د نورستان په يوه ځنګل کې د اور دوام؛ خلکو د طالبانو پر حکومت د مرستې غږ کړی
د نورستان د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکي مولوي امان الله تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې لا هم د دې ولسوالۍ د یوې غرنۍ سیمې په غرونو کې د اور لمبې بلې دي او عام ولس یې په وژلو کې پاتې راغلی دی. ده د دې ولسوالۍ په ځنګلونو کې د بیا ځلې اورلګېدنې په اړه ازادي راډیو ته وویل چې ځوانان د بل شوي اور ساحې ته تللي خو د اور شدت ډېر دی، وژل یې د هغوی له توانه وتلی کار دی. نوموړي وويل: "اور کما في سابق د غځېدو په طرف روان دی، خلک لګیا دي چې اور مړ کړي خو د خلکو له توانه وتلی دی، البته موږ له مرکزي حکومته غواړو... Читать дальше...