Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

Новости за 03.06.2022

ملګري ملتونه: په نړیوال بازار کې د افغانستان د کيمياوي نشه يي موادو ونډه ډېره شوې

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان د کيمياوي نشه يي موادو په جوړولو او قاچاقو کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی. دوه راپورونه چې تازه د ملګرو ملتونو له خوا خپاره شوي پکې راغلي چې، په افغانستان کې د کيمياوي نشه يي موادو جوړول ډېر شوي او بهرنیو هېوادونو ته يې قاچاق هم ډېر شوی دی. لس مياشتې کېږي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت، نشه يي موادو د توليد او قاچاقو د وضعيت په اړه هيڅ يوې خپلواکې کورنۍ او بهرنۍ ادارې څېړنه نه ده کړې، خو ځينو بهرنیو ادارو په دې اړه د خپلو تخميني څېړنو نتایج خپاره کړي دي. په... Читать дальше...

د کابل په کوربه‌توب ټي ټي پي د پاکستان له پوځ سره تر نا مالومې مودې د اوربند غځولو اعلان کړی

Pa.azadiradio.com 

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) تر نامعلومې مودې پورې د پاکستان له حکومت سره د اوربند غځولو اعلان کړی دی. تحریک طالبان پاکستان دا اعلان بېګا تر هغې یوه ورځ وروسته وکړ چې د قبایلي مشرانو، پخوانیو چارواکو او د پارلمان د ځینو اوسنیو غړو په ګډون یوه ۵۰ کسیزه جرګه کابل ته د سولې خبرو لپاره ورغلله. د وسله والې ډلې ویاند محمد خراساني په یوه بیان کې ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان مشرتابه د طالبانو د حکومت په منځګړتوب له جرګې سره په خبرو کې تر پرمختګ وروسته د اوربند غځولو پرېکړه کړې. نوموړي په بیان... Читать дальше...

هندي پلاوي له طالب چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو د دوام ژمنه کړې

Pa.azadiradio.com 

کابل ته تللي هندي پلاوي طالب چارواکو ته په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی. د هندي پلاوي مشري د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی ډیپلومات او منشي جي پي سنګ کوي چې پرون یې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره هم وکتل. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي پر خپله ټویټرپاڼه د دغو خبرو اترو جزیات خپاره کړي او ویلې يې دي، پر ډيپلوماتیکو اړیکو، دوه اړخیزې سوداګرۍ او بشري مرستو بحث شوی دی. ښاغلي بلخي وړاندې ویلي، هندي پلاوي ورته ډاډ ورکړی چې هېواد به یې له... Читать дальше...

توماس وېسټ: د افغانستان په اړه به تاجکستان سره سلا مشورې دوام ولري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، هېواد یې له تاجکستان سره په افغانستان کې د یوه سوله ییز سیاسي بهیر په اړه همکاري لري. توماس ویسټ وایي، د افغانستان د ښې راتلونکې په تړاو به یې له تاجکستان سره سلا مشورې دوام پیدا کړي. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، دوشنبې ته یې د سفر پر مهال دوه ورځې له تاجک چارواکو سره په افغانستان کې د خپلو ګډو ګټو په اړه خبرې کړي دي. توماس ویست پرون پنجشنبه ویلي چې د دغه سفر پر مهال یې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان، بهرنیو چارو وزیر سراج... Читать дальше...

د اروپايي کمېسيون مشره: اروپايي ټولنه مسؤليت لري چې اوکراين ته د غړيتوب امکانات چمتو کړي

Pa.azadiradio.com 

اوکراین لا هم د روسیې د یرغل د دوام شاهد دی او د جګړې له شدت سره همهاله د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې پر روسیې تازه بندیزونه لګولي دي. د اروپایي کمېسیون مشره اورسلا وان دیرلین وایي، اوکراینیان له اروپایي ټولنې سره د غړیتوب غوښتنه لري او دا امکانات باید ورته برابر شي. نوموړې پرون پنجشنبه د سلواکیا پلازمېنه براتیسلاوا کې د ګلوبسیک ( GLOBSEC) امنیتي کانفرانس ته په وینا کې وویل: "اوکراینیان زړورو جنګیږي، ځکه هغوی پوهېږي چې څه ډول راتلونکې غواړي، دوی یوه داسې ازاده ټولنه غواړي چې دیموکراسۍ سره تړلې... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *