Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2023

Новости за 13.02.2023

فلسطين کې پر افراطي وسله‌والو د اسرائيلي الوتکو د بريدونو خبر ور کړل شوی

Pa.azadiradio.com 

د غزې تړانګې اوسېدونکي وايي، د اسرائیل الوتکو نن سهار د فلسطین په قلمرو کې د افراطي وسله‌والو پر ځینو ساحو هوايي حملې کړې دي. د اسوشېټېډ پریس اژانس د راپور له‌مخې، ظاهراً دغه هوايي حملې د هغه راکټ د توغولو په ځواب کې شوي، چې د فلسطین افراطي وسله‌والو د شنبې په ماښام د اسرائیل پر جنوب ویشتلی و. د اسرائیل هوايي مدافع د هغه توغندي مخه نیولې وه. د اسرائیل پوځ ویلي چې، تازه هوايي حملو د حماس ډلې د توغندیو جوړولو هغه مرکز په نښه کړی، چې تر ځمکې لاندې و. د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی. حماس هغه افراطي ډله ده، چې پر غزه واک چلوي.

امريکا په دغه هېواد کې څلورم ناپېژاند الوتونکی څيز ويشتلی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو چارواکي وايي، څلورم ناپېژندوی څيز یې هم ویشتلی چې پر دغه هېواد د الوتو په حال کې و. د امریکا دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، پوځ د ولسمشر جو بایډن په امر په مشیګان ایالت کې پرون یو ناپېژندوی الوتونکی شی ویشتلی او لاندې غورځولی دی. اعلامیه وايي، د دې الوتونکي څیز جهت او ارتفاع اندېښنې ولاړې کړې وي، چې ښايي د ملکي هوايي چلن لپاره کوم خطر پېښ کړي. چارواکي اوس د دې څیز د ټوټو په ټولولو او ارزونه بوخت دي. امریکا تر دې مخکې دې ته ورته الوتونکی څیز د الاسکا پر فضا د... Читать дальше...

د افغانستان په اړه نړيوالې ورځپاڼې څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

ګارډین (Guardian): د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې د نوبل د سولې جایزې د ګټونکې او د ماشومانو د تعلیم د حقونو ملاتړې، ملالې یوسفزۍ د ښوونځي د ملګرې شازیې رمضان په باب د ګورډن براون لیکنه خپره کړې ده، چې په څه ډول په پاکستان کې له تعلیم بې برخې پاتې شویو افغان نجونو ته بسپنه ټولوي. ګورډن براون چې د برېتانیا د صدارعظم په توګه يې هم دنده ترسره کړې او اوس د نړیوال تعلیم لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی دی لیکي، شازیه په ۲۰۱۲م کال کې د ۱۴ کلنۍ پر مهال له خپلې ملګرې ملالې یوسفزۍ سره ښوونځي ته تله. کله... Читать дальше...

کرېکټ؛ ګلف جاینټز لوبډلې د اماراتو نړیوال لیګ جام وګاټه

Pa.azadiradio.com 

د عربي متحده اماراتو د سوداګریز نړیوال لیګ په پایلوبې کې ګلف جاینټز لوبډلې د ۷ وېکټو په توپیر ډیزرټ وایپرز ته ماتې ورکړه او د لومړي پړاو اتلولي یې وګټله. وایپرز لوبډلې په شلو اورونو کې د ۱۴۷ منډو هدف ټاکلی و، چې جاینټز په نولسم اور کې د ۳ وېکټو په سوځېدو پوره کړ. د وایپرز په توپوهونکو کې وینیندو هسرنګا ۵۵ منډې وکړې او د جاینټز لپاره بیا کرېس لین په ۷۲ منډو نا سوځېدلی پاتې شو او لوبه یې وګټله. د ګلف په توپ اچونکو کې کارلوس برېټوېټ ۳ او قیس احمد ۲ وېکټې واخیستې. برېټ وېټ د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. Читать дальше...

د کندز کروندګر: د سبزيجاتو د ساتنې لپاره دې راته سړې خونې جوړې شي

Pa.azadiradio.com 

د کندز یو شمېر ګروندګر د سبزیجاتو حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي، خو له اړوند چارواکو غوښتنه کوي چې د معياري سړې خونې دې ورته جوړې کړي. د یو شمېر ګروندګرو د معلوماتو له‌مخې، په ژمني حاصلاتو کې، تازه پیاز، پالک، ګازرې، شغلم، ګلپي، کاهو، کرم، سپینې او سرې مُلۍ شامل دي. څلوېښت کلن نورمحمد د کندز ښار اړوند د الچین په سیمه کې يې پر پنځه جریبه ځمکه ګازرې، شغلم، پیاز او پالک کرلې. هغه وايي: "سږ کال د ګازرو حاصلات ښه دي. اوس موږ یو من ګازرې په ۵۰ افغانۍ خرڅو. دولت باید د ګروندګرو د سبزیجاتو او مېوه جاتو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې کړي. Читать дальше...

د راډيو نړيواله ورځ؛ افغانستان کې د راډيوګانو فعاليتونه نږدې پنځوس سلنه کم شوي

Pa.azadiradio.com 

د فبرورۍ ۱۳مه، د راډيو نړيواله ورځ سږ کال په داسې حال کې رارسيږي، چې په افغانستان کې د راډيوګانو وضعيت او له دې لارې اطلاعاتو ته د لاس‌رسي کچه د تېرو کلونو په پرتله توپير لري. د یو شمېر رسنیزو بنسټونو موندنې ښيي، چې په افغانستان کې د رسنيزې ټولنې هغه ازادي چې په تېرو دوو لسیزو کې ترلاسه شوې وه، په چټکۍ سره له‌منځه ځي. راډيو له پخوا راهيسې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې ډېر اورېدونکي لري. خو د راډيو يو شمېر مينه‌وال وايي، چې په تېر يوه کال کې د راډیويي خپرونو او نشراتو پر څرنګوالي د بنديزونو... Читать дальше...

رسنۍ: تمه ده شارجه لوبغالي کې د افغان او پاکستاني ننداره‌چيانو ځايونه جلا شي

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې تمه ده په شارجه سټډیوم کې د افغان او پاکستاني ننداره‌چیانو ځایونه سره جلا شي. جنګ او جیو ټي وي راپور ورکړی چې د شارجې د سټډيوم مسوولینو دوی ته تایید کړې چې د افغان او پاکستاني ننداره چیانو د احتمالي لانجو د مخنیوي لپاره یې دا پرېکړه کړې ده. تر اوسه پورې د شارجې د سټديوم منتظمینو او د متحده عرب اماراتو کرېکټ بورډ په دې اړه رسماً څه نه‌دي ویلي. تمه ده د افغانستان او پاکستان د کرېکټ ملي ټیمونه د مارچ په وروستیو کې د شارجې په نړیوال سټډيوم کې درې شل اووریزې لوبې وکړي. Читать дальше...

د روغتيا نړيوال سازمان د سوريې له زلزله‌ځپلو سره د مرستې ژمنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهونم ګبریسوس په حلب کې د زلزله‌ځپلو خلکو سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې لا زیاتې مرستې به ورسره وکړي. ښاغلي ګبریسوس سوریې ته ۳۷ متریک ټنه درمل وړي خو ټینګار یې کړی چې، راتلونکو ورځو کې به د بېړنیو روغتیايي خدمتونو اړتیاوې زیاتې شي ځکه د پاکو اوبو سرچینې ورانې شوي. نوموړي ويلي: "موږ باید بیړني خدمات وړاندې کړو خصوصاً هغو ته چې زیانمن شوي. همدارنګه به بیړنۍ مرستې هم دوام ولري. اوس مو له ځانه سره ۳۷ متریک ټنه مرسته راوړې او همدومره نوره به سبا رارسیږي." ملګرو ملتونو... Читать дальше...



الکوزی: د افغانستان او روسيې ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده. هغه وویل خوراکي مواد، غوړي او ساختماني مواد له روسیې واردوو. الکوزي وویل روسیې له افغانانو سره د سوداګرۍ شرایط نرم کړي. نوموړي ويلي: "په ۲۰۲۲ کال کې زموږ تجارت له روسیې سره زیات شو. په ۲۰۲۱ کال کې ټول کال ۶۶ میلیونه ډالرو په ارزښت وو خو په ۲۰۲۲ کال یوازې نهو میاشتو کې له اویا میلیونو ډالرو څخه زیات موږ واردات کړي او که دا درې نورې میاشتې هم ورسره یوځای شي له سلو میلیونو ډالرو... Читать дальше...

د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغان نجونو د ښوونځيو پر پرانيستلو ټينګار کړی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو په پرانیستلو ټینګار کړی دی. د دې کمېشنرۍ د اسیا پسفیک څانګې یکشنبه په خپل ټوېټر یوه ويډیو خپره کړې چې، افغان نجونې مخکې د یو ان اچ سي ار له‌خوا تمویلیدونکو ښوونځیو ته تللې. یو ان اچ سي ار ویلي هيڅوک باید په هېڅ حالت کې له زده‌کړو محرومې نه‌شي. شاوخوا ۵۱۰ ورځې کېږي چې طالبانو د افغان نجونو پر مخ د متوسطې او لېسې ښوونځي تړلي. له تېر ډسمبر یې د نجونو پر مخ پوهنتونو هم وتړل.

پاکستان په يو شمېر اروپايي هېوادونو کې افغانانو ته د ويزو په ورکولو بنديز لګولی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې افغان اتباعو ته د ویزو په ورکولو بندیز لګولی دی. د دغه وزارت د مکتوب یوه کاپي ازادي راډیو ترلاسه کړې ده. مکتوب په برېتانیا، هسپانیا، ایټالیا، جرمني، پرتګال، یونان، اتریش، فرانسې، ناروې، ایرلند او هالند کې د پاکستان سفارتونو او قنسولګریو ته لېږل شوی او ورته ویل شوي چې، تر بل امر پورې دې افغان اتباعو ته د هر ډول ویزې له صادرولو ډډه وکړي. د راپورونو له‌مخې ګڼ هغه افغانان چې په اروپايي او لوېدیځو هېوادونو کې یې پناه اخیستې د ځينو محدودیتونو په اساس راساً افغانستان ته نه‌شي تللی. Читать дальше...

ملګري ملتونه: ترکيه او سوريه کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۳۳زره ته رسېدلی دی

Pa.azadiradio.com 

په انقره کې د افغانستان سفارت په ترکیه کې د تېرې اوونۍ د زورورې زلزلې له امله د افغانانو د مرګ‌ژوبلې د زیاتوالي خبر ورکوي. په ترکیه کې د افغانستان د سفارت قونسل پسرلي حکیمي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، چې د سفارت له‌خوا لېږل شوي ټیم د ترکیې په مالاتیا ښار کې هم مېشتو افغانانو ته د ځاني او مالي زیان په اړه خبر ورکړی دی. نوموړی وايي: "د هغو معلوماتو له‌مخې چې زموږ ټیم له ځايي خلکو څخه ترلاسه کړي دي، تر اوسه په دغه ښار کې ۷ تنه افغانان شهیدان شوي او خاورو ته سپارل شوي دي." هغه دا هم... Читать дальше...

د تخار د معترضو ښځو مشره پريسا مبارز او ورور يې د طالبانو له زندان خوشې شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د ښځینه فعالانو او د ملګرو ملتونو د خاص استازي ریچارډ بېنيټ تر ټینګار وروسته د راپورونو له‌مخې طالب چارواکو د تخار د معترضو ښځو مشره پریسا مبارز خوشې کړې ده. د افغانستان د مقتدرو ښځو د خوځښت مشرې مونسې مبارز هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې د پریسا مبارز د خوشې کېدو خبره تایید کړه. نوموړې وويل: "پریسا مبارز د تخار د ښځو د خوځښت مشره او ورور یې د طالبانو د ملېشو له‌خوا چې څلورمې حوزې اړوند وو نیول شوي وو او حوزه کې یې د دې لپاره چې د ټليفون کوډ نه و ورکړی وهلي وو. بیا یې استخباراتو ته انتقال کړي وو. Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *