د بلاګر وقاص ګورايا د وژنې په هڅه د تورن کس د مقدمې اورېدنه دوام لري
بي بي سي په خپل يوه راپور کې وايي چې د اورېدنې پرمهال عدالت ته هغه مبينه وټس اېپ مېسجونه هم وښودل شول چې پکې ملزم ګوهر خان له مډز سره په ظاهره د ګورايا د وژنې په باره کې خبرې کوي.
بي بي سي په خپل يوه راپور کې وايي چې د اورېدنې پرمهال عدالت ته هغه مبينه وټس اېپ مېسجونه هم وښودل شول چې پکې ملزم ګوهر خان له مډز سره په ظاهره د ګورايا د وژنې په باره کې خبرې کوي.
په کونړ کې د دوو وسله والو کسانو په ډزو کې څلور طالبان او یو ملکي وګړی وژل شوی او ۹ تنه نور ټپیان شوي چې طالبان او عام وګړي په کې دي. دا پیښه نن "چهارشنبه" په نرنګ ولسوالۍ کې شوې ده او د اسعداباد روغتون ازادي راډیو ته تایید کړې چې دوی ته همدومره مړي او ټپیان ور وړل شوي دي. په کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نجیب الله حنیف ازادي راډیو ته وویل، بریدګرو "په دې نیت" په یوه موټر ډزې کړي چې ګواکې د هغوی شخصي دښمنان په کې ناست دي. د ده په خبره، موټر کې ۱۳ کسان ناست و چې طالبان او ولسي وګړي وو. Читать дальше...
د پنټاګون ویاند جان کربي د جنورۍ پر ۱۸مه ناوخته په واشنګټن کې د یوې خبري ناستې پرمهال د یوې خبریالې د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان اوس له تاجکستان او ازبکستانه د هېلیکوپټرو د بېرته ترلاسه کولو په لټه کې دي، پنټاګون به په دې اړه څه پرېکړه وکړي؟
د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وایي چې د اګسټ پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته تاجکستان او ازبېکستان ته انتقال شوې پوځي هلیکوپټرې به د طالبانو په واک کې به ور نه کړل شي. د پنټاګون ویاند جان کربي د سې شنبې د شپې ناوخته (د جنورۍ په ۱۸نېټه) په واشنګټن کې د یوې خبري ناستې پرمهال د یوې خبریالې د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان اوس له تاجکستان او ازبېکستان څخه د هلیکوپټرو د بېرته ترلاسه کولو په لټه کې دي، پنټاګون به په دې اړه څه پرېکړه وکړي؟ کربي وویل: "موږ لا هم د دې هلیکوپټرو د برخلیک د معلومولو په اړه کار کوو. Читать дальше...
۵۸ کلن ادریس خټک پروسږکال (ډیسېمبر ۲۰۲۱) یوه پټ پاکستاني پوځي عدالت سزا اورولې وه.
د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو سازمان او د یو شمېر مرستندویه بنسټونو او خصوصي سکټور استازي د افغانستان اقتصادي کنفرانس ته را بللي، څو د اوسني اقتصادي ناورین د مخنیوي لارې چارې ولټوي. دې غونډې ته په خبرو کې د طالبانو د حکومت رییس الوزرا محمد حسن اخُند مني چې افغانستان له بد اقتصادي حالت سره مخ دی، خو دی یې لامل پر دوی بندیزونه او د افغانستان کنګل شوې بانکي زېرمه بولي. د ښاغلي اخند په خبره، د دوی د حکومت په رسمیت نه پېژندو په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې مخه نیولې او افغانان یې لا ډېر بېوزله کړي دي. Читать дальше...
د سوداګرۍ او پانګونې خونې په کندهار کې د خونې له مسوولینو غوښتي چې پانګه وال وهڅوي څو په دې ولایت کې پانګونه وکړي. په هغه خبرپاڼه کې چې تېر ماښام د دې خونې له خوا خپره شوې ده، راغلي دي چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند دا غوښتنه د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي د رئیس د معرفي کولو پر مهال وکړه. ښاغلي مومند د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه د جنوبي حوزې او ان د سیمې په اقتصادي وده کې مهم او ګټوره وبلله او وېې ویل چې د سوداګرو ستونزې باید حل شي چې د هغوی لپاره... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخُند نن په لومړنۍ یو ورځنۍ اقتصادي غونډه کې له نړیوالې ټولنې او امریکا وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړي. نوموړي په دې ناسته کې وویل چې کنګل شوې پیسې د نظامیانو لپاره نه، بلکې د افغانانو لپاره ازادې کړئ. د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا غوښتنه وکړه چې له افغانانو سره دې بشري مرستې وشي. ملا محمد حسن اخند دغه شان وویل چې که اقتصادي پروګرامونه په افغانستان کې په سم ډول عملي شي، دا هېواد له اقتصادي اړخه په ځان بسیا کېدلای شي. د طالبانو... Читать дальше...
په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې په موسیقۍ او هنري اظهار بندیزونه عملي کړي دي، افغان سندرغاړي او موسیقاران له بېلا بېلو دړکو او بریدونو سره مخ شوي دي. څو ورځو وړاندې پر ټولنيزو شبکو هغې يوې ویډيو تند غبرګونونه پارولي چې پکې د طالبانو په موجودګۍ کې دوو افغان هنرمندانو ته ستغې سپورې ويل کېږي او د هغوی د موسيقۍ الات سوځول کېږي. په افغانستان او پښتونخوا کې په موسیقۍ او سندرغاړو د وروستیو بریدونو تر شاڅه دي؟ د کرښې پر غاړه کې بحث ورباندې کوو. کوربه شاهین بونېری دی.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د هغه هېواد اقتصادي وضعیت دومره خراب شوی دی چې ان ځینې افغانان د بدن غړو پلورلو ته مجبوره شوي دي. په هرات کې د پښتورګو د جراحۍ متخصص ډاکتر ناصر احمد وايي، په ۲۰۲۱ز کال کې یې ۸۵ ګردې پیوند کړې دي چې په وینا یې زیاتره خلکو په نورو خرڅې کړې وې. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
د کارګرانو نړیوال سازمان ILO وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له نیم میلیون زیاتو افغانانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. د ملګرو ملتونو اړوند دا سازمان ټولو وګړو ته د معیاري او مناسب کار د برابرولو لپاره هڅه کوي. د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د خبر له مخې ILO په یو راپور کې چې نن خپور شو ویلي، دې بحران د افغانستان اقتصاد له پښو غورځولی او د کار مارکېټ یې زیانمن کړی دی. راپور زیاتوي چې روان وضعیت په تېره د ښځو او هغو خلکو لپاره سخت دی چې په کروندو، دولتي ادارو او د عامه خدماتو او... Читать дальше...
په بدخشان ولایت کې برفکوچ درې کسان وژلي دي. د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون شپه د راغستان ولسوالۍ په خمبیل او پطیر سیمو کې شوې ده. هغه زیاته کړه چې په پېښه کې پنځه نور کسان هم ټپیان شوي دي. ښاغلی احمدي وايي چې د سیمې د اوسېدونکو او د طالبانو امنیتي ځواکونو د هڅو په نتیجه کې یو شمېر کسان چې تر واورو لاندې ټپیان شوي وو، هم ژغورل شوي او د ولسوالۍ کلینیک ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.
د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنره د دې سازمان له امنیت شورا غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو له سرغړوونکو- په تېره له هغو کسانو سره چې د ښځو او ماشومانو حقوق تر پښو لاندې کوي، حساب کتاب وکړي. میشل باشلې Michelle Bachelet دا څرګندونې پرون سې شنبه (د مرغومي ۲۸مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغې ځانګړې غونډې ته وکړې چې د ناروې په بلنه د ښځو پر وړاندې د تشدد په اړه د بحث لپاره جوړه شوې وه. هغې یادونه وکړه چې د ښځو او نجونو بنسټیزو حقونو ته نه پاملرنې، د افغانستان اقتصاد ته سخت زیان اړولی،... Читать дальше...
د هلمند د ولايتي روغتون مسولين وايي، د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې تر بل هر وخت په ماشومانو کې د خوارځواکۍ شمېر زيات شوی چې دوی یې لامل فقر او بې وزلي یادوي. د بُست ولایتي روغتون د ماشومانو د خوارځواکۍ د برخې مسوول ډاکټر محمد داوود نصرت ازادي راډيو ته وویل، دغه ولايت کې د تېرو وختونو پرتله ماشومانو کې ۳۰ سلنه خوارځواکي زياته شوې او ورځ تر بلې دغه شمېر د زياتېدو په حال کې دی. نصرت زیاتوي: "د تېرو کلونو پرتله هغه ماشومان چې د ۵ کلو کم عمر ولري، د خوارځواکۍ کچه لوړه ده، تېر ډسمبر میاشت کې... Читать дальше...
واشنګټن پوسټ د امریکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې لیکلي چې افغانستان مرستو ته ډېره اړتیا لري، خو د تېر حکومت یو تکنوکرات دا مهال د مرستو جلبولو په هدف د طالبانو د هڅو کلیدي شخص ګڼل کېږي. په لیکنه کې د ۴۰ کلن نذیر کبیري یادونه شوې چې د یوه فولبرایټ بورس په مرسته یې شل کاله مخکې د امریکا په کنټاکي ایالت کې په اقتصاد کې ماسټري وکړه، بیا یې یو مطالعاتي مرکز پرانیست چې په ملي مسایلو کې یې انتقادي تفکر او عمومي مشارکت ته لار پرانیستله. نذیر کبیري په څه باندې یوه لسېزه کې د لېرې... Читать дальше...
د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان صدراعظم عمران خان د خپل هېواد چارواکو ته لارښوونه وکړه چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره دغه هېواد ته په طبي، معلوماتي ټکنالوژۍ او مالي برخو کې روزل شوي کسان ولېږي. د تېر جمهوري حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزیر امیرزي سنګین د ازادي راډيو د ځوان فکر خپرونې په بحث کې وویل چې د تېر جمهوري حکومت په شلو کلونو کې په بېلابېلو مسلکي او تخنیکي برخو کې دومره افغان ځوانان روزل شوي دي چې اوس اړتیا نه پېښېږي، بهرنيان دې افغانستان ته د کار لپاره را وغوښتل شي. Читать дальше...
تر نولس کلونو کم عمره افغان کرکټ لوبغاړو په نړیوال جام کې پرون سې شنبه (د مرغومي ۲۸مه) ناوخته پاپوا نیوګیني لوبډلې ته د یو سل او پنځه دیرش منډو په توپیر ماتې ورکړه. د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول فرید هوتک د دې لوبې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان نولس کلنو څخه کم عمره لوبډلې د نړیوال جام سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې پاپو نیوګیني لوبډلې ته ستر توپیر ماتې ورکړه او انشاالله په را روانو لوبو کې به هم د افغانستان لپاره د پام وړ لاسته راړونې ولري تر دې وروسته له پاکستان... Читать дальше...
طالبانو له مرستندویه موسسو وغوښتل چې د بادغیس له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي. په ورته وخت کې طالبان وایي چې دوی هم له دې کسانو سره مرستې کړي دي. په بادغیس کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي باز محمد سروري ازادي راډیو ته وویل: "د شهیدانو له کورنیو سره پنځوس زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه او کوم کسان چې ټپیان شوي دي له هغوی سره پنځه ویشت زره افغانۍ مرسته وشوه." په بادغیس کې د د دوشنبې په ماسپښین دوه ځله زلزله وشوه چې د ملګرو ملتونو په وینا تر اوسه شپږ ویشت کسان د دې زلزلې له امله مړه شوي دي.... Читать дальше...
باختر اژانس د پاکستان د سفارت په وینا خبر ورکوي چې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار به راتلونکې اوونۍ چهارشنبې کابل ته سفر وکړي. ټاکل شوې وه چې د معید یوسف په مشرۍ پلاوی پرون کابل ته تللی وای، خو دا سفر وځنډېده. د باختر اژانس په وینا د هوا د خرابوالي له کبله دا سفر ځنډیدلی دی. پاکستاني چارواکي وایي چې د دوی پلاوی به د طالبانو له چارواکو سره د پاکستان او افغانستان ترمنځ په اقتصادي، تجارتي او سرحدي موضوعاتو خبرې وکړي. د اګسټ له پنځلسمې را وروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، معید یوسف یو ځل مخکې هم کابل ته سفر کړی و.
