورلډو میترس د ویبپاڼې د شمېرو له مخې په افغانستان کې له ۵۲... Читать дальше...

ناټو "راشد خان" ته د وروستۍ بریا مبارکي ورکړې 

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ناټو استازولۍ د افغانستان د کرکټ لوبغاړي راشد خان ته د وروستۍ بریا مبارکي ورکړې.  راشد خان د کرکټ د نړیوالې شورا له خوا د شل اوریزو لوبو د لسیزې غوره لوبغاړي جایزه ګټلې.   په افغانستان کې د ناتو استازولۍ په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي چې راشد خان د افغانستان د تر ټولو غوره اوسنیو او راتلونکو استازیتوب کوي.  د کرکټ نړیوالې شورا راشد خان ته د دغې جایزې ورکړه د یوه افغان لوبغاړي لپاره یوه لویه لاس ته راوړنه بللې ده.

ایا بايډن به وکړای شي د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي؟

Pa.azadiradio.com 

لاس انجلس ټایمز لاس انجلس ټایمز د افغانستان د جګړې په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. د مقالې لیکوال لیکلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه چې ډونالډ ټرمپ پیل کړې، باید جو بایډن يې تر سره کړي.    د مقالې په سر کې لولو چې هغه ماموریت چې د هغو کسانو پر وړاندې پیل شوی وو چې د سپټمبر د یوولسمې د حملو تر شا یې لاس وو، ډېر مخکې لا بشپړ شوی دی خو طالبانو بیا هم پر افغان خاوره د تسلط هڅې روانې کړې وې. د مقالې د لیکوال په وینا اوس چې د افغانستان د جګړې شل کاله پوره کېدونکي دي، خو ټرمپ... Читать дальше...

د کندهار والي: په دریو ولسوالیو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

Pa.azadiradio.com 

د کندهار چارواکي د دې ولایت په دریو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې وروستیو عملیاتو کې دې ډلې ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو خبر ورکوي.  د کندهار والي حیات الله حیات تېره شپه ناوخته رسنیو ته په یوه استولي غږیز پیغام کې د دغو عملیاتو په اړه وویل: "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پنجوايي، ډنډ او ژیړۍ ولسوالیو په عملیاتو کې د ځمکنیو او هوایي بریدونو له کبله ۱۸ طالبان وژل شوي او اوه تنه یې ټپیان دي." ښاغلي حیات وویل، چې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونه ته مرګ ژوبله نه ده رسېدلې.  د دغو عملیاتو په... Читать дальше...

دغزني چارواکي: لا هم د برمته شویو کسانو برخلیک معلوم نه دی

Pa.azadiradio.com 

چارواکي وايي، لا هم په غزني کې د برمته شویو کسانو برخلیک نه دی معلوم.  د غزني د امنیه قومندانۍ ویاند احمدخان سیرت تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل، هڅې روانې دي چې دغه کسان راخوشې شي.  ښاغلی سیرت زیاتوي: "د غزني ولایتي شورا غړو، د سیمې قومي مشرانو او مخورینو هڅې پيل کړي دي، خو لا هم په راخوشې کولو نه دي بریالي شوي." دولتي چارواکو د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي وو، وسله والو طالبانو د غزني قره باغ ولسوالۍ په زردالو سیمه کې څو ځلي له موټرو څخه تر پنځه ويشت زیات کسان ښکته کړي او له ځان سره یې بېولي دي. Читать дальше...

پاکستان کې محکمې ۲ کسان په بند او نغدي جریمو محکوم کړل

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې دوه تنه په اوږه بند او د میلیونو پاکستانیو روپیو پر جریمې محکوم کړي دي.  د کراچۍ محکمې د غلام رسول رباني او محمد شاکرالله په اړه چې د ترهګرۍ په مالي تمویل تورن شوي، دغه پرېکړه پرون اعلان کړه.  رباني چې د جماعت الدعوه د سازمان مشکوک غړی بلل شوی، په ۲۵ کلونو بند او دوه میلیونه او دوه سوه زره پاکستانیو روپیو چې ۱۳زره ۷۰۰ امریکایي ډالره کېږي، د نغدي جریمې په پرېکولو محکوم شوی دی.  او شاکرالله چې ویل کېږي د هند په نیمه وچه کې د القاعد له څانګې سره تړاو لري، په... Читать дальше...

په کرویشیا کې قوي زلزلې ځاني او مالي زیانونه اړولي

Pa.azadiradio.com 

په کرویشیا کې پرون پرله پسې دوهمه ورځ یوه بله قوي زلزله وشوه. د راپورونو له مخې دغې زلزلې لږترلږه شپږ تنه وژلي او له شلو زیات یې ټپیان کړي. دغې زلزلې د پلازمېنې زاګریب په ګډون په یوشمېر ښارونو او ښارګوټو کې ودانۍ نړولي یا یې ورته یې زیان رسولی.  له زلزلې وروسته په ټلویزیوني تصویرونو کې لیدل کېږي، چې ژغورنکي د نړیدلو ودانیو له خاورو خښتو لاندې خلک راباسي. د اروپا د مدیترانۍ د جیولوژۍ مرکز د دغې زلزلې قدرت د ریښتر په کچه ۶،۳ ثبت کړی. د جرمني د جیولوژۍ څېړنیز مرکز وویل، چې د دغې زلزلې مرکز... Читать дальше...

د فرانسې د مود مشهور طراح ومړ

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې د مود مشهور طراح پیرکارډین د ۹۸ کلونو په عمر مړ شو. نوموړي په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ لسیزو کې د مود په یوه ترکیب سره چې د راتلونکي ډیزاین او د انقلابي سوداګرۍ پر مفکورې ولاړ یو ترکیب و، د مود او فېشن په نړۍ کې ستر بدلون راوستی و. د کارډین کورنۍ پرون اعلان وکړ، چې نوموړي پاریس ته نژدې په یوه روغتون کې ساه ورکړه. کارډین په ۱۹۲۲ کال په ایتالیا کې په یوه ایتالوي الاصله فرانسوی کورنۍ کې زېږېدلی اوپه ماشومتوب کې فرانسې ته تللی و. کارډین د مد کارپه پاریس کې پیل کړ او لکه د دیورد پلورنځیو په څېر... Читать дальше...

ایران په زیاته پیمانه د یورانیمو پخولو چارې ځنډولي 

Pa.azadiradio.com 

د ایران حکومت د دې هېواد د پارلمان له خوا د تصویب شوي هغه قانون تطبیق ځنډولی چې له مخې ېې باید سمدستي په زیاته پیمانه د یورانیمو د پخولو چارې پیل شوي وای.   د ایران ولسمشر حسن روحاني له دغه قانون سره چې پارلمان تصویب کړی او د ایران ځواکمنې شورای نګهبان هم تایید کړی و، مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي، چې هغه د ایران د اټومي لانجې د هواري لپاره روانې ډیپلوماتیکې هڅې زیانمنوي. په عین حال کې د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې ریس علي اکبر صالحي په دې وروستیو کې په یوه مرکه کې ویلي و، چې د دغه قانون د... Читать дальше...

ناټو: د افغان جګړې د پای ته رسېدو یوازینۍ لار قطر کې د سولې مذاکرات دي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي وایي، د افغانستان د سولې پروسه یوه کمزورې پروسه ده خو په دې هېواد کې د روانو جګړو د پای ته رسېدو یوازینۍ لاره همدا په قطر کې د افغانستان د دولت او د طالبانو ترمنځ خبرې دي.  د ناټو عمومي منشي وایي، د دې ضمانت نه شته چې د افغانستان د سولې کمزورې پروسه دې بریالۍ شي خو له دې پرته په دې هېواد کې د شخړو د پای ته رسېدو بله لاره نه شته.  ینس سټولټنبرګ دا څرګندونې د جرمني د ډي پي آې خبري آژانس سره په ځانګړې مرکه کې چې پرون سې شنبې خپره شوې وکړې. ښاغلي سټولټنبرګ د دې پوښتنې په ځواب... Читать дальше...

راشدخان: کله مې چې د افغانستان لپاره د اسيا جام وګاټه بیا د واده پرېکړه کوم

Pa.azadiradio.com 

راشد خان وايي چې اوس‌يې د زيات کرکټ له امله ژوند بوخت دی او کله چې افغانستان نړيوال جام او يا هم اسيا جام وګټي له هغه وروسته به د واده او کوژدې په اړه اقدام کوي. دی اوس په خپله شخصي اکاډمۍ کې د نویو ځوانانو په روزلو بوخت دی. د ازادۍ راډيو خبريال فريد الله سعادت ورسره پخوا دا مرکه کړې، راشد خان اوس د شل اوریزو لوبو د لسیزې غوره لوبغاړي جایزه ګټلې ده.





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *