ايلن ماسک په ۴۴ ميليارده ډالره د ټوېټر شبکې اخيستلو ته راضي شوی
ټوېټر او د ټیسلا اجرايي ريیس ایلن ماسک وايي، د ټویټر پر سر موافقې ته رسېدلي دي. ټوېټر اعلان وکړ چې ایلن ماسک په ۴۴ میلیارد ډالره د دې ټولنیزې شبکې اخیستلو ته راضي شوی دی. ټوېټر وايي چې د دې معاملې پر اساس به د ټوېټر هره ونډه په ۵۴ اعشاریه ۲۰ ډالره پلوري. د دې خبر له اعلانېدو وروسته د ټویټر د هرې ونډې ارزښت ۲۲ سلنه لوړ شو. د سږ کال په اپریل کې هم ایلن ماسک، چې د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی، په ۴۴ میلیارد ډالره د ټوېټر له رانیولو سره موافقه کړې وه خو بېرته پښېمانه شو او د دې مسلې پر سر د دواړو خواوو ترمنځ حقوقي دعوه پیل شوه.