Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Июнь
2022

Новости за 12.06.2022

د یوناما مشرې عبدالله سره پر ځینو مسایلو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت یا یوناما مشرې د ملي مصالحې عالي شورا له پخواني مشر سره ټروریزم په وړاندې پر مبارزه او نورو موضوعاتو خبرې وکړې. د یوناما د یوې لنډکۍ اعلامیې له مخې، دیبورا لاینز چې کاري موده یې په افغانستان کې په ختمېدو ده، پرون له عبدالله عبدالله سره د ټولشموله حکومت پر تشکیل او د افغانستان په راتلونکي کې د سیمې پر کلیدي نقش هم بحث وکړ. عبداله عبداله تر یوې نیمې میاشتې وروسته پرون بېرته افغانستان ته ستون شو.

طالبان: غزني کې ټرافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې په غزني کې په یوه ټرافیکي پېښه کې یوه ښځه مړه شوې ده. د والي ویاند حافظ عمر د شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، د پېښې علت له یوه چلوونکي، د کورولا ډوله موټر بې اختیاره کېدل دي. هغه وايي: «دغه پېښه د روضې په سیمه کې شوې ده، له بده مرغه چې یوه مېرمنه په کې شهیده شوې ده، دوه واړه ماشومان او دوه مېرمنې ټپیانې دي.» په غزني کې ډېری وخت د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ او خرابو سړکو له امله دا ډول پېښې کېږي. پرون د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۳ کسان ټپیان شوي وو.

نن افغان کرکټ ملي لوبډله زیمبابوې سره دوهمه شل اووره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن یکشنبه به زیمبابوې سره دوهمه شل اووره لوبه کوي. نننۍ سیالي د افغانستان پر وخت د ماسپښین درې نیمې بجې پیلېږي. افغانستان پرونۍ شل اووره مسابقه له دغه هېواده په ښو نومرو وګټله. پرونۍ لوبه زیمبابوې پیل کړه، چې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره یې افغانستان ته د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه. افغانستان وکړای شول، ورکړل شوی هدف د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړي. افغانستان له زبمبابوې څخه تېرې درې واړه ۵۰ اووره مسابقې وګټلې.

د روغتیا نړیوال سازمان: اوکراین کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو خطر زیات دی

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د اوکراین په ویجاړ شوي ښار، ماریوپول کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو خطر خورا «زیات» دی. دغه سازمان پرون شنبه وویل، دوی بیا هم د کولرا کومه مشکوکه یا هم تایید شوې پېښه نه ده ثبت کړې. په جنیوا کې د روغتیا نړیوال سازمان یوه ویاند وویل، د دوی دفتر په ماریوپول کې نه شته، خو په سیمه کې له نورو شریکانو سره له نږدې په تماس کې دي. د ابو او بدرفت سیسټم په ګډون د اوکراین د ماریوپول ښار زیاتې برخې په وروستۍ جګړه کې ویجاړې شوې دي. زیاته ویجاړي د روسیې د راکټي او هوايي بمباریو له کبله پېښه شوې ده.

اوکراین کې په اعدام د محکوم شوي بریتانوي وګړي محاکمه ناقانونه بلل شوې

Pa.azadiradio.com 

په اوکراین کې په اعدام د محکوم شوي بریتانوي وګړي خپلوانو د هغه محاکمه ناقانونه وبلله. د شان پینیر په نوم دغه بریتانوی چې د اوکرایني ځواکونو تر څنګ جنګېده، روس- پلوه بېلتونپالو د اوکراین په ختیځ دونیڅک سیمه کې په اعدام محکوم شو. په هغه اعلامیه کې چې دغې کورنۍ خپره کړې ویل شوي، د پینیر محاکمه نمایشي او غیرقانوني وه. شان پینیر په اپرېل میاشت کې د ماریوپول ښار د دفاع پر مهال نیول شوی و، چې تېره جمعه محکوم شو. د هغه کورنۍ په خپله اعلامیه کې ویلي، چې شان پینیر باید د ژنیف د کنوانسیون له مخې د جنګي اسیرانو له ټولو حقونو برخمن وي.

جرمني کې د دوو ښځو د ټپي کېدو په تور نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف وکړ

Pa.azadiradio.com 

د جرمني څارنوالي او پولیس وايي، هغه سړی چې په وروستیو کې یې په یوه جنوبي ښار کې یوه ښځه او یوه نجلۍ د چړې په ګوزارونو ټپیانې کړې وې، پر خپل جرم اعتراف کړی او د قتل د اقدام په تور په توقیف کې دی. یوه ۲۴ کلند هالنډي ځوان د چړې په ګوزارونو د دغو دوو کسانو تر ټپي کولو وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلی و، چې وروسته په بل ښار کې ونیول شو. د جرمني یوه څارنوال پرون وویل، چې د دې پېښې انګېزه تر اوسه معلومه نه ده او دا هم مشخصه نه ده چې د پېښې د عامل، هغې ښځې او نجلۍ ترمنځ څه ارتباط و؟

افغان فوټبال لوبډلې د اسیا ملتونو جام ته د لار موندنې چانس له لاسه ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال ټیم د اسیا د ملتونو جام ته د لار موندنې مسابقو په لړ کې پرون د هند پر وړاندې ماتې وخوړه. د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د اسیا د ملتونو جام سیالیو ته د لار موندنې لپاره پرون شنبه د هند پر وړاندې مسابقه وکړه، چې لوبه دوه د یو په وړاندې د هند په ګټه پای ته ورسېده. د هند په کلکته کې د دې لوبې تر بایللو وروسته د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فېروز مشعوف تېر ماښام ازادۍ راډیو ته وویل: "له بده مرغه د هند پر وړاندې ماتې ډېره ترخه وه. دغې ماتې ته پام سره، افغانستان د اسیا د ملتونو جام ته د لار موندنې چانس لاسه ورکړ. Читать дальше...

ملګري ملتونه: افغانان د نړۍ په سطحه تر ټولو بد بشري بحران سره مخامخ دي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي، افغانان دا مهال د نړۍ په سطحه له تر ټولو بد بشري بحران سره مخامخ دي. لطیفه د کندهار اوسېدونکې ده، چې وايي شل کاله یې د قابلګۍ په برخه کې کار کړی، خو اوس چې هر روغتیايي مرکز ته د کار لپاره ورځي، څوک کار نه ورکوي. هغې وویل: "بچیان لرو، اولادونه راپسې دي. مشکلات مو ډېر دي. موږ ته په هېڅ ځای کې نه ورکوي. هیله کوو چې زموږ غږ له دې لارې د امارت حکومت ته ورسوئ، چې یوه همکاري راسره وکړي." وروسته له هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، ملګرو... Читать дальше...

په تخار کې د داعش ډلې د ۸ غړو د وژلو ادعا وشوه

Pa.azadiradio.com 

که څه هم طالبان په افغانستان کې د خپلې کومې مخالفې ډلې حضور نه مني، خو طالبانو پرون په تخار کې د داعش ډلې د ۸ غړو د وژل کېدو ادعا وکړه. د تخار ولایت په مرکز تالقان کې دغه جګړه پرون ماسپښین شوې، چې طالبان یې په نتیجه کې د داعش ډلې د ۸ غړو د وژل کېدو ادعا کوي، خو خپل لوري ته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي. طالبان وايي، عملیات د دوی استخباراتو د تخار د مرکز تالقان په څلورمه حوزه کې د داعش ډلې پر یوه مرکز کړي دي. د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، د «بهرنیو فتنه ګرو» د تمویل،... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *