د موزيم نړيواله ورځ؛ طالبان: د موزيمونو خونديتوب ته لومړيتوب ورکوو
نن د مې اتلسمه د موزیم نړیواله ورځ ده، د طالبانو حکومت ژمنه کوي، چې د افغانستان د موزیمونو ساتنه او خوندیتوب یې په لومړیتوبونو کې راځي. خو خلک وايي، د موزیمونو او د لرغونو اثارو د ساتنې په برخه کې د طالبانو پر ژمنو شک لري. عزیز احمد عزیز څو کاله په کندهار کې د تاریخي اثارو د ساتنې مدیر و، چې وايي اوس مهال په افغانستان کې د موزیمونو او لرغونو اثارو برخلیک ته اندېښمن دی. ښاغلی عزیز وايي ګڼ مسلکي کسان چې وړاندې یې په دې برخه کې کارونه کول، لیرې کړای شوي دي. نوموړی وايي: "ځیني مسلکي کسان چې پر دندو وو، له دندو لیرې کړای سوي دي. Читать дальше...