یوې برتانوۍ خبریالې ته د افغانستان د سمدستي پرېښودو امر شوی
د مستندو فلمونو جوړوونکې برتانوۍ خبریاله ایزابل یونګ وايي، طالبانو دې او د دې همکارانو ته ویلي چې له خپل هوټل څخه دې نه راوځي او سمدستي دې له افغانستانه ووځي. مېرمن یونګ پر ټویټر همداراز خبر ورکړی، چې دوی ته د فلم اخیستو اجازه هم نه دی ورکړل شوې. د طالبانو د حکومت چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو ایزابل یونګ وايي، د ښځو د حقونو او امنیتي اندېښنو په اړه له راپور ورکولو وروسته دوی ته له افغانستانه د وتلو امر وشوی. مېرمن یونګ د هرراز سرغړونو تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د راپورونو د... Читать дальше...