Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Май
2022

Новости за 04.05.2022

غزني کې د اختر مېلې؛ جالبې لوبې نندارې ته وړاندې شوې

Pa.azadiradio.com 

ټراکټور په غاښونو کښول، پر ځان خېژول، موټرسایکل په غاښونو نیول، پر خېټه ډبره ماتول او ډېرې نورې لوبې په غزني کې د یوې مېلې په ترڅ کې ننداره شوې. مېله د سې شنبې په ورځ د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې ترسره شوه چې سلګونه خلک ورته راغلي وو. نقیب الله پالوان چې د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ د خالو خیلو کلي اوسېدونکی دی، یاده مېله کې یې د پهلوانۍډول ډول لوبې ترسره کړې. د ښاغلي نقیب الله له لوري ټراکټور په غاښونو کښول، پر خپله ملا تېرول، موټرسایکل په غاښونو نیول او پر خېټه ډبره ماتول لوبې ترسره شوې. Читать дальше...

انتوني بلېنکين: طالبان د افغانستان مطبوعات په سيستماتيک ډول ځپي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر طالبانو تور لګولی دی چې د افغانستان خپلواک مطبوعات په سیستماتیک ډول ځپي. انتوني بلېنکین په دې اړه څرګندونې بیګا د مې د دریمې، د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې وکړې. پرون ګڼو نړيوالو بنسټونو او دغه راز قطر کې د افغانستان لپاره د امريکا سفارت هم افغانستان کې د رسنيو پر وضعيت اندېښنې ښودلي او ويلي يې دي، طالبانو افغاني رسنۍ سانسور کړې دي

​​​​​​​ارمنستان کې لسګونه اعتراض کوونکي نيول شوي

Pa.azadiradio.com 

پولیسو د ارمنستان په پلازمېنه ایروان کې له ۲۰۰ تنو زیات معترضان چې د صدر اعظم نیکول پاشینیان د استعفا غوښتنه یې کوله نیولي دي. معترضانو ویل پاشینیان د ناګورناقره باغ د لانجمنې سیمې پرسر په جګړه کې آذربایجان ته امتیازونه ورکړي دي. پولیس وايي د اپوزیسیون د پلویانو د دوهمې پرله پسې ورځې له اعتراضونو وروسته یې د ایروان په مرکز او نورو ښارونو کې په موقتي ډول یوشمېر واټونه او سړکونه بند کړي دي.

اوکراين کې جګړه؛ نريندرا مودي: روسيه او اوکراين دې خبرې پيل کړي

Pa.azadiradio.com 

د هند صدر اعظم په اوکراین کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه. نریندرا مودي د ډنمارک د سفر پرمهال د سې شنبې په ورځ ټينګار وکړ چې د جګړې پر ځای دې د ماسکو او کییف ترمنځ خبرې پیل شي. هند له هغو هېوادو څخه دی چې له روسیې سره ښه اړیکي لري. د ډنمارک صدر اعظمې ماتي فردریکسن له خپل هندي سیال نریندرا مودي څخه وغوښتل چې له خپله اغېزه دې استفاده وکړي چې روسیه د اوکراین برید پای ته ورسوي. د جرمني اژانس په وینا مېرمن فردریکسن له ښاغلي مودي څخه دا غوښتنه په پلازمېنې کوپنهاګن کې وکړه. دې وویل چې د روسیې ولسمشر... Читать дальше...

د امريکا سفارت: طالبانو رسنۍ محدودې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې په قطر کې فعاله دی، د بیان پر ازادۍ په داسې وخت کې ټینګار کړی دی چې د افغانستان د خبریالانو مرکز د رسنیو د کارکوونکو د نیولو او په بې سارې ډول د ګڼو رسنیو د سقوط په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دا بنسټ په افغانستان کې د سلګونو رسنیو د بندیدو علت اقتصادي ستونزې او د طالبانو له لورې محدودیتونه ګڼي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح اله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د رسنیو د سقوط علت د دوی حکومت نه دی. نوموړي وويل: "یو شمېر رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوې... Читать дальше...

کابل او ۲۶ ولايتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون په اووه ویشت ولایتونو کې د سختو ورښتونو او بارانونو اټکل شوی دی چې سیلونه به ورسره وي. د سېلابونو پيل له پروان ولايت وشو چې مالي او ځاني زيانونه يې هم اړولي دي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پېژندنې د ادارې له اټکل سره سم په کاپیسا، غزني، کونړ، نورستان، ننګرهار، غور، سمنګان، میدان وردک، بامیان، دایکندي، بلخ، بغلان، بدخشان، پکتیا، پکتیکا، خوست، پنجشیر او پلازمېنې کابل کې هم د سیلونو د بهېدو امکانات شته. د چارواکو په وینا په ځینو ولایتونو کې به د باران کچه له ۲۰ تر ۶۰ سانتي مترو وي. Читать дальше...

د قزاقستان ولسمشر د ټولنيزو رسنيو د بندېدو لايحه تصويب کړه

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف، هغه لانجمنه لایحه تصویب کړه چې چارواکو ته واک ورکوي ترڅو خواله رسنۍ بندې کړي. توقایف دا لایحه پرون د دې سربېره تصویب کړه چې یو شمېر کسانو خبرداری ورکاوه چې دا پرېکړه ونه کړي. منتقدان په دې باور دي چې دا نوی قانون به هغه غږونه غلي کړي چې پر حکومت انتقاد کوي. د قزاقستان ولسې جرګې دا لایحه د اپریل په شلمه تصویب کړې وه. د دې قانون له مخې خواله رسنۍ باید په قزاقستان کې د قانوني فعالیت لپاره اجازه ترلاسه کړي او سیمه ییز دفتر ولري.

اوکراين؛ له ماريوپول ښار د ملکيانو دويمه سل کسيزه ډله و ايستل شوه

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب نړیواله کمېټه خبر ورکوي چې د اوکراین له کلابند شوي ښار، ماریوپول څخه تر سلو ډېر ملکي اوکراینیان په موټرو کې زاپروژیا ښار ته ولیږدول شول. دا ملکیان په ماریوپول کې د ازوف په نوم د فولادو په فابریکه کې بند پاتې وو. د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر پیتر میرور پرون په یوه بیان کې وویل چې په دې ایستل شویو کسانو کې یو شمېر ټپیان دي. د سره صلیب یوه چارواکی چې د دې ملکیانو په را ایستلو کې یې مرسته کوله وویل، یو سل او یو(۱۰۱) ښځې، ماشومان او نارینه اخر وتوانېدل چې له دوو میاشتو وروسته چې د فولادو... Читать дальше...

سلواکيا او هنګري: له روسيې اروپا ته د تېلو او ګازو د بنديز ملاتړ نه کوي

Pa.azadiradio.com 

سلواکیا او هنګري ویلي دي چې دوی د دې ملاتړ نه کوي چې اروپا ته د روسیې د تېلو او ګازو پر صادراتو بندیز ولګول شي. د سلواکیا د اقتصاد وزیر ریچرد سولیک وویل، هېواد یې کلونو ته اړتیا لري چې د روسیې د خامو تېلو پرځای له خپلو سرچینو استفاده وکړي. د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پیتر سیجارتو بیا څرګنده کړه چې دی به د روسیې د انرژۍ پر سکتور د بندیزونو پرضد رایه ورکړي. ټاکل شوې ده چې د اروپایي ټولنې اووه ویشت غړي هېوادونه نن پر دې خبرې و کړي چې څرنګه اروپایي ټولنه کولی شي چې د روسیې پر انرژي تکیه ونه کړي.

پروان: سېلابونو له امله دوه ماشومان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د پروان په شینوارو ولسوالي کې د سیلونو له امله دوه ماشومان مړه شوې دي او کرنیزې مځکې خرابې شوې دي. د دې سیلونو له کبله پرون د پروان- بامیان لویه لاره بنده شوې وه چې د ورځې په وروستیو کې بېرته پرانیستل شوه. سیلونه د پروان په شیخ علي او سیاه ګرد ولسوالیو کې هم بهیدلي دي. پر مرکز چاریکار هم سېل ورمات شوی دی، خو تر دې دمه د دې ولایت له شینوارو ولسوالي پرته له نورو سیمو د مرګ ژوبلې او مالي زیانونو په اړه خبرونه نه دې خپاره شوې.

بزنس سټندرډ: طالبان د ډیپلوماتیکو اړیکو په تشکیل کې پاتې راغلي

Pa.azadiradio.com 

بزنس سټندرډ: هندۍ انلاین خپرونې بزنس سټندرډ پرون د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې پر مسئله لیکنه خپره کړې ده. د لیکنې په یوه برخه کې راغلي، د طالبانو ویندویانو له بېلابېلو ګاونډیو هېوادونو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پیل په اړه تبصرې کړي، خو د خپرونې په باور دغه حکومت لا هم له نورو هېوادونو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو په تشکیل کې پاتې راغلی دی. د بزنس سټندرډ په لیکنه، سیاستوال او شنونکي په دې باور دي، چې د طالبانو حکومت د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو لپاره په تېرو څه باندې اتو میاشتو کې اغېزناکه ډیپلوماسي نه درلوده. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *