Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

Новости за 06.06.2022

د طالبانو حکومت بېرته راستنېدونکو چارواکو ته د خونديتوب کارتونه ورکوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د مخکیني حکومت د کارکوونکو په ځانګړي ډول پوځیانو د هدفي وژنو او د طالبانو د مشر د بخښنې د فرمان د نقض په اړه راپورونه او اندېښنې موجودې دي، هېواد ته د افغان سیاسیونو او پخوانیو چاروکو د بېرته راستنولو لپاره د اړیکو کمېسیون یو ځل بیا، د راستنو شویو کسانو د خوندیتوب ډاډ ورکوي. د دغه کمېسیون ویاند احمدالله وثیق وايي، کوم کسان چې د دې کمېسیون له لارې هېواد ته را استول کېږي، د خوندیتوب کارت ورکول کېږي، چې له ستونزو او ګواښونو سره مخ نه‌شي. نوموړی وايي: "دغه کسان چې... Читать дальше...

زلنسکي جنوب ختيځ کې له مېشتو اوکرايني پوځيانو سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي په جنوب ختیځه سیمه زاپوریژیا کې له مېشتو پوځیانو سره وکتل، د هغوی د خدمت او قربانیو قدردانی یې وکړ. د ولسمشر زلنسکي دفتر پرون یکشنبه د هغه په وینا خبر ورکړی چې ویلي یې دي: "زموږ د ټولو او دولت د ساتنې لپاره ستاسو پوځیانو د عالي کار او خدمت مننه کوم." د اعلامیې په حواله، په دې کتنه کې د وژل شویو سرتېرو یاد ته د درناوي لپاره د څو شېبو لپاره چوپتیا هم غوره شوه. د زلنسکي دفتر وايي، ولسمشر وروسته په سیمه کې یوه روغتیايي مرکز ته لاړ او هلته یې له هغو کسانو سره خبرې... Читать дальше...

نايجريا: پر يوې کليسا بريد کې د ۵۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی

Pa.azadiradio.com 

بېره کېږي، چې د نایجریا په جنوب لویدیځ کې به د ماشومانو په ګډون تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي. څو تنه وسلوالو په اوو (Owo) سیمه کې د کاتولیک عیسویانو په یوه کلیسا کې پر عبادت کوونکو ډزې پیل کړې او منفجره مواد یې چولي. په ولسي جرګه کې د سیمې یوه استازي ادیلیګبې تیمایلین (Adelegbe Timileyin) ویلي، په پېښه کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي او د کلیسا مشر کشیش اختطاف شوی دی. دا لا معلومه نه ده چې په دې حمله کې څوک لاس لري. پېښه داسې وخت شوې، چې عبادت کوونکي پرون یکشنبه په کلیسا کې سره راغونډ شوي وو.

د افغانستان او زمبابوې د کرېکټ ملي لوبډلې نن دويمه يو ورځنۍ لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

دا لوبه د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام د سوپر لیګ په لړ کې ترسره کېږي. د سوپر لیګ سیالۍ ځکه مهمې دي چې له شاملو لوبډلو نه به اته هغه چې د جدول په سر کې پاتې کېږي مخامخ د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته لار پیدا کړي. لوبه به د زمبابوې په کوربه‌توب د هرارې په سټډيوم کې د افغانستان په وخت په پنځلس کم دولسو بجو پیل شي. افغانستان د دې سیریز لومړۍ لوبه د شنبې په ورځ د شپیتو منډو په توپیر وګټله او د لوبې لس مهم امتیازونه یې خپل کړل.

يو ۸۳ کلن جاپانی سړی پرته له دمې د سمندر له لارې له امريکا جاپان ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

یو ۸۳ کلن جاپانی سړی له امریکا نه خپل هېواد ته د سمندر له لارې ورسېد او نوم یې د تر ټولو ډېر عمر لرونکي کس په توګه ثبت شو چې دا سفر یې په کښتۍ کې وکړ. د ريپوټونو له مخې کینیچي هوري د روان کال په مارچ میاشت کې د امریکا له سان فرانسیسکو څخه په کښتۍ کې سفر پيل کړ او دوه میاشتې وروسته د ارام سمندر له لارې جاپان ته ورسېد. هغه په دې سفر کې یوازې و او د نړۍ د تر ټولو ژور سمندر پر سر یې بې له کومې دمې سفر وکړ.

پوتين اوکراين کې د نويو هدفونو په نښه کولو ګواښ کړی

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د نویو ځایونو د هدف ګرځولو ګواښ کړی دی. پوتین پرون (د جون په پنځمه) د روسیې ۱ دولتي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، که لویدیځ کییف ته د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو په ګډون پوځي مرسته ورکړي، د اوکراین هغه سیمې به په نښه کړي چې تر اوسه پرې برید نه‌دی شوی؛ خو هغه د کومې ځانګړې سیمې نوم وانه‌خیست. روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین غیر موجه یرغل پیل کړ. د راپورونو له مخې په دې جګړه کې چې له سلو ورځو زیاتې پرې ووتلې لسګونه زره کسان وژل شوي او میلیونونه نور له خپلو کورونو او سیمو بې ځایه شوي دي.

د طالبانو حکومت کابل کې زرګونه کسان د جنايي جرمونو په تور نيولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې یې تر ۲۰۰۰ ډېر کسان د جنايي جرمونو په تور نیولي دي. د دغه وزارت وياند عبدالنافع ټکور پرون (د غبرګولي ١٦مه) يوې خبري غونډې ته وويل، چې دا کسان ډېرى د جنايي جرمونو او نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي دي. د ټکور په وينا، له نيول شويو کسانو څخه يوه اندازه وسلې، مهمات او نشه يي توکي هم ترلاسه شوي دي.

د خوړو نړيوال پروګرام: په۴ ولايتونو کې ۱۵۰۰۰ زره کورنيو سره مرستې شوي

Pa.azadiradio.com 

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د افغانستان په څلورو ولایتونو کې له ۱۵۰۰۰ څخه زیاتو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستې خبر ورکوي. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه مرستې تېره اوونۍ په بدخشان، هلمند، کاپیسا او نورستان ولایتونو کې پر اړو کسانو ووېشل شوې. د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، چې په افغانستان کې ټولټال ۱۸ میلیونه کسانو بشري مرستې ترلاسه کړي دي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ايرش اينډيپنډنټ: د طالبانو په واکمنېدو سره اقتصادي ناورين رامنځته شوی

Pa.azadiradio.com 

ايرش انډيپنډنټ: ايرش انډیپنډت ورځپاڼې په یوه مطلب کې د افغانستان دننه اقتصادي او بشري وضعیت ته کتنه کړې ده. لیکوال د پلازمېنې کابل په یوه څنډه کې هغه زرګونه کسان انځور کړي چې د یوه نړیوال خیریه بنسټ د خوراکي موادو مرستو ته په اوږدو لیکو کې منتظر دي. دا ټول ولاړ کسان یوازې په همدې فکر کوي چې څنګه د بې وزلۍ او لوږې د زیاتېدو پر مهال ژوندي پاتې شي. د مطلب په دوام راغلي، چې په صف کې ولاړې هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ اوړه، لږ اندازه غوړي، لوبیا او مالګه ورکول کېږي. مطلب کې د یوې مېرمنې خبرې را اخیستل... Читать дальше...

ملګري ملتونه: د افغانستان بشري مرستو برخه کې د درې ميليارد ډالرو تشه بايد ډکه شي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، تر اوسه په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره د غوښتل شويو پيسو شاوخوا ٣٠ سلنه ترلاسه شوي دي. ملګرو ملتونو له افغانستان سره د درې میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دغه تشه باید تر ژمي مخکې ډکه شي. دغه سازمان د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې له یوه هېواد سره د مرستې لپاره تر ټولو ستره غوښتنه وکړه او ویلي یې و چې د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره به ۵ میلیارده ډالرو ته اړتیا ولري. له دې جملې څخه ۶۰۰ میلیونه ډالر په... Читать дальше...

ديبورا لاينز له متقي سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره پر اقتصادي وضعیت، د بانکي او خصوصي سکتور پر ودې او مرستو باندې خبرې کړي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز چې تازه د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ځانګړو استازیو له یوې غونډې کابل ته ستنه شوې هلته یې له امیرخان متقي سره کتلي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اغلې لاینز او متقي د خبرو اجنډا اقتصادي وضعیت، د بانکي او خصوصي سکتور وده او مرستې یادې کړي. Читать дальше...

له بېکارۍ او بنديزونو تېښته؛ افغان ځوانانو کمپيوټري ګېمونو ته مخه کړې

Pa.azadiradio.com 

ګڼو اوزګارو افغان ځوانانو د وخت د تېرولو لپاره د PUBG او نورو کمپيوټري ګېمونو ته مخه کړې ده. فرانسپرس په کابل کې له یوه ډله همداسې ځوانانو سره خبرې کړي. ګېم کوونکي ځوانان وايي د طالبانو له زیاتېدونکو محدودیتونو د خوندیتوب او د وخت تېرولو لپاره ګېمونه وهي. په یوه وړه خونه کې ځوانان ناست دي او په بوبجي PUBG انلاین ګیم بوخت دي. د دغو افغان ځوانانو د مبایلونو او ټبلیټونو له وړو سپیکرونو د مجازي جنګونو غږونه راوځي هغه هم داسې یوه ښار کې چې خلک یې د حقیقي چاودنو، ډزو او بریدونو له غږونو سره زیات اشنا دي. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *