طالبانو د احمد شاه مسعود قبر ته نږدې پر اتڼ او نڅا غبرګون وښود
طالبانو د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود قبر ته نږدې د یو شمېر کسانو د اتڼ او نڅا په اړه په غبرګون کې ویلي چې دا مسئله د دوی د پالیسۍ ښکارندويي نه کوي بلکې دا کار هغو کسانو کړی چې په اختر کې د تفریح لپاره پنجشېر ولایت ته تللي وو. د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد بې له دې چې د احمدشاه مسعود نوم واخلي، په عین حال کې ویلي، چې د دغو کسانو هدف د جهادي شخصیتونو سپکاوی نه وو. ده د دغو کسانو کار د هغوی بې پروايي بللې ده. د احمدشاه مسعود مقبرې ته نژدې د یو شمېر کسانو نڅا او اتڼ د احمدشاه مسعود... Читать дальше...