د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو د وزارت یوه جګپوړي چارواکي خبرداری ورکړ چې هره شېبه ممکن روسیه پر اوکراین برید وکړي. دې چارواکي پرون د کیف او برلین پر لور د بهرنیو چارو د وزیر د تګ پر مهال دا خبره وکړه. ټاکل شوې ده چې انتوني بلېنکن له اوکرایني چارواکو سره همدا راز له اروپایي متحدانو سره بیړنۍ غونډې وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به د دې سفر پر مهال په جنیوا کې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره هم خبرې وکړي. روسیې شااوخوا یولک پوځیان د اوکراین له پولي سره... Читать дальше...
په کاناډا کې هوا دومره سړه شوې ده چې څو ابشاره یخ وهلي دي. ډېره سړه هوا په انټریو ایالت کې ثبت شوې ده، هلته لا هم درنه واوره اوري چې هم یې د موټرو په تګ راتګ کې ستونزې پيدا کړي دي او هم یې الوتنې ځنډولي دي. کوم تصویرونه چې په خواله رسنیو کې خپاره شوي دي په کې ښکاري چې د انټریو په ایالت کې د ټیفاني او شرمن ابشارونه کنګل شوي دي. د کاناډا په ځینو ښارونو کې تر اویا سانتي متره واوره ورېدلې ده چې د دغه هېواد په یو شمېر جنوبي سیمو کې هوا د سانتي ګریډ تر منفي شل درجو رسیدلې ده.
ټاکل شوې ده چې نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۹مه) د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره په کیف کې وګوري. لویدیځ دې ته اندېښنه لري چې اوکراین پر روسیې برید ونه کړي. په کیف کې د ښاغلي بلېنکن د نننۍ لیدنې کتنې هدف له اوکراین څخه د روسیې ملاتړ یاد شوی دی. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس وایي، ښاغلي بلېنکن به له اوکرایني چارواکو سره تر لیدو وروسته برلین ته ولاړ شي او د جرمني له چارواکو سره به پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید په تړاو خبرې وکړي. Читать дальше...
کریملین وایي چې ولسمشر ولادیمیر پوتین به نن چهارشنبه (د مرغومي ۲۹مه) د خپل ایراني سیال ابراهیم رییسي کوربه وي. د راپورونو له مخې د روسیې او د ایران د ولسمشرانو خبرې به د تهران او د نړۍ د پياوړیو قدرتونو ترمنځ د ایران تر اټمي تړون راڅرخي. د کریملین په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړه ولسمشران به پر دوه اړخیزو همکاریو هم خبرې وکړي. له ۲۰۱۷م زیږدیز کال را په دې خوا دا لومړی ځل دی چې د ایران یو ولسمشر مسکو ته ځي. روسیه او ایران په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې متحدان دي. دا دواړه هېوادونه په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم ملاتړ کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانانو سره د سمدستي بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې انتوني بلېنکن پرون سې شنبه (د مرغومي ۲۸مه) د بشري مرستو په برخه کې د ملګروملتونو د سرمنشي له مرستیال مارتین ګرفیټس او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له رییس پیتر موریر سره د یوه ویډیو کنفرانس له لارې پر دې خبرې وکړې چې څرنګه له اړمنو افغانانو سره د مرستې بهیر ګړندۍ کیدای شي؟ بلېنکن د افغانستان له بې وزلو سره د امریکا د درې سوه اته میلیونه ډالرو د مرستې یادونه... Читать дальше...
مرستندویه موسسې او طالبان اندېښنه څرګندوي چې په بادغیس کې به د وروستۍ زلزلې د تلفاتو شمېرې لوړې شي. په دغه ولایت کې د دوشنبې د ورځې غبرګو زلزلو شااوخوا زر کورونه ویجاړ کړي یا تخریب کړي دي. ملګري ملتونه په بادغیس کې د زلزلې په ترڅ کې د شپږ ویشت کسانو د مړینې خبر ورکوي، طالبان تر اوسه دا شمېره شل یادوي، خو وایي چې په لسګونو کسان ټپیان شوي هم دي. د امریکا د جیولوجي سروې له اټکل سره سم د دوشنبې په ماسپښین د پنځه اعشاریه درې ریښتر او په همدې ورځ د څلور اعشاریه نهه ریښتر په کچه دوې زلزلې وشوې. ... Читать дальше...