Мы в Telegram
Добавить новость
smi24.net
World News in Pashto
Апрель
2024

Новости за 09.04.2024

خیاط وايي له پاکستانه د افغان کډوالو ایستلو یې کاروبار خراب کړی دی

Mashaalradio.com 

شاه محمد له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې د کراچۍ په سهراب ګوټ سیمه کې درزي (خیاط) دی او یوازې افغان دودیزې جامې ګنډي او په ځانګړي ډول کندهارۍ غاړې جوړوي. دی وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو په ایستلو یې کاروبار خراب شوی دی او ګرانۍ یې مالي مشکلات لا زیات کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې پولیس له تېرې میاشتې راهیسې د افغان سېټېزن یا وګړیتوب کارډونو لرونکو په اړه معلومات غونډوي او د سیند او پنجاب حکومتونه وايي چې پلان لري چې د اپرېل له نیمايي څخه د هغوی د ستنولو بهیر هم پیل کړي. ویډیويي رپورټ.

تداوي شوي معتادین د بېرته روږدې کېدو وېره لري

Pa.azadiradio.com 

د هرات په یوه روغتون کې لسګونه معتادین چې له درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي، وايي چې د دې اندېښنه شته چې ښايي یو شمېر دغه کسان بېرته نشه‌يي توکو ته مخه کړي. په دغو معتادینو لسګونه داسې کسان لیدل کېږي چې څو ځله تداوي شوي، خو بیا هم یې نشه‌يي توکو ته مخه کړې ده.

د حيدر اباد بنګړي ولې نوم لري؟

Mashaalradio.com 

د اختر له راتګ سره سم د سیند صوبې په حيدر اباد کې د بنګړو کاروبار هم زیات شي. د حيدر اباد بنګړي په ټول پاکستان کې نوم لري او د حيدر اباد خلکو د بنګړو جوړولو دا کاروبار د پاکستان تر جوړېدو وروسته د هند له فیروز اباد سیمې څخه له ځان سره راوړی دی. په دې اړه د فرانس پرېس اژانس له ویډيو جوړ شوی راپور درته دلته وړاندې کوو.

يوسف رضا ګيلاني د پاکستان سېنېټ مشر ټاکل شوی دی

Mashaalradio.com 

د پاکستان سېنېټ د مشر او مرستيال مشر د ټاکلو لپاره انتخابات د اپرېل پر نهمه وشول چې يوسف رضا ګيلاني يې بې له مقابلې مشر او د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر غړی سيدال خان ناصر بې له مقابلې مرستيال مشر وټاکل شو.

پکتيا کې وړو کارخونو د يوشمېر خلکو لپاره روزګار برابر کړی دی

Mashaalradio.com 

د افغانستان د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې ځينو کسانو په لږې پانګونې وړې کارخونې جوړې کړي او د ځانونو تر څنګ يې د نورو خلکو لپاره هم د کار زمینې برابرې کړې دي. د دې کارخونو مالکان وايي، که چیرې هغوی ته برېښنا ورسېږي او په داخل کې د تولیداتو خامو موادو ته لاسرسی ډېر شي، نو واړه کاروبارونه به يې ډېر وغوړېږي. ويډيويي راپور.







СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *