Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

Новости за 08.06.2022

د ايران د جنوب ختيځ په يوه زندان کې دولس کسان په دار ځړول شي

Pa.azadiradio.com 

دا خبر پرون یوې غیر حکومتي ټولنې ورکړی او دا په داسې حال کې ده چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې د اعدامونو د شمېر له کبله اندېښنې په زیاتېدو دي. د ایران د بشري حقونو ټولنه چې مرکز یې په ناروې کې دی په یوه بیان کې وايي، یوولس نارینه او یوه مېرمن چې د قتل او مخدرو موادو په اړوندو مواردو مجرم پېژندل شوي، د دوشنبې په ورځ د سیستان بلوچستان ولایت د زاهدان ښار په محبس کې اعدام شوي. ویل کېږي چې ټول اعدام شوي کسان سني مذهبه او د بلوڅ اقلیت اړوند کسان دي. د ایران هېڅ یوې کورنۍ رسنۍ د دې اعدامونو خبر نه... Читать дальше...

د اشرف غني په اړه د سيګار پر راپور د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوست: واشنګټن پوست ورځپاڼې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش دفتر- سیګار هغه راپور ته کتنه کړې چې د تېر حکومت پر چارواکو د لسګونه میلیون ډالرو د غلا تورونه یې ناسم بللي دي. پر افغانستان د طالبانو له ناڅاپي واکمنېدو وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې ګنې پخواني ولسمشر اشرف غني او همکارانو یې د بیت المال ۱۶۹ میلیون ډالر په هلیکوپټرو کې وړې دي. ورځپاڼه لیکي چې دې خبر له هېواده د وتلو په خاطر د ښاغلي غني پر وړاندې د خلکو غوسه نوره هم وپاروله. ډېری څارونکي له هېواده... Читать дальше...

د جرمني د بهرنيو چارو وزيرې د پاکستان سفر نيمګړی پای ته ورساوه

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې اننا بایربوک پرون وروسته له هغې د پاکستان رسمي سفر نیمګړی پای ته ورساوه چې د کویډ - ۱۹ آزموینه یې مثبته اعلان شوه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهوټو زرداري او نورو چارواکو چې له نوموړې سره یې کتلي، خپل ځانونه په کور کې منزوي کړي دي. د جرمني د بهرنیو چارو وزرات وویل، بایربوک وروسته له هغې د کورونا آزموینه وکړه چې د غرمې د ډوډی په مهال یې د خولې مزه ورکه شوې وه. دې وزارت وویل چې د بایربوک ټولې پلان شوې لیدنې کتنې لغوه شوي خو په دې اړه چې ایا هغه بېرته جرمني ته ستنه شوې که څنګه، نور جزیات نه‌دي ورکړي. Читать дальше...

يونان دوه پناه اخيستونکي افغانان پر څلورو کلونو بند محکوم کړل

Pa.azadiradio.com 

د یونان د استیناف یوې محکمې پرون دوشنبې هغه دوه افغانان چې په لسبوس ټاپو کې د کډوالو یوه کمپ ته په اور اچولو تورن شوي و، هر یو په څلورو کلونو بند محکوم کړل. د دغو افغان کډوالو نومونه نه‌دي په ډاګه شوي خو عمرونه یې اتلس کاله ښودل شوي. د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر کې چې د لسبوس په ټاپو کې د موریا کمپ د اور په نتیجه کې په ایرو بدل شو، د دغو په بند محکوم شویو افغان کډوالو عمرونه له اتلسو څخه ټیټ و. لومړنۍ محکمې دواړو ته د پنځو، پنځو کلونو سزاوې اورولې وې خو د استیناف محکمې پرون وویل چې یوکال بند یې د دوې د ښه چلند په خاطر کم کړی دی. Читать дальше...

د ملګرو ملتونو يو پلاوی له بېوزله افغانانو سره د مرستې لپاره د کويټ فنډ له مشر سره ليدلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې یو ان ډي پي یوه پلاوي د کویټ فنډ Kuwait Fund له مشر سره په افغانستان کې له بې وزلو خلکو سره د مرستو پر لارو چارو خبرې وکړې. یوان ډي پي پرون په یوه ټویټ کې ولیکل چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې د مشرعبدالله دارداري په مشرۍ پلاوي د کویټ فنډ یا د کویټ صندوق له ریس او غړیو سره یې کتنه کړې. ټوېټ کې راغلي، په دې کتنه کې د افغانستان له خلکو سره چې له مخ په زیاتیدونکي فقر او بېوزلۍ سره مخامخ دي، د مرستو په برخه کې د یوه شراکت د... Читать дальше...

طالبان: له بېرته راستنېدونکو افغانانو له تجربو او وړتيا به ګټه واخيستل شي

Pa.azadiradio.com 

له افغان شخصیتونو سره د تماس لپاره د طالبانو د حکومت د کمېسیون چارواکي وایي، د هغو افغانانو له تجربو به چې د دې کمېسیون د هڅو په ترڅ کې بېرته هېواد ته ستنېږي، ګټه واخیستل شي. دا خبره د دې کمېسیون ویاند احمدالله وثیق تېر ماښام ازادي راډیو ته وکړه او ویې ویل: "هغه کسان چې اوس راځي، د دوی لیاقت او اهلیت او ژمنتیا ته په کتو، د هغوی له استعدادونو به هم استفاده کېږي." ښاغلي وثیق دا خبره وروسته له هغې کوي چې دې کمېسیون پرون د دغې لړۍ په ترڅ کې بېرته هېواد ته د افغانستان د برېښنا شرکت د پخواني ریس امان الله غالب د ستنېدو خبر ورکړ. Читать дальше...

طالبانو د يوټيوب مشهور کارونکی اجمل حقيقي او د هغه همکاران نيولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د استخباراتو ادارې د یوې ویډیو په خپرولو سره د یوټیوب د مشهور کارونکي اجمل حقیقي او د هغه د همکارانو د نیولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دوی مقدساتو ته سپکاوی کړی دی. په دغه ویډو کې چې دغې ادرې پرون سې شنبې خپره کړې، پکې ښکاري چې د اجمل حقیقي او د دوه مکارانو لاسونه زولانه دي او د کمرې د دوربین مخې ته ولاړ دي. په دې ویډیو کې ښاغلی حقیقي اعتراف کوي چې په ویډیوګانو کې یې د اسلام مقدساتو ته سپکاوی شوی او له دې امله له طالبانو او د افغانستان له خلکو بخښنه غواړي. خو تر اوسه دا نه‌ده څرګنده چې دغه ویډیو په څه ډول شرایطو کې ثبت شوې ده. Читать дальше...

د پوهنې وزارت په يو شمېر ولايتونو کې د ښځينه ښوونکو له کمي سره مخ دی

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې د طالبانو د پوهنې وزارت د هېواد په شلو ولایتونو کې د له اوو زره زیاتو نویو ښوونکو او نورو اداري کارکونکو د ګمارلو لپاره پوستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان کړل، د دې وزارت یوه چارواکي وویل چې په دې ولایتونو کې سخت د ښځینه ښوونکو له کمي سره مخامخ دي. دغه چارواکي چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم واخیستل شي، تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، هیله من دي چې د نژدې ۲۱۰۰ نویو ښځینه ښوونکو په ګومارلو سره به دغه تشه تر ډېره ډکه شي. د پوهنې وزارت د ښځینه ښوونکو په ګډون د په... Читать дальше...

سرګې لاوروف ترکيه کې د اوکراين د غلو صادراتو پر بيا پيل خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف په ترکیه کې دی او د دې هېواد له چارواکو سره پر دې خبرې کوي چې په څه ډول کېدای شي د اوکراین د غلو صادرات بېرته پیل شي. ترکیې په دې برخه کې ځینې وړاندیزونه کړي دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف ترکیې ته په سفر کې د اوکراین د غلو د صادراتو په وړاندې پر موجوده خنډونو خبرې کوي. له ترکي چارواکو سره د ښاغلي لاوروف د خبرو یوه مهمه موضوع پردې څرخي چې د اوکراین د غلو د صادراتو لپاره دې د کشتیو یو خوندي دهلیز پرانيستل شي. ترکیې وړاندیز کړی چې د تور سمندرګي... Читать дальше...

د آسياسي ملتونو جام ته لار پرانيستل؛ د افغانستان او هانک کانګ فوټبال لوبډلې نن مخامخ کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوتبال فدراسیون هیله من دی چې د فوتبال ملي ټیم به یې نننۍ لوبه چې له هانګ کانګ سره یې کوي، وګټي. دغه لوبه د آسیایي ملتونو جام لوبو ته د لار موندنې په ترڅ کې د هند د کلکتې ښار په یوه سټډیوم کې ترسره کېږي. دا لوبه د اسیا ملتونو جام سیالیو ته د لار موندلو په ترڅ کې ترسره کېږي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون نننۍ لوبه مهمه بولي او هیله ښیي چې دغه لوبه به افغان لوبغاړي وګټي. دغه لوبه نن د کابل په وخت د مازدیګر په ۴ بجو د هند د کلکتې ښار د سالت لیک په سټډیوم کې ترسره کېږي. د افغانستان... Читать дальше...

امريکا او جرمني له طالبانو بشري حقونو برخه کې د ژمنو عملي کېدو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ وایي، نړیوال غواړي وویني چې ایا طالبان د بشري حقونو په ګډون په ځینو برخو کې کړې ژمنې عملي کوي که نه. په عین حال کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې اننا بایربوک یوځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د بشري حونو درناوی وکړي. بشري حقونو ته د درناوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په ګډون په ځینو برخو کې د طالبانو له حکومته د نړیوالو د مخ په زیاتېدونکو غوښتنو په ترڅ کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي او د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې پرون ورته غوښتنې یو ځل بیا مطرح کړې. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *