Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Февраль
2023

Новости за 24.02.2023

د برېتانيا دفاع وزير: د افغانستان په اړه د شهزاده هري څرګندونو پوځ کې ځينې همکاران ناهيلي کړي

Pa.azadiradio.com 

د برېتانیا دفاع وزیر بن والېس (Ben Walace) وايي، شهزاده هري د افغانستان په جګړه کې د وژلو کسانو د شمېر په افشا کولو په پوځ کې خپل همکاران ناهیلي کړي دي. ښاغلي والېس (ایل بي سي) شبکې ته وویل، د وژلو کسانو پر شمېر ویاړ د پوځ اعمال ښه نه انځوروي. ده زیاته کړه، په پوځ کې کار ټیمي یا ډله‌ییز وي نه دا چې څوک ډېرې ډزې وکړي. شهزاده هري د خپلو خاطرو په کتاب کې، چې به وروستیو کې چاپ شو، لیکلي چې د ۲۵ طالبانو د وژلو په مهال یې د هغوی په اړه د شطرنج د دانو په شان فکر کاوه چې له تختې لېرې کېږي. خو وروسته... Читать дальше...

سرچينې: تخار کې د يوې چاودنې له امله لس تنه وژل شوي دي

Pa.azadiradio.com 

په تخار کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې، د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې د چاودنې له کبله ۱۰ تنه وژل شوي یا ټپیان شوي دي. دغو سرچینو، چې د نوم له ښودلو یې ډډه کوله، د ازادي راډیو خبریال ته وویل، پرون ماښام د تالقان ښار په مرکزي څلور لاره کې د طالبانو د استخباراتو په یوه موټر کې اېښودل شوی ماین وچاودېده. له بلې خو ځینو نورو ځايي رسنیو ویلي چې، په دې پېښه کې ۴ تنه طالبان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي. طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي او د پېښې مسوولیت هم تر دې دمه چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

د برېتانيا حکومت د ۱۲ زره کډوالو پر غوښتنليکونو د غور پروسه چټکوي

Pa.azadiradio.com 

د برېتانیا حکومت د افغانستان او څلورو نورو هېوادونو د ۱۲زره پناه غوښتونکو پر غوښتنلیکونو د غور پروسه چټکوي. د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، د دې اقدام هدف دا دی چې، د افغانستان، سوریې، لیبیا، یمن او اریتریا د پناه غوښتونکو پر غوښتنلیکونو د غور موده را لنډه شي. پر دې اساس به د پناه غوښتونکو امنیتي او جنايي سابقه وڅېړل شي، خو حضوري مرکه به ورڅخه نه اخیستل کېږي چې پروسه لنډه او چټکه شي.

د ناټو سرمنشي: چين د روسيې په ګټه د اوکراين په جګړه ځان ښکېلول غواړي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي، داسې نښې یې تر سترګو شوي چې ممکن چین ځان د اوکراین په جګړه کې د روسیې په ګټه ښکېل کړي. ستولتنبرګ، اسوشیتید پریس خبري اژانس ته په مرکه کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، د دې خبرې د کولو په ترڅ کې له چین څخه وغوښتل چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې له ملاتړه لاس واخلي او د نړیوالو قوانینو سرغړونه ونه کړي. ستولتنبرګ همدا راز وویل، ناټو تړون په جګړه کې شامل نه‌دی خو د اوکراین ملاتړ ته به تر هغو دوام ورکړي چې ورته اړتیا وي. ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې ښايي چین روسیې ته وسلې او نورې مرستې ورکړي، وویل... Читать дальше...

د طالبانو حکومت د کابل – کندهار لويه لاره د کانونو د استخراج بدل کې جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت وايي، د کابل – کندهار لویه لار د کانونو د استخراج په بدل کې جوړوي. دا لار شل کاله پخوا د امریکا، جاپان او سعودي عربستان په ۱۸۰ میلیون ډالره مرسته بیا رغول شوې وه خو، په تېرو دوو لسیزو کې د جګړو له کبله د هغې ساتنې ته پاملرنه ونه شوه او له بلې خوا د لوړ توناژ یا د زیات وزن لرونکو موټرو د نه مخنیوي له کبله تر ډېره ویجاړه شوه. د طالبانو حکومت د سږ کال په اسد میاشت کې اعلان وکړ چې د کابل – کندهار – هرات لار، چې ۹۰۰ کیلومتره ده، د بیارغولو چارې یې پیل کړي او په لومړي... Читать дальше...





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